17 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د اوبو رسولو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختر د ليندۍ اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني چې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د ګډون په موخه د اتريش جمهوريت پايتخت ويانا ښار ته سفر کړى دى؛ د دغې غونډې ترڅنګ يې د استونيا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سون ميکسر سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په تېرو کلونوکې د آيساف او ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموريتونو په چوکاټ کې په تيروکلونوکې د استونيا د همکاريو له امله قدرداني وکړه.
په همدې حال کې سون ميکسر هم د افغانستان دخلکو د امنيت دتامينولو لپاره له تروريزم سره د مبارزې په اړتيا باندې په ټينګار سره زياته کړه: استونيا ليواله ده چې د افغانستان او استونيا د بهرنيو چارو د وزارتونو ترمنځ د سياسي سلامشورو تفاهم ليک لاسليک شي.
ختم_ ف _ اکرم

کابل باختر د ليندۍ اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو فرهنګي او د پوهنې خدمتګار عبدالکريم کيهان وفات شو.
ارواښاد کيهان کلونه کلونه د هېواد په پوهنه کې خدمت کړى دى او دغه راز مطرح ټولنيز فعال او فرهنګي شخصيت و او د ده زياتې مقالې د افغانستان په ورځپاڼوکې چاپ شوې دي. د ده مړينه يوه ضايعه ده.
  د عبدالکريم کيهان د مړينې په خاطر د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ارواښاد د کورنۍ غړو، دوستانو او د هېواد فرهنګي ټولنې ته څرګندوم او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ده ته د فردوس جنت هيله کوم.
   ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل باختر د ليندي اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د ګډون په موخه د اتريش جمهوريت مرکز ويانا ښار ته سفر کړى دى، د دغې غونډې ترڅنګ يې له خپل اتريشي سيال سباستين کورتز سره وکتل او د دواړو  هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو دوه اړخيزو مسئلو او دغه راز د افغانستان لپاره د اروپا د اتحاديې د ستراتيژۍ په باب خبرې وکړې .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني له ٢٠٠١ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د بېلابېلو پوځي ماموريتونو په چوکاټ کې د اتريش د شتون په يادونې سره د بروکسل په کنفرانس کې د دغه هېواد د مرستو او دغه راز د اروپا د امنيت او همکارۍ د سازمان  د بهرنيوچارو د وزيرانو په کلنۍ غونډه کې د افغانستان د موضوع د طرحه کولو له امله  قدرداني وکړه .
ختم_  ف _ اکرم

 

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٧مه
د بخارا په دولتي پوهنتون کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه
بخارا- ازبکستان | ۱۳۹۶ل د لېندۍ ۱۵
بسم الله الرحمن الرحیم
د ازبکستان ښاغلی لومړی وزیر عبدالله اریپوف، د بخارا ښاغلی والي، درنو علماو، روښنفکرانو، مېرمنو او ښاغلو السلام علیکم!
له تاسو سره په کتنه ډېر خوښ یم. بخارا شریف چې د نړۍ او اسلام په تاریخ کې لوی مقام لري، لیدنه یې زما له ارزوګانو څخه وه. له خپل ورور د ازبکستان جمهور رئیس څخه د دې لیدنې د زمینې برابرولو له امله مننه کوم. له پرون راهیسې د دواړو هېوادونو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیستل شوه. موږ ټولو ته دې مبارکه وي!
د پوهنتون ښاغلی رئیس، د پوهنځیو محترمو غړو، ګرانو محصلینو!
تاسو ماته بېساری ویاړ را وباښه. د دې ویاړ درناوی کوم او دا د افغانستان او ازبکستان د خلکو تر منځ د همېشنۍ دوستۍ له برکته بولم. سل تحمیلي کلونو موږ یو له بله جلا کړو؛ اما ورور مې جلالتماب جمهور رئیس شوکت میرضیایف او زه مصمم یوو چې په څو کالو کې د یوې پېړۍ خساره جبران کړو.
غواړم د رهبرۍ او بدلون په حال کې یوې نړۍ سره د چلند په اړه درسره وغږېږم. ستاسو نسل له یوه لوري له لویو فرصتونو څخه برخمن دی او له بل لوري له عمده ننګونو سره مخ دی. فرصت چې لرئ یې، د جلالتماب جمهور رئیس شوکت میرضیایف تر قیادت او مدبرانه مدیریت لاندې ستاسو د هېواد  رهبري ده.
په حقیقت کې تاسې نېکمرغه یاست په هغه مقطع کې چې ازبکستان له دننه څخه د تغیر په حال کې دی، درس وایئ. دې هېواد په سیمه کې د رهبرۍ عمده رول ترسره کړ او د سولې او ثبات لپاره په یوه نړیوال لوبغاړي د بدلېدو په حال کې دی.
غواړم د ازبکستان خلکو ته د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د تغیر او تحول برنامې په خاطر مبارکي ووایم. په کوم سرعت چې (پر دې برنامې) ملي اجماع شوې او اوس د تطبیق په حال کې ده، واقعاً د ستاینې وړ ده.
بله موضوع چې په همدې اندازه د ارزښت وړ ده، دا ده چې ازبکستان خپل هر ګاونډي ته د دوستۍ او همکارۍ لاس غځولی دی. د (ازبکستان) له ۹۰ سلنې څخه په زیاته پوله له قرغیزستان سره توافق شوی. له هغه لیدلوري او رهبرۍ پرته چې اوس څرګندېږي، په دې اړه فکر کول ناشونې چاره وه. ازبکستان له ترکمنستان سره د متقابلې رفاه د ایجاد په موخه اړیکې ټینګوي؛ پر امو سیند پلونه، اوس ازبکستان له ترکمنستان سره نښلوي. تاجکستان هم په دې بهیر کې د شاملېدو په حال کې دی. اما په ځانګړې توګه موږ په افغانستان کې خوشاله یوو چې د تاریخ جوړولو په حال کې یوو.
زما کوم هرکلی چې وشو، د افغانستان د خلکو درناوی وو او د سلګونه کاله وروسته دوستۍ او رفاه لپاره فرصت برابروي. همدارنګه په نړیواله کچه، ازبکستان په نړیواله برخه کې د یو مهم لوبغاړي مقام ترلاسه کړی دی.
پر دې بنا تاسو یانې هغه نسل چې د دې لیدلوري تطبیق او دا د عمل برنامه به تاسو ته وسپارل شي، واقعاً خوش چانسه یاست. زه تاسو ته مبارکي وایم.
ستاسو هېواد، سیمه او نړۍ له تاسو ډېره توقع لري؛ ځکه تاسو په هغه ځای کې ناست یاست چې امام بخاري هلته د نړۍ د تاریخ بنسټ کېښود. موږ له تاسو ډېره توقع لرو.
تاسو همدارنګه د اسیا د تاریخ په یوه ځانګړې برخه کې ژوند کوئ. اسیا د پېړیو لپاره یوازې یوه مفکوره وه؛ اما نن موږ د اسیا وچې د اقتصاد د ظهور شاهدان یوو. اته کاله دمخه، په اسیا کې سوداګري پراخه شوه او نورې نړۍ ته وغځېده. اسیا لا هم همپاله نه وه، اما حداقل د ظهور د حال په اړه اجماع وجود لري. پر دې مبنا چې یویشتمه پېړۍ کېدای شي اسیایي وي. او دا کار یو ځل بیا د ازبکستان د موقعیت او فرهنګ ارزښت په اثبات رسوي.
منځنۍ اسیا او د هغې په زړه کې ازبکستان د اسیا د ټولو برخو تر منځ د اتصال د لنډو مسیرونو لرونکی دی، پر دې بنا هر ګام چې د زیربنا د ایجاد، د لوړو زده کړو بنسټونو د تاسیس او د مدیریت لپاره اخیستل کېږي په حقیقت کې د یوې وچې اقتصاد د ظهور په خاطر ګام دی. موږ یوازې یو ځل په ۱۸۶۹ کال کې د دغسې تجربې شاهدان وو چې غربي متحده ایالات او شرقي متحده ایالات سره یو ځای شول تر څو د وچې په کچه د متحده ایالاتو اقتصاد ایجاد شي. ټرانسپورټي انقلاب  او سوئز کانال د اقتصاد نړۍ په ظهور کې هغه مهال ارزښتناک وو. اوس تاسو د دې لوی بدلون رهبرۍ او مدیریت سره مخ یاست. 
پر دې بنا د فرصتونو درک د ارزښت وړ دی او زه مطمین یم چې تاسو په ښه توګه د دې کار د ترسره کولو لپاره تیاری لرئ. له بل لوري ستاسو نسل پام وړ ننګونو سره هم مخ دی. ستاسو په نسل کې د معلوماتو د کنټرول په اړه زده کړه او دا چې څومره له هغې ګټه اخلئ، نه، بلکې څومره کولای شئ مستقلانه فکر وکړئ، بېلګې او پیوندونه درک کړئ، دی. ځکه سره له دې چې ماحول په ملي کچه نهایت رغاوونکی او موثر دی، په نړیوال ماحول کې د ابهام فضا حاکمه ده.
اجازه راکړئ چې له دې نړیوالو ننګونو څخه د بې باورۍ په اړه پنځه مورده یاد کړم.
لومړنۍ ننګونه: نړیوال اقتصاد تراوسه د ۲۰۰۸ کال مالي بحران څخه نه دی وتلی. په داسې حال کې چې اسیا د نړیوال کېدو بهیر د منلو په حال کې ده، د نړۍ ځینې برخې له دې بهیر څخه د وتلو په حال کې دي. دا کار ستاسو دوه برابره کوښښ غواړي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ازبکستان وده او د منځنۍ اسیا وده چې افغانستان یې یوه نه جلا کېدونکې برخه ده، سره یو ځای کېږي.
دویمه ننګونه: موږ د څلورم صنعتي انقلاب په ابتدا کې قرار لرو. متاسفانه په دې نړیواله برخه کې چې موږ په کې قرار لرو، دوه لومړني انقلابونه مو له لاسه ورکړي. موږ لومړنی انقلاب چې کرنیز انقلاب وو، ایجاد کړو؛ اما صنعتي انقلاب مو له لاسه ورکړ. د نړۍ حاکم تمایل به کمپیوټر جوړولو، ډیجیټل جوړولو او د چټکو معلوماتو او اړیکو له لارې وي. له دې امله د کار تعریف، د تخصص تعریف او د پوهې تعریف به په بنیادي توګه بدلون وکړي. ښځې او سړي باید په بېلابېلو لارو دې کار ته ځواب ووایي. ستاسو نسل باید داسې بدلون رهبري کړي چې مخکېنیو نسلونو نه ده کړې؛ هغوی اخیستونکي وو او تاسو باید د دې بهیر رهبران او بنسټ اېښودونکي واوسئ.
دریمه ننګونه: په داسې حال کې چې ازبکستان د کامل امنیت او ثبات له نعمت څخه برخمن دی، نړۍ د تروریزم او بې ثباتۍ تهدید سره ژوند کوي. دا ننګونه، د سیاسي خشونت او تروریزم پنځمه څپه ده – چې په انارشیزم پیل شوې وه – اجازه راکړئ چې واضح یې کړم؛ تروریزم له دین او تمدن سره هیڅ ډول اړیکه نه لري؛ دا پدیده په اروپا کې پیل شوه. دې پدیدې د نړۍ بله هره برخه هم احاطه کړې ده، د امریکا او جاپان په ګډون. پر دې بنا هغه د اسلامي تروریزم په نومونو سره په اسلامي نړۍ پورې مه تړئ. اسلام هیڅ داسې کار نه لري چې په تروریزم یې ترسره کړي. د امام بخاري کتاب ولولئ او ترور رد کړئ.
څلورمه ننګونه: افراطیت (تندلارېتوب) دی. ځکه کوم خطر چې موږ تهدیدوي، دادی چې دا پدیده زموږ د سپېڅلي دین د تحریف په هڅه کې ده. د هغې بنسټ زموږ تاریخ ته په نه پاملرنه اېښودل شوی دی.  دا پدیده د هغه تمدن چې موږ ورباندې ویاړو او ازبکستان په هغه کې زیاته ونډه لرله، هیڅ درک نه لري. له دې پلوه، موږ باید زموږ د ۱۵۰۰ کلن جمعي کار په اړه د لنډ فکره تعبیرونو تفسیر مخنیوی وکړو.
پنځمه ننګونه: پخواني عادتونه، حاصله لوبه صفر ده. موږ باید د هغه څه په ترسره کولو قادر یوو چې جمهور رئیس شوکت میرضیایف یې په شجاعت څرګندوي. د هغه څه حاصل چې د همکارۍ په پایله کې ترلاسه کېږي په مراتبوله انزوا څخه زیات دی. کله چې د ګټلو- ګټلو پر یو وضعیت تمرکز وکړئ، یانې له حاصلې لوبې – صفر چې د بایللو- بایللو یوه معادله ده ډډه کوئ. پر دې بنا موږ باید دا مسله درک کړو چې اورېدل د هغه فن دی؛ په شخصي ژوند کې، د ښځې او سړي تر منځ اړیکو کې، د نسلونو تر منځ اړیکو کې، د هېوادونو تر منځ اړیکو کې. موږ باید ځان د نورو په ځای کې وګڼو. موږ باید واورو تر څو وګورو څه شی زده کولی شو، نه دا چې نورو ته د لکچر ورکولو اندېښنه وکړو چې څه زه وایم سم دي. موږ باید یو ګډ بستر ولرو. پر دې بنا، دې ننګونو او فرصتونو ته په پام موږ چېرې په نمونو پسې ګرځو؟ څنګه خپل تېر او راتلونکی د یو ګډ بستر او مشترک لیدلوري په توګه یوځای کړو.
لومړۍ موضوع له تېر څخه الهام اخیستل دي. د ورېښمو لارې تر سرلیک لاندې د پروفیسیور برانکوپن لیکل شوي ارزښتناک کتاب مطالعه تاسو ته پیشنهادوم. د کتاب نوم د ورېښمو لارې؛ یانې لارې د جمع په شکل راغلي؛ او لیکوال د ورېښمو لار مبدا په دقیقه توګه ۱۱۷ کاله له میلاد د مخه مستند کړې. په دې مانا چې ۲۰۵۰ کاله د مخه اوسنۍ بخارا او ازبکستان د نړیوالې راکړې ورکړې په برخه کې مهمې نقطې شمېرل کېدې.
له دې امله یوازې دوه څاروي چې په پام کې ونیسئ، دا مرکزیت به درک کړئ. لومړی اس؛ سلګونه زره کاله اسونه زموږ له هېوادونو څخه هند او چین ته صادرېدل. هر چیني حاکم د منځنۍ اسیا ګران بیه اسونه په لوړه بیه را نیول. دویم؛ باختري اوښ ته وګورئ. له اوښ پرته د لیرې واټنونو سوداګري یوه ناشونې چاره وه. اما یوازې دا موضوع نه ده؛ د پخوانیو دورو متنونه او لیکنې ولولئ، د بودایانو د دورې په څېر چې بخارا د ویهارا په نوم پېژندل کېده؛ وینئ چې د بخارا رېښه د یو علمي مرکز په توګه حداقل ۲۵۰۰ کاله قدامت لري. په بخارا کې د سنتي مکتوبونو متنونه هغومره پرمختللي وو چې اوس ورباندې یو څېړنیز کار جریان لري چې د امام بخاري او امام مسلم لیکنو له هغه سنت څخه سرچینه اخیستې چې په منطق، ریاضي او د مکتوبونو متنونو کې پراخې ریښې لري. پر دې بنا هغوی کولای شول هر ناشونی کار ترسره کړي. له قران وروسته چې کوم کتاب په پراخه توګه د نړۍ په کچه مطالعه کېږي صحیح بخاري دی. دا کار د یو لوی روزنیز سنت وجود چې الهام بښونکی دی اثباتوي.
دویم، اسلام یو نړیوال نظم رامنځته کړ. اجازه راکړئ چې له فرانکوپن څخه نقل قول وکړم: اسلامي فتحې یو نوی نړیوال نظم، یو اقتصادي نظام چې پر نفس اعتماد، روښنفکري او د پرمختګ لپاره اورنی شوق پیاوړې کېده رامنځته کړ. په بې اندازې ثروت او د ګوتو په شمار ذاتي، سیاسي او حتی دیني  رقیبانو سره اسلامي قلمرو هغه ځای وو چې په هغه کې نظم حاکم و، هغه ځای چې هلته تاجرانو کولای شول ثروتمند شي، هغه ځای چې معنویاتو ته درناوی کېده او هغه ځای چې پر بېلابېلو نظریاتو بحث او مناظره وشي. مکې ته نږدې په یوه غار کې یو نهیلۍ کوونکی پیل له قومي او محلي تړاو [=Cosmopolitan] پرته د یو ښار ارمان[=Utopia] په پیدا کېدو بدل شوی وو.
او د ازبکستان د ځینو ښارونو رول په دې اړه د پام وړ دی.
اجازه راکړئ بل نقل قول ولرم: د مسلمانانو فتحې له افغانستان د افریقا شمال او اقیانوس انتلانتیک فرقانه درې سره چې تر ادارې لاندې یې وو د سوداګرۍ یوه پراخه شبکه او ارتباطي مسیرونه رامنځته کړل. هغه ثروت چې د اسیا په مرکز کې متمرکزشوی وو، حیرانونکی وو.  پنجکن او بالالیک تپه او د نوي  ازبکستان نورو ځایونو کې حفارې (کېندنې) د هنري اثارو غوره مشتریانو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې شاهدي ورکوي. د درباري ژوند صحنې او فارسي حماسي ادبیات پر دېوالونو نقاشي شوي وو. د تصویرونو یوه ټولګه د سمرقند په یوه ماڼۍ کې مختلطه نړۍ چې مسلمانانو په کې قدم ایښی وو، ښیي؛ چې په هغې کې له چین، فارس، هند او ښایي کوریا څخه د تحفو د ترلاسه کېدو او راتلو په حال کې د محلي حاکمانو تصویر اېستل شوی وو. دا موضوعات ځکه له تاسو سره شریکوم چې موږ په منځنۍ اسیا کې له خپل تاریخ څخه محروم پاتې یوو او باید دوباره هغه اعاده کړو.
بله برخه چې تراوسه ناپېژندل شوې پاتې، اما د پروفیسور فریدریک استار لیکلي فوق العاده کتاب کې یې تصویر کښل شوی دی؛ د کتاب نوم د منځنۍ اسیا روښنایي ده. کېدای شي د مامون انقلاب په هکله یوه جدي مباحثه چې له مرکزي اسیا څخه پیل شوې وه په لاره واچوله چې اوس دا کار په زیاتو جزئیاتو سره د مستند کېدو په حال کې ده.
ولې باید تېر ته پام وکړو؟ ځکه موقعیت له یوه لوري او زموږ تاریخ د فرهنګونو او تمدنونو د ملاقات د عرصې په توګه په یویشتمه پېړۍ کې زموږ مقام دوباره مطرح کوي.
اما اوس راتلونکي ته راځو. څنګه کولای شو د راتلونکي خاوندان شو؟ لومړنی خصوصیت چې په دې خاطر اړتیا لرئ رهبري ده. اجازه راکړئ چې د رهبرۍ د مهمو خصوصیاتو یادونه وکړم.
لومړی- تاسې باید له یوه ليدلوري درک ولرئ. د راتلونکي له درک پرته، تاسې راتلونکی نشئ ترلاسه کولی.
دویم- تاسې باید «تغیر» درک کړئ. د انسان په توګه، موږ له تغیر څخه بېزاره یوو. په نورمال ډول هرڅومره چې زموږ عمر زیاتیږي، د تغیر پر وړاندې زیات مقاومت کوو، خو کله چې تغیر رامنځته شو تاسې به یو له دې دوو غبرګونونو څخه ووینۍ؛ یا به تغیر درک او هغه به رهبري کوئ، یا به تغیر تاسې رهبري کوي او تاسې به مایوسه کوي.
دریم- د رهبرۍ په برخه کې باید تاسې د متفاوتو افکارو پر طرحې قادر اوسئ. د افکارو له طرحې نه زما مقصد څه دی؟
تاسې باید د پام وړ باالقوه ظرفیت ولرۍ. زما او زما د ورور جمهوررئیس شوکت میرضیایف ترمنځ همکاري، د ګټو په لېدلو کې توانايي تر هغه ځای ده چې نور خلک پکې ګټه نه ویني. دوه مثالونه؛ د ازبکستان څخه افغانستان ته د یو زر میګاواټه برېښنا لېږد، او د امیدوارۍ لمخې پنځه زره میګاواټه برېښنا په راتلونکي کې هند او پاکستان ته. بله بېلګه له مزارشریف څخه هرات او له هغه پراخه ایران او خلیج ته د اورګاډي کرښې جوړول دي. د اورګاډي د دې پټلۍ له بشپړېدو یو کال وروسته زموږ اټکل، د لس ګونه میلیون ټنه توکو لېږد دی او په څلورم کال کې شل میلیون ټنه، د دې پروسې پیل دی. کله چې موږ بنسټ کېښود، نسلونه به په میلیونونو ټنه نورهم پرې اضافه کړي. له همدې امله باید په دې موضوع تأمل وکړئ کله چې نور دا فرصت نه درک کوي، تاسې باید هغه فرصت پیدا کړئ.
څلورم، تاسې باید مشارکت رامنځته کړئ. هیڅوک په یواځې ځان نشي کولای رهبري وکړي، تاسې باید ټیمې کار وکړئ او باید ګډ بسترونه پیدا کړئ؛ «اورېدل» په دې برخه کې زیات اهمیت لري.
دویم کار چې اړتیا لرو او موږ په ځانګړي ډول ستاسو نسل ته په پام «مدیریت» دی. لومړۍ نقطه په مدیریت کې دا ده چې مدیریت د وینا په اړه نه، بلکې د اعمالو په اړه خبرې وکړي. له همدې امله تاسې باید پلان ولرئ، تاسې باید د زمان‎بندۍ په اړه پوه شئ، تاسې باید مهالوېش وپېژنئ، تاسې باید ډاډمن اوسئ چې باور د (چارو) د ترسره کولو له لارې ایجادیږي. که چېرې تاسې بخارا او سمرقند ته لاړ شئ لازمي ده چې یو ډول پلان ولرئ او که له بخارا نه سمرقند ته ولاړ شئ بل ډول پلان جوړونې ته اړتیا ده. که چېرې تاسې منځنۍ اسیا ته تغیر ورکوئ، دا کار د پلان جوړونې بلې طریقې ته اړتیا لري.
د مدیریت دویمه ځانګړنه، نظم او ترتیب بښلو [=ډسپلین] جزئیات دي. هیڅ برخه بې ارزښته نه ده، ځکه دا جزئیات دي چې لوی لیدلوري او پلانونه نابودوي. موږ باید پوه شو چې څه شی مهم دی او باید ډاډ ترلاسه کړو چې ترلاسه شوی دی. خوشاله یم چې په افغانستان کې ځوانان له ما سره سازګار دي، د دې په خاطر چې زه دېرش کاله له هېواده بهر وم، هغوی ماته د یو ۳۶ کلن په توګه ګوري، نه د ۶۶ کلن. اما هر وخت چې هغوی ماته لیدلوری وړاندې کوي، له هغوی پلان غواړم. زه له هغوی اجرا غواړم او دا د ارزښت وړ کار دی.
دریم، تاسو د خپلې رشتې ترڅنګ که هغه انجینري وي یا ادبیات، باید د پروژې د برنامه ریزي او مدیریت په اړه پوه شئ. برنامه ریزي د پروژو د لنډمهاله او اوږدمهاله پروژو، مجموعه ده. تاسو ته بېلګه راوړم چې ولې ورته اړتیا ده. د ۲۰۰۸ کال مالي بحران څخه وروسته پنځوس هېوادونو دقیقاً مشابه برنامې ونیولې. هغوی غوښتل خپل داخلي ناخالص تولید اول حالت ته وګرځوي؛ غوښتل یې زیربنا جوړه کړي. فکر کوئ څومره یې په ترسره کولو وتوانېدل، حال دا چې که بودجه یې ترتیبوله د دې کار لپاره یې منابع هم لرلې. فکر کوئ څومره کسان بریالي شول؟ له لس څخه کم! او که فکر وکړو چې دا د انکشاف په حال کې یو انکشاف یافته فرق نه دی، باید ووایو چې جمهور رئیس اوباما هغه د خپل لومړیتوب په توګه د یو ټریلیون ډالر جوړولو لپاره قرار ورکړ. اما هغه د هیڅ زیربنا په جوړولو قادر نشو؛ ځکه د امریکا متحده ایالات کانګرس له هغه سره مرسته ونه کړه. د هغه مقابله نقطه کې، کاناډا ټول کارونه په شپږ میاشتو کې طرحه کړل او د زرګونه پروژو په تطبیق او اجرا قادره شوه. مالیزیا او سنګاپور له توقعاتو زیات عمل وکړ، ځکه ټولې چارې د مدیریت پورې تړلې وې، نه په یو لوی لیدلوري پورې.
او څلورمه موضوع د زده کړې ده. پخوا کله چې زه ښوونځي ته تلم – ۱۹۶۸- زده کړه محدوده وه. که انجینري دې ویلی، کولای دې شول څلوېښت کاله هغه تمرین کړئ؛ فرض کړئ چې د څلوېښت کالو لپاره تمرین وکړئ! که طب مو ویلی، هره علمي رشته چې لږ او ډېر یې په اړه پوهېدې، اشتغال په هغه کې کولای شو یو اشتغال د عمر ترپایه وي. اما نن چې څه مهم دي د دایمي زده کړې اړتیا ده. هر کال او د کمپیوټر ساینس رشته هر شپږ میاشتې یو ځل بدلون مومي. د طب تعریف په بنیادي توګه بدلون کړی؛ همدارنګه انجینري او یا هرې بلې رشتې.
په پایله کې، اجازه راکړئ له تاسو ښاغلي رئیس (بخارا پوهنتون) د دې بېساری ویاړ په خاطرمننه وکړم. اجازه راکړئ زما د درناوي په خاطر بخارا پوهنتون کې د ښوونیزې ټولنې مننه کوم. د افغانستان جمهور رئیس ته په درناوي تاسو د افغانستان د ملت او د افغانستان او ازبکستان د دوستۍ درناوی وکړ. د محصلانو دواړه نسله نن (ازبکستان) او په افغانستان کې د دوی هم قطاران به له ۴۰ څخه تر۵۰ کاله وروسته لپاره چارې رهبري کړي. په همدې ترتیب منځنۍ اسیا د هغې توانایي منتظره ده چې دا روزنیز او تحصیلي بنسټ به تولید کړي.
ډاډه یم په هغو فرصتونو سره چې جمهور رئیس میرضیایف ایجاد کړي، تاسو احتمالا د معاصرې منځنۍ اسیا نننی نسل یاست. تاسو ته د بریالیتوب هیله کوم او ستاسو د اجراتو او کارونو منتظر یم.
ژوندی دې وي ازبکستان
ژوندی دې وي افغانستان
ژوندۍ دې وي بخارا!

Page 8 of 1734