10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : په جوزجان کې يوشمېر...

 اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه اته تنه پوځيانو تېره شپه...

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : د نشه يي توکو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختر د  ليندۍ اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دژينو دغونډې ترڅنګ دپرسونل ضد ماين  دکنوانسيون  رياست دناروې دبهرنيو چارو وزير ته وسپاره .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  افغانستان چې په ٢٠١٨  کال کې دپرسونل ضد ماين دکنوانسيون  ( اوتاواکنوانسيون ) رياست په غاړه درلود هڅه وکړه چې ددې کنوانسيون لپاره دنويو غړو دزياتوالي تر څنګ هغه زيانونه چې افغانستان له دې پلوه ليدلي دي له نړيوالې ټولنې سره شريک کړي او په افغانستان کې يې دپرسونل ضد ماين له امله زيانمنو شويو کسانو ته دپاملرنې لپاره دنړيوالې ټولنې  همکاري وغوښته .
دبهرنيو چارو وزير په ٢٠١٨ ميلادي کال کې داوتاوا کنوانسيون درييس په توګه دافغانستان دهڅو او هاند ديادونې په ترڅ کې  ددې کنوانسيون  دراتلونکي کال درييس په توګه ددغه هېواد دچارو اوژمنو په ترسره کولو کې دناروې  دبهرنيو  چارو دوزير لپاره دبرياليتوب هيله وکړه .
  ختم_ ف _ اکرم

-کابل باختر د  ليندۍ اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين  رباني دژينو دغونډې تر څنګ داستونيا  هېواد دبهرنيو چارو له وزير سفن مکسر سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفترباختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزير داستونيا  هېواد  دهمکاريو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه دافغانستان خلک  دناامنۍ له ستونزو سره  مخامخ دي آن نننۍ چاودنه چې دکابل دخلکو دانديښنې سبب شوې ده خوهيڅکله په امنيت دلاسبري  لپاره له هڅو  څخه ناهيلې شوي نه دي .
داستونيا هېواد دبهرنيو چارو وزير دهغوساحو دتشريح کولو په ترڅ کې چې دغه هېوادله افغانستان سره دهمکارى  ليوال دى په سولې او امنيت دلاسبري  په لاره کې دافغانستان دحکومت اوخلکو هڅې وستايلې .   ختم_  عطاالله – اکرم

 کابل باختر د  ليندۍ اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي  همکاريو معينې عادلې راز دافغانستان لپاره دژينو کنفرانس تر څنګ  ديونان دبهرنيوچارو وزارت له معين تيرينس کويک سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو  لورو دافغانستان  او يونان ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا او په افغانستان کې دپانګونې دشرايطو دڅرنګوالي په باره کې  خبرې وکړې .
کويک زياته کړه چې ديونان خصوصي سکتور  ليوالتيا لري چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په تيره بيا دبادي انرژۍ دتوليد په برخه کې پانګونه وکړي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

 کابل \باختر\ د ليندۍ د مياشتې ٨مه    
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام په خپل استوګنځی کې د اسیا پراختیایي بانک له مرستیال وینکای ژانک سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د اسیاد پراختیایي بانک مرستیال وینکای ژانک ته لارښوونه وکړه، چې خپلې پروژې او مرستې د افغانستان له لومړیتوبونو او ملي پروژو سره همغږې کړي.
د آسیاد پراختیایي  بانک مرستیال د جمهور رئیس له لارښوونو څخه په مننې وویل، خپلې ټولې برنامې به د افغانستان ددولت له لومړیتوبونو سره همغږې کړو او موږ د افغانستان د ملي برنامو ملاتړ کوو.
هغه زیاته کړه، د زېربنایي پروژو، سړک،  اوسپنې پټلۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې، د اوبو اوطبیعي سرچینو ترڅنګ په عامه او خصوصي مشارکت تمرکز د اسیا پراختیایي بانک له لومړیتوبونو څخه دی.
جمهوررئیس غني د آسیایي پراختیایي بانک د مرستو او د افغانستان په زېربنایي پروژو د دې بانک د تمرکز مننه وکړه وېې ویل، موږ د منابعو د بېلابېلو طریقو، پروژو او د خصوصي سکتور د مشارکت او بانکونو هرکلی کوو.
د هیواد جمهور رئیس وویل د افغانستان حکومت په تېرو دریو کلونو کې په بېلابېلو زېربنایي برخو کې هڅه کړی او د پروژو د ډیزاین او ساتنې اوڅارنې په برخو کې ډېر کارونه شوي، خو لا هم کافي نه دي.پ

Page 7 of 1983