24 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

 صلاح الدين  رباني استعفا وکړه .

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

ګردیز/ د تلې ۱۵ مه / باختر
د پکتیا د مدني ټولنې غړی جمال الدین اخلاص وايي چې په دغه ولایت کې له ډېرو ستونزو سره سره بیا هم د تېر په پرتله د جمهوري ریاست ټاکنې شفافې او رڼې وې.
اخلاص وايي: که څه هم سهار وختي په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم رنګه تر سترګو کېده، خو بیا هم د تمې خلاف د ورځې په اوږدو کې خلکو په دغه ملي بهیر کې پراخ ګډون وکړ.
جمال الدین اخلاص زیاتوي چې وسله والو طالبانو خلکو ته ګواښ کړی و چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، خو بیا هم خلک د وسله والو طالبانو له ګواښونو سره سره راووتل او د خپلې خوښې وړ نوماند ته یې رایه ورکړه.
په همدې حال کې د پکتيا د ځار ټولنيز مرکز مشر دلاور ايوبي وايي: د خلکو غوښتنه وه، چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو امنيتي ستونزې زياتې وې، د هغه په خبره امنيتي ځواکونو د خلکو داسې امنيت تامين کړ، چې هیڅ فکريې نه کېده.
ایوبي وايي چې د ټاکنو بهیر شفاف و، خو په لستونو کې د خلکو د نوم نه پیدا کېدل هغه څه و چې ستونزه یې جوړه کړې وه.
هغه زیاتوي چې په راتلونکې کې باید د ټاکنو کمېسيون داسې يو پلان ولري، چې له راى ورکونې وړاندې د خلکو نومونه مرکزونو ته ورسول شي، څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي او ورسره دې برېښنايي پېژندپاڼې هم ووېشل شي.
د پکتيا یو بل اوسېدونکی عرفات وايي: په ټوله کې ټاکنې ښې وې، خو د بایو مټریک په سیستم کې چې کومې ستونزې موجودې وې بايد کمېسيون يې په راتلوونکي کې ورته د حل لار پيدا کړي،څو خلک له راى ورکونې پاتې نه شي.
په ورته وخت کې د پکتیا د ټاکنو  کمېسیون د عامه پوهاوي مسوول شېر علي فیضي هم ستونزې مني، خو زیاتوي چې دغه ستونزې د تېر په پرتله کمې وې او زیاتې ستونزې په خپل وخت حل شوي دي.
فیضي زیاتوي چې امنیتي ګواښونه او د ښځو د انځور اخېستل هغه څه وو چې د ټاکنو په بهیر کې یې د خلکو ګډون کم رنګه کړ، خو بیا هم په اټکلي ډول څه کم دوه سوه زره رايی کارول شوې دي.
فيضي وويل: د تېرو ټاکنو په پرتله د تلې د شپږمې دجمهوري رياست د ټاکنو ښه والی دا و،چې د امنيت په فضا کې ترسره او درغلۍ پکې نه وې.
هڅه مو وکړه چې په دې برخه کې په پکتیا کې د فیفا او د شکایتونو د کمېسیون نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره او د هغوی د بوختیاوو له امله بریالي نه شو چې دهغوي نظر واخلو.
د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش پر بنسټ د انتخاباتو د وروستيو پایلو اعلام ته څه باندې دوه اوونۍ پاتې دي.
ټاکل شوې ده د انتخاباتو لومړنۍ پايلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پايلې به د لړم په ۱۶مه اعلام شي.
خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي: داسې نه ښکاري چې د لړم په ۱۶مه د انتخاباتو وروستي پايلې اعلام شي.
د دغه کمېسیون مسوولین وايي چې د وروستیو پایلو تر اعلام وروسته به د شکایتونو کمېسیون ۳۹ ورځې وخت ولري چې شکایتونه وڅېړي.
پای/وصال

کابل/ دتلې ١٥مه/ باختر
د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررييس محمد اشرف غني په منظورۍ میرویس ناب په مافوق رتبه بست کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین وټاکل شو.
د جمهوررييس د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند صبغت الله احمدي له رسنیو سره د وروستیو غیر مسوولانه څرګندونو له امله له دندې لرې شو.
میرویس ناب چې تر دې وړاندې په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر و، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د معینیت ترڅنګ د نوي ویاند تر معرفي کولو پورې د دغه وزارت د ویاند او د عامه اطلاعاتو ریاست سرپرستي هم کوي.#
ختم- ج

کابل/ دتلې ١٥مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د زابل د مرکز قلات ښار د ښاروالۍ پر ستونزو او لاسته راوړنو، د ساختماني جواز د صادرولو پر طرزالعمل، د کابل په څلورو سمتونو کې د څلورو ترانسپورټي ترمینلونو لپاره د دندو لایحه او د حضوري چمن د انکشاف پر طرحې هر اړخیز بحثونه وشول.
په پیل کې د زابل ولایت د مرکز قلات ښاروال صدرالدین زېور په قلات ښار کې د تطبیق شویو انکشافي پروژو او پلانونو او د دغه ښار د ستونزو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.
جمهورريیس غني په دې اړه وویل: اړوند ارګانونه باید خپلې منابع او امکانات د قلات ښاروالۍ په واک کې ورکړي، چې د یادو پلانونو او پروژو پر تطبیق اقدام وشي.
وروسته دکابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د ساختماني جواز د صادرولو طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ او ويې ویل، د انکشافي پلان برابرول، د ښاري ډیزاین د چوکاټ مطالعه، د زونونو او کابل ښار انکشافي پلان، د استوګنې د زونونو د مشخصاتو او استوګنې د لږو او متوسطو کورونو او مختلطو سیمو پروسه په دغه طرزالعمل کې  شامل دي.
ورپسې د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار فرید احمد مهمند د کابل په څلورو  لوریو کې د څلورو ترانسپورټي او لوژیستیکي ترمینلونو لپاره د دندو لایحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ویل، د دغو ترمینلونو په ایجاد سره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د ارزښت زیاتولو او وېش مرکزونه له ښاره بهر ولېږدول شي.
هغه څرګنده کړه، د خلکو د اړتیا وړ توکي به د کوچنیو بار وړونکو وسایطو په مټ په ښار کې دننه ووېشل شي.
د غونډې په بله برخه کې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې یو تن مسوول ادریس صادقي د حضوري چمن د انکشاف طرحه وړاندې کړه.
هغه زیاته کړه، د معیاري تفریح ځاى ایجاد، د فرهنګي او اجتماعي ساحو او ورزشي میدانونو جوړول، د پایداره چاپیریال ساتنې ښه والی، د کاري فرصتونو او د دولت لپاره د پایداره عایداتي منابعو ایجاد او د پانګونې په خاطر د خصوصي سکتور هڅول د دغې طرحې موخه ده.
جمهورريیس غني د اړوندو ادارو مسوولینو ته په خطاب کې وویل، د یادو طرحو د تطبیق لپاره دې له اړوند ارګانونو سره په همغږۍ عملي اقدامات وکړي.#
ختم- ج

کابل/ د تلې ۱۴ مه/ باختر
د جمهوري ریاست انتخاباتو په درشل کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې چې په اړه یې دواړو لوریو یوې هوکړې ته د نږدې کېدو ډاډ ورکاوه، لغو شوې.
د افغانستان حکومت په دغو خبرو کې ګډون نه لاره او د حکومت د مشرتابه دریځ دا و چې د افغانانو له مالکیته او مشرۍ پرته د سولې خبرې نه مني.
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
د سولې خبرې له همغه پيله سم لور ته روانې نه وې. ډېرو فکر نه کاوه چې د دوحې  وړۍ دې شړۍ شي. علت یې هم ښه روښانه او څرګند و: د سولې خبرو څرګنده اجنډا نه لرله، د سولې داسې تعریف نه و او لا نشته چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي، د مذاکره کوونکو په اړه هم حالت ګونګ و- یانې دا معلومه نه وه چې څوک باید له چا سره کېني او د سولې په اړه خبرې وکړي. هرڅه د یو تصادف له مخې روان وو او پایله دا شوه چې هرڅه د ټرامپ په یو ټویټ سره په صفر کې ضرب شول.
پوښتنه دا ده چې اوس باید څه وشي؟ آیا همداسې تصادفي هلې ځلې دوام ومومي؟ آیا د سولې پر خبرو غټه تیږه کېښودل شي او جګړه دوام ومومي؟ آیا د سولې د خبرو واک نورو ته ورکړل شي او افغانان ورته لاس تر زنې لاندې کېنی؟ که د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د دغو پوښتنو د ځوابولو هڅه وشي، نو تر هر څه وړاندې باید دا واقعیت له هرراز شک پرته ومنل شي چې جګړه د ستونزې د حل لاره نه ده.
که جګړو ستونزې حل کولای شوای، نو نن به افغانانو یوه ستونزه هم نه درلودای، ځکه پوره څلور لسیزې یې جګړې وکړې. خو یوه ستونزه یې هم حل نه شوه، برعکس د جګړې دوام ستونزې لاپسې ډېرې کړې.
لومړی کار چې ښکیل لوري که کورني دي یا بهرني، باید هغه تر سره کړي، دا دی چې ټول باید دا واقعیت ومني او غاړه ورته کېږدي چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده. د ستونزو د حل لاره خبرې او مذاکرات دي. کله چې ټول دغه واقعیت ومني، نو بیا د سولې پر تعریف او د سولې د خبرو پر اجنډا بحث ترسره کېدای شي.
له بده مرغه د سولې واحد تعریف نشته. عام ولس خو سوله د جګړې درېدل او د افغانانو د وژنې بندول بولي. خو سیاستوال بیا دغه تعریف نیمګړی بولي او  وایي چې دا د سولې یوه برخه کېدای شي، خو نور ګڼ موضوعات شته چې د سولې تعریف بشپړولی شي.
باعزته سوله، سوله د وروستیو کلونو له ټولو لاسته راوړنو سره، سوله له اسلامي او شرعي اصولو سره او داسې نور عبارتونه او تعریفونه ډېر اورېدل کېږي او دا خپله جوتوي چې بېلابېل لوري د سولې په اړه خپلې خپلې انګیرنې او تعریفونه لري او دا کټ مټ هغه څه دي چې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کولای شي.
لومړی باید د سولې یو څرګند او روښانه تعریف رامنځ ته شي، داسې تعریف چې ټولو لوریو ته د منلو وړوي. ټولو ته باید دا روښانه وي چې څه ډول سوله غواړي او کومې خوا ته روان دي. که دغه راز څرګند تعریف نه وي، نو بیا به ټولې هلې ځلې د پخوا په څېر تصادفي وي او ښایي کومه مثبته پایله رامنځ ته نه کړي.
د سولې له څرګند تعریف وروسته د سولې د خبرو اجنډا جوړېدای شي اوهمدارنګه دا هم جوتېدای شي چې څوک باید له چا سره کېني او خبرې وکړي.
اصلي پوښتنه دا ده چې څوک یا کوم بنسټ باید دا هرڅه ترسره کړي؟ ځواب روښانه دی: یوازې غښتلی او پياوړی مرکزي حکومت کولای شي چې دا هرڅه ترسره کړي. یوازې پیاوړی مرکزي حکومت کولای شي چې د سولې په اړه د افغانانو مالکیت او  رهبري تامین کړي او دا بهیر په ښه او بریالۍ توګه پرمخ یوسي. دغه راز پياوړی مرکزي حکومت یوازې د خلکو د پاکو او رڼو رایو پر بنسټ رامنځ ته کېدای شي.
د افغانانو هیله دا ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او دغه راز د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د خلکو پاکې رایې له ناپاکو او جعلي رایو که کارول شوي وي، جلا کړي او رڼې پایلې یې په ډاګه کړي او ټول لوري او انتخاباتي ټیمونه باید دا پایلې ومني او پرېږدي چې بریالی لوری پياوړي مرکزي حکومت جوړکړي او هغه حکومت سولې ته د خپلې کاري اجنډا په سرکې ځای ورکړي.
پاى/ن.ش