25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې دناټو له ملکي استازي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ د تلې ۲۳مه/ باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره وکتل.

په پیل کې ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تیرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د ناټو دوامداره همکارۍ او ژمنې او د افغانستان د سولې د بهیر بریا لپاره د پونټیکورووهڅې وستایلې او مننه یې وکړه.

کویټ او قطر ته د جمهور رييس وروستيو سفرونو ته په اشارې سره ، اتمر د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بریا په تضمین کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه د تاوتریخوالي د لوړې کچې  د کمولو او د تاوتریخوالي کمولو څارنې لپاره د یو معتبر میکانیزم رامنځته کولو پر  اړتیا، چې په پایله کې یې اوربند وشي، ټینګار وکړ.

سفیر پونتیکوو د تاوتریخوالي کمولو او څار لپاره د یوه معتبر میکانیزم پر  رامنځته کیدلو د ټینګار تر څنګ په دوحه کې د مذاکراتو د طرزالعمل د نهایی کیدو په وړاندې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې د طرزالعمل له نهايي کولو سره سم باید مذاکرات راتلونکي مرحلې ته داخل شي چې د بشردوستانه اوربند پر رامنځته کولو او پر نورو مهمو مسایلو چې د دوامداره سولې او ټیکاو سبب ګرځې تمرکز وکړي.

په پای کې، پونټیکوروو په تیرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د لاسته راوړنو ساتنه، د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو څخه او د سولې له بهیر څخه د ناتو د ملاتړ ډاډ ورکړ. اتمر ناتو یو باوري ملګری وباله او په هلمند کې یې د ایتلاف ځواکونو له هوایی ملاتړه مننه وکړه.
 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.