17 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل/ باختر/ د سلواغې دمياشتې ۱۹ مه
د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د لوى رياست د نوماند رييس د ټاکل کېدو او د ملي شورا ولسي جرګې ته د هغې د معرفي کېدو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني حکم
د افغانستان د اساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٣ مې فقرې د حکم له مخې، د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د لوى رياست د سرپرستې په توګه د حسن بانو غضنفر توظيف منظور دى.
په پارلماني چاروکې د دولت وزير موظف دى، د اساسي قانون د ٩١ مې مادې د درېيمې فقرې د صراحت په رعايتولو سره، دغه نومانده د تاييد رأى د ترلاسه کولو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کړي.#
ختم _ وهاج

کابل/ باختر/ د سلواغې دمياشتې ۱۹ مه
د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د لوى رياست د سرپرست د توظيف په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني حکم
د افغانستان د اساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٣ مې فقرې د حکم له مخې، د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د لوى رياست د سرپرستې په توګه د حسن بانو غضنفر توظيف منظور دى.
په حکم کې د لوى خداى ( ج) له دربار څخه هغې ته د لا زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده .#
ختم _ وهاج

کابل / باختر/ دسلواغې د مياشتې ١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مومندو قوم له یو شمېر مشرانو او استازو سره پرون مازدیګر په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
د جمهوررئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ولسي جرګې استازي فریدون خان مومند د ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډه همکارۍ له دښمن څخه د پاکو شویو ولسوالیو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، د ننګرهار ولسونه د نظام ټینګ ملاتړي او د قانون د تطبیق غوښتوونکي دي.
نوموړي د یادو ولسوالیو امنیت او بیارغاونې ته د پاملرنې په موخه سیمې ته د باصلاحیته پلاوي د ور استولو وړاندیز وکړ او وې ویل، دغه سیمې چې زیات وخت د دښمن په لاس کې وې، سختې ځپل شوي، نو د خلکو ستونزو ته دې رسیدګي وشي.
ورپسې قاري فضل الرحمن جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د کړنو، سپېڅلې ارادې او اوربندله برکته زه او زیات شمېر نور طالبان له ولس او دولت سره یو ځای شو چې اوس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د دښمن پر وړاندې مبارزه کوو.
هغه زیاته کړه، ستاسو د اوربند او ښه مدیریت له برکته امنیتي او دفاعي ځواکونو، وسله والو طالبانو او عام ولس یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړي او هیڅ ستونزه پېښه نشوه او په ۴۰ کالو کې لومړی وار ستاسو له برکته ټولو هیوادوالو د سولې خوند وڅاکه.
هغه زیاته کړه، د ننګرهار ولسونه د خپل نظام ترڅنګ ولاړ دي او د دوی د ستونزو حل ته دې پام وشي.
جمهوررئیس غني د هېواد د دفاع او د نظام  دملاتړ په برخه کې د ننګرهار د ولسونو مېړانه، ژمنتیا او سرښندنې وستایلې او د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د مومندو مشرانو سره په ګډه دې د امنیت په برخه کې د دوی وړاندیزونو ته رسیدګي وکړي.
جمهوررئیس د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې  د تصفیه شویو ولسوالیو د وضعیت د ارزونې او د بیارغاونې چارو د پیلولو لپاره دې باصلاحیته پلاوی واستوي. هغه زیاته کړه، د تصفیه شویو ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره دې مهم تدابیر ونیول شي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د ګوشتې ولسوالۍ ابادولو ته د اساسي پاملرنې په موخه دې د ټرانسپورټ وزارت پلاوی واستول شي. همدارنګه یې له قاري فضل الرحمن څخه له دې امله مننه وکړه چې بېرته له خپل ولس سره یو ځای شوی. هغه ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل نور ملګري دې هم د پردیو په لاس د وطن له ویجاړولو راوګرځوي. 
همدارنګه د مومندو مشرانو جمهوررئیس ته د عزت پګړۍ ور په سرولو پرمهال هغه ته د اوږد ژوند او په چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.#
پاى/ ذکرالله

-کابل باختر د سلواغې اتلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د یو کلنو کړنو د ارزونې سیمینار اختتامیه غونډه کې  ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال جمهوررئیس وویل، دغه کلني سیمینارونه د ځواکونومسلکي روزنه او د تلفاتوپه مخنیوي کې حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه، د ځانګړو قطعاتو منسوبین مرګ په سترګو ویني، خو له مرګ څخه نه وېرېږي، بلکې مرګ له دوی تښتي.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د سرتېرو د تلفاتو مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو څخه یوه وي. هغه زیاته کړه، پر ځانګړو قطعاتو چې د عامو خلکو او ملي پولیسو په ژغورنه کې مهم رول لري، نوره پانګونه او وړاندیزونو ته یې پاملرنه کېږي
محمد اشرف غني وویل، هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغه دښمن دی او له منځه یې یوسئ. هغه زیاته کړه، زه د هغو کسانو له ډلې څخه نه یم چې یوه ورځ یې دوست او بله ورځ یې دښمن بولي. د دښمن په اړه زما تعریف واضح دی، د دوی خپل اعمال یې ثابتوي چې دښمنان دي. 
جمهوررئیس د پولیسو د ځانګړ قطعاتو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، موږ سوله غواړو، خو سوله په کمزورۍ نه، بلکې ستاسو په توره او قوت کېږي. ستاسو په حضور او موجودیت کې دولت د سولې ګدایي نه کوي او نه هم موږ په کمزوري حالت کې یوو. هغه زیاته کړه،  موږ باعزته سوله غواړو چې د ځواکونو ځای په کې هغه وي چې قانون ټاکلی او ما ورباندې پانګونه کړې.
محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، هیڅوک هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په سپکه سترګه نشي کتلی، ځکه دوی د افغانستان د عزت او حیثیت ساتندویان دي. هغه زیاته کړه، زموږ امنیتي ځواکونه ملي، مسلکي او غیر سیاسي دي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال عبدالصبور قانع، د پولیسو د ځانګړ قطعاتو لوى قوماندان مل پاسوال میراحمد عظیمي او د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د تعلیمي مرکز قوماندان سمونمل سید نورحسن جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهوررئیس د همېشنۍ پاملرنې قدرداني وکړه.
دوی دغه پنځه ورځنی سیمینار د ځواکونو د ننګونو، ستونزو او حل لارو د تشخیص او د تجربو د شریکو لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه، د افغانستان ملي پولیس ستاسو په مدبرانه رهبرۍ د قانون د تطبیق، د ټولنې د نظم د تامین او د دښمن د ځپلو په برخه کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. هغوی زیاته کړه، د امر او هدایت تطبیق زموږ دنده ده.
یادو ویناوالو څرګنده کړه، ځانګړي قطعات د دښمن ټولې دسیسې شنډوي او د دوی په مرکزونو تعرضونه او بریدونه کوي. د ټولو ملي پولیسو په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکوو او سوګند یادوو چې د دښمن ارمانونه به له خاورو سره خاورې کړو.
په دغو مراسمو کې جمهوررئیس غني د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین خوشال سعادت ته د مل پاسوالۍ فوق العاده رتبه او همدارنګه د پولیسو د ځانګړو قطعاتو دوو تنو منسوبینو څارمن ضیاالحق او څارمن رازمحمد ته د ښه پوځي خدمت مډالونه ورکړل. پاى- فضل واحد

Page 9 of 2027