24 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز

تازه خبرونه

شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځمه شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان...

نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځمه نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

-کابل باختر د کب  دريمه :

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود په رسمي بلنه دغه  هېواد ته سفر کړی و، تیره ورځ یې له نوموړي سره په ځانګړي لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې او پرمختګونه کړي دي.
دملي امنيت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ
په دې ځانګړي لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې، ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه، چې سوله هدف ته د رسیدو لپاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي. له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه د لیدنې بله مهم موضوع وه، د سعودي عربستان ولیعهد وویل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتوالی لري، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو تروریستانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نه غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
په دې دوه اړخیزو بحثونو کې له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د ملاتړ پر څرنګوالی هم خبرې وشوې، ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او بنسټ پالنې د له منځه وړلو لپاره افغان دولت خپل تعهد پر ځای کړی.
ده زیاته کړه، چې په دې مبارزه کې له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو نړیوال پوځي ائتلاف ملاتړ او دریدل اهمیت لري. ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف له هر اړخیزو همکاریو څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.
د اجنډا له مخې په دې ناستې کې پر دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو هم خبرې وشوې، سعودي عربستان له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو له پراختیا څخه خبر ورکړ.
همدارنګه په سعودي عربستان کې د میشتو افغان کارګرو او سوداګرو له پاره د کاري فرصتونو او اسانتیاو پر برابرولو هم د پام وړ پرمختګونه وشول، د سعودي عربستان مشرتابه ژمنه وکړه، چې هېواد به یې افغان کارګرو او سودا ګرو ته کاري فرصتونه او اسانتیاوې پراخه کړي.
ختم- عطاالله
 
-کابل باختر د کب د مياشتې ٣ مه
دا څرګندونې د لغمان نوي والي محمد اصف ننګ پرون په لغمان کې د ده د معرفت په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې په خپله لومړنۍ وینا کې وکړې او زیاته یې کړه، چې په خپل ټول قوت به په دې ولایت کې د قانون حاکمیت او تطبیق او دغه راز د امنیت، ښې حکومتوالۍ او انکشاف په چارو کې ولسي مشورو او د خلکو ګډون ته خاصه توجو وکړي.
دغه غونډه چې د ننګ د ښه راغلي او د لغمان د پخواني والي عبدالجبار نعیمي د مخه ښې په موخه جوړه شوې وه په کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال روح الله نیازي، د ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي حاجي نقیب الله محبت، د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي، د عالمانو شورا رئیس مولوي عبیدالله الکوزي، د ختیځو ولایتونو د ټولنیزې شورا رئیس عبدالخالق حسیني، قومي مخور عبدالهادي واحدي، قومي مشر حاجي تور جان او د ځوانانو په استازۍ حنیف الله شهاب پشه یي په وار سره په خپلو خبرو کې د پخواني والي عبدالجبار نعیمي د کړو خدمتونه ستاینه او قدرداني وکړه او دى یې د لغمان د بیارغونې او انکشاف په برخه کې هغه اتل په ګوته کړ، چې د لغمان لپاره یې د خپل ماموریت په دوره کې بې ساري خدمتونه تر سره کړل.
دغو کسانو د خپلو خبرو په دوام نوي والي ننګ ته د لغمان د امنیت، حکومتوالۍ او انکشاف په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.
وروسته د لغمان پخواني والي عبدالجبار نعیمي په لغمان کې د خپل ماموریت پر مهال د تر سره کړو کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو کې د لغمان د ملکي او نظامي ادارې او د لغمان د ولسونو مرسته او ونډه اخیستنه د پام وړ یاده کړه او له ټولو څخه یې د مننې تر څنګ نوي والي ته په مبارکۍ ویلو سربېره له هغه وغوښتل چې له ده څخه د پاتې نیمګړو کارونو او د لغمان د ولسونو د ګډو ارمانونو د پوره کېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
په پای کې د لغمان ولایت لپاره نوي ګمارل شوى والي محمد اصف ننګ د لغمان د ولسونو د مینې او تود هرکلي څخه په مننې د پخوانیو والیانو تر سره کړي کارونه د قدر وړ وګڼل او زیاته یې کړه چې په خپل ټول توان به د لغمان د امنیت، انکشاف او ښې حکومتوالۍ لپاره شپه او ورځ په جدیت سره کار وکړي.
ننګ همدارنګه د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا په څرګندولو سره زیاته کړه چې حقایق باید هېڅ پټ نشي او هر هغه څه چې د نافذه قوانینو خلاف وي پر وړاندې به یې د قانون سره سم قدم پورته کړو.
د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل چې د روانې تپل شوې ناروا جګړې حل ټوپک نه بلکې ثبات دی او د ثبات په راوستو کې له دولت سره د ولسونو همکاري او ګډ کار کول ډېر زیات ضروري دي.
ننګ د خپلو خبرو په پای کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام دروازه به د ټولو په مخ خلاصه وي او د ولسونو په مشوره به د امنیت، انکشاف او حکومتوالۍ په برخو کې خپل درلودونکي پلانونه یو په بل پسې تطبیق او عملي کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته د هغه لس زره متر مربع بیرغ د سپارلو په مراسمو کې چې د هرات ځوانانو په یو میلیون لاسلیکونو ښکلی شوی وو، ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شول او لومړۍ مېرمن هم پکې حضور درلود په پیل کې د هرات یوه ځوان دغه بیرغ چې د دلکشا ماڼۍ په چمن کې غوړېدلی وو او د دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په خاطر د هرات ځوانانو په یو میلیون لاسلیکونو ښکلی شوی وو، جمهوررئیس ته وسپاره.
هغه د دغه بیرغ د سپارلو پر مهال وویل، دا بیرغ او پر دې د یو میلیون هراتیانو لاسلیکونه د دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ ژمنه بیا تازه کوي.
وروسته جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن دغه بیرغ لاسلیک کړ او د هرات ځوانانو د دې نوښت قدرداني یې وکړه.
جمهور رئیس په یو میلیون لاسلیکونو ښکلی شوی بیرغ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته وسپاره وې ویل، دا یوه لویه او تاریخي هدیه او د دې ښکارندویه ده چې افغانستان ټینګ وحدت او یووالی لري.
وروسته د هېواد جمهوررئیس د هرات ځوانانو سره چې د دې بیرغ د سپارلو په موخه کابل ته راغلي وو، د سلام خانې په ماڼې کې وکتل.
په دې کتنه کې لومړی عبدالناصر ګلراني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، د هرات خلکو د دې بیرغ په استولو سره له جمهوررئیس او ملي یووالي حکومت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
هغه د جمهوررئیس د پروګرامونو د ستاینې ترڅنګ دغه پروګرامونه د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې د راتلونکو نسلونو لپاره مهم وبلل وې ویل، نننی نسل د خپل ځان استازی دی او هیڅوک نشي کولای هغه یرغمل کړي او نن  هر فرد خپل استازیتوب کوي.
وروسته د هرات د ولایتي شورا استازي سیدعظیم کبرزاني خبرې وکړې وې ویل: د هرات خلک قدر پېژندونکي دي او څوک چې خدمت کوي د هغه ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه: د جمهوررئیس په رهبرۍ انکشافي پروژو هراتیان خوښ او هیله من کړل چې نن یې د هرات فضا بدله کړې ده.
کبرزاني څرګنده کړه، موږ هراتیان د افغانستان ټولو خلکو ته دا خوښي غواړو او د امنیت د ټینګښت په خاطر به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ  جنګي لباس پر تن کړو.
هغه څرګنده کړه، هرات ولایت هرکال ۶۷۰۰ ځوان فارغان او د دوکتورا په کچه کدرونه لري او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د هرات ولایت پوهنتونونو ته د ماسټرۍ برنامې د تدریس اجازه ورکړي.
وروسته د هرات ځوانانو په استازیتوب ادریس الکوزي خبرې وکړې وې ویل،د دې ولایت ځوانانو د دې بیرغ په وړاندې کولو سره خپل ملاتړ له جمهوررئیس څخه اعلان کړ. هغه زیاته کړه باید ملي حاکمیت ته درناوی ولرو او د دې پروژو پرانیسته د دې ښکارندویي کوي چې افغانستان تېر ته نه ور ګرځي.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل: نن هغه ورځ ده چې تاسې د هرات خلک د افغانستان د ټولو خلکو د خوښۍ لامل وګرځېدئ، ستاسې له ملاتړه د زړه له کومې مننه کوم.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ بیرغ د دوامداره تحول نښان وو او د نسلونو قربانۍ دا بیرغ رپاند ساتلی. هغه زیاته کړه د ښځې، نر، ځایي خلکو او کوچیانو د یو میلیون لاسلیکونو راټولول د خلکو  ژمنتیا ښیي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، له یو میلیون وګړو د لاسلیکونو اخیستلو نوښت، د ژمنتیا او باورمندۍ نښان دی چې افغانستان له میراثي بحرانونو څخه وځي او په خپلو پښو درېږي.
محمداشرف غني وویل، زموږ بیرغ زموږ د ملي یووالي نښه ده. موږ دا وطن ګټلی او خپل خلک د یوه واحد ملت په حیث د هغه ساتنې، هوساینې او پرمختګ ته رسوو.
جمهوررئیس څرګنده کړه: د افغانستان دښمنان له دې ډارېږي چې دا خاوره دې د دې عظیم ملت په څېر قوي دولت ولري. هغه په ټینګار وویل: موږ هغو کسانو ته چې د قانون حاکمیت نه غواړي، د دې اجازه نه ورکوو چې د پرمختګ مانع شي.
د افغانستان جمهوررئیس وویل، هرات د بیارغاونې لپاره د هراتیانو د ارادې سمبول دی او زه ستاسې له نسله له تاسې سره یم، زموږ مشترکه وجه امید، باور او عقیده ده او ستاسې نسل زما په څیر بې عقدې دی او موږ عقدې ته نه تسلیمېږو او په راتلونکي باورمند یوو.
محمداشرف غني څرګنده کړه، د خواجه عبدالله انصار ښار ټول افغانستان ته چې له سمې عقیدې څخه سرچینه اخلي د تحمل، زغم او تعهد پیغام ورکوي. هغه په ټینګار وویل چې موږ په راتلونکي باورمند یوو او لنډمهاله فکر نه کوو.

Page 2 of 1771