14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی
کابل باختر د زمري لسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پنجشیر له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د وروستۍ طبیعي پېښې زیانمنو ته د رسیدنې په برخه کې د پنجشیر ولایت د سیمه ییزې ادارې د اجرااتو راپور واورېد. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د پنجشیر والي وویل، په پشغور او شاوخوا سیمو کې د تګ راتګ وضعیت بیرته عادي شوی او ګومارل شوی کمېسیون د وضعیت په مدیریت کې بریالی شوی. هغه زیاته کړه، د کرنې او مالدارۍ او د انرژۍ او اوبو وزارتونو څخه جوړشوي پلاوي زیانمنې سیمې ته سفر کړی او موضوع یې څېړلې. طبیعي پېښو ته د رسیدنې ادارې رئیس وویل، په پنجشیر کې د طبیعي پېښې له امله ۲۰۰زیانمنو کورنیو ته په دوو پړاونو کې نقدي او د خوړو مرستې شوي دي. دغه راز، د لوړو زده‌کړو، کرنې او مالدارۍ او د انرژۍ او اوبو وزارتونو استازو هم په پنجشیر ولایت کې د خپلو اړوندو وزارتونو د اقداماتو راپور وړاندې کړل. په دې غونډه کې د پنجشیر ولایت انکشافي طرحه چې اقتصادي لار نقشه، چاپیریال، کرنه او مالداري، ښه حکومتوالي، پانګونه، د توریزم فرهنګ او کانونه پکې شامل دي د هغه ولایت د والي له خوا مطرح شوه. د هېواد جمهوررئیس د پنجشیر ولایت د وروستۍ طبیعي پېښې زیانمنو ته د بیړنیو اقداماتو د ترسره کېدو له امله د دغه ولایت د محلي مقاماتو قدرداني وکړه وې ویل: دغه ولایت ته په سفر کې مې زیانمنو شویو ته د سرپناه ژمنه کړې وه چې د ښار او کور جوړولو وزارت له لارې تعقیبېږي. جمهوررئیس په پنجشیر کې شته سرچینو ارزښت ته په اشارې وویل، د محلي شوراګانو سره په مشورې او د هغوی له لیدلوري څخه په استفادې دې د دغه ولایت پر انکشافي طرحې کار وشي. پاى- سعيده

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ١٠ نيټه :
جلال اباد ښار کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
جنایت کارو تروریستانو چې د جنګ په میدان کې د ملي امنیتي ځواکونو له خوا سختې ضربې لیدلې اوس د خپل غیراسلامي او انساني لیدلوري په اساس‎ پر ملکي وکړو، ښوونیزو مرکزونو د عامه تاسیساتو په ګډون د کډوالو په مرستندویه بنسټونو بریدونه کوي، تر څو د پرمختګ او ترقۍ په لور د خلکو او حکومت اراده کمزورې  کړي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني یو ځل بیا د غیر مشروع او انسان ضد لارو اهدافو ته د تروریستي ډلو رسیدل ناممکن بولي او د ننګرهار خلکو ته د غمشریکۍ تر څنګ ډاډ ورکوي چې د ښاریانو د امنیت د ساتلو په خاطر به هر اړخیز ګامونه واخلي او د هېواد وسله‌وال ځواکونه به د پخوا په څیر د تروریستانو ځالې په نښه کړي.
د هېواد جمهوررئیس په جلال‌اباد ښار کې پرونۍ تروریستي برید غندي او د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې بیړنۍ روغتیا هيله کوي.پاى- سعيده

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ۹ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې دکابل ولایت له ولسوالانو سره په کتنه کې په ولسوالیوکې د امنیتي ستونزو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو، اوربند او سولې په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې ناسته کې چې په ارګ کې وشوه په پیل د کابل والي محمد یعقوب حیدري  د کابل ولایت د عمومي وضعیت په اړه هر اړخیزه معلومات ورکړل ويې ویل، د پخوا په پرته په ولسوالیو کې امنیتي حالت مخ په ښه کېدو دی او دغه راز په ملي پروسو کې د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده.
وروسته د کابل ۱۴ولسوالیو ولسوالانو په خپلو ولسوالیوکې د امنیتي وضعیت د ښه والي، د ناقانونه وسله ‎والو د شتون، په ځینو ولسوالیو کې د ملي پولیسو د شمېر د زیاتوالو، د بېکارۍ، په یو شمېر ولسوالیوکې د ښوونځیو د ودانیو او د کافي انکشافي پروژو، د روغتیایي اسانتیاوو او د پخو سړکونو د نشتوالي او د ځینې زورواکانو له لورې د ځمکو د غصب په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته کابل والي او ولسوالانو ته په خطاب کې وویل، یواځینۍ ستونزه د ولسوالیو ترمنځ د ادارو عدم هماهنګي ده او باید په دې برخه کې واضح تفکیک رامنځته شي.
دغه راز جمهوررئیس په ولسوالیو کې د غیرمسلکي پولیسو شته والي ته په اشارې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس او کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د ولسوالیو په اړوندو ادارو کې دې د لا زیاتې همغږۍ په خاطر هر اړخیزه طرحه چمتو کړي.
د هېواد جمهور رئیس د کابل ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې ولسي شوراګانې فعالې او په پښو ودروي او دغه راز دې د بېکارۍ د لمنځه وړلو او اوبو د مهارولو په برخه کې د سیمې له خلکو سره په مشورې واضح طرحې جوړې او د جمهوري ریاست له مقام سره شریکې کړي.
جمهوررئیس غني په یادو ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د لازیات ښه والي په خاطر د اړوندو امنیتي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په ګډه دې امنیتي طرحه جوړه کړي، دغه راز یې  امنیتي ادارو ته په ټینګار وویل چې له غاصبینو سره دې جدي چلند وکړي.
د غونډې په پای کې جمهور رئیس غني د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې د ښوونځيو فهرست ترتیب کړي ترڅو په راتلونکو دوو کلونو کې د جوړېدونکو ۶۰۰۰ ښوونځیو په لیست کې شامل شي.#
پای – ذ

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ۹ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د مالیې وزارت څلور مسوولین چې په ورسپارل شویو چاروکې یې خپلې وړتیاوې ښودلې وې، د دولتي مډالونو په ورکړې تقدیر کړل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې مناسبت په ارګ کې جوړو شويو مراسمو کې، لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهوررئیس فرمان ولوست.
وروسته د هېواد جمهوررئیس د مالیې وزارت د پالیسۍ معینې ناهید سرابي، د دفترعمومي رئیس صفت الله رحیمي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اجمل عبدالرحیمزي او د دې وزارت ستر سلاکار محمد قاهر حیدري ته دولتي مډالونه ورکړل.
جمهوررئیس غني د دوی د ګډکار، رښتینولۍ او امانتدارۍ مننه وکړه ویې ویل، تاسې په خپلو هلوځلو د دغه وزارت د چارو په بریالي ترسره کېدو کې بنسټي رول لوبولی دی.#
پای - ذ

Page 10 of 1895