22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

 په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

 جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امرالله صالح د کابل امنيتي مسووليت په غاړه واخيست

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې٢٦مه / باختر
صالح: پر جنايتکار د "مصلحت او ترحم" په نامه هېڅ شی په خپل قاموس کې نلرم.
په داسې حال کې چې په کابل کې امنيت له بل هر وخت زیات د اندېښنې وړ شوى دى، د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح اعلام کړى دى چې دى په خپله د کابل د امنيتي چارو مسووليت په غاړه اخیستی دی.
صالح اعلام کړى دى چې سر له نن ( د تلې له ٢٦مې) څخه به د کابل امنيتي مسايل په مستقيم ډول رهبري کړي.
هغه دغه خبر په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلى دى، هغه تصميم چې د افغانستان د جمهوررييس محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم نیول شوى دى.
کابل په وروستيو ورځوکې د زياتو نا امنيو، جرم او جنايت ډګر دى، دغه وضعيت بېلابېل عوامل لري. د وسله والو طالبانو زرګونه آزاد شوي بنديان چې مطلق اکثريت يې له پخوانيو کسانو سره يوځاى شوي دي، د وروستيو نا امنيو ستر عامل دی.
صالح ژمنه کړې ده چې په کابل کې د ترور، جګړې او جنايت له عواملو سره به مبارزه وکړي او ويلي يې دي: د غلو، لنډغرو، د خلکو ځورونکو، باج اخيستونکو، له قانون څخه د تښتېدونکو، د خلکو او عامه املاکو د غاصبانو، متکرر مجرمانو او د زورواکو نوملړ له مخکې ترتيب شوی دی.
هغه دغه راز ويلي دي چې پر جنايتکار د "مصلحت او ترحم" په نامه هېڅ شی په خپل قاموس کې نلري.
صالح دغه راز ليکلي دي چې د دغه مسوولیت ترڅنګ به خپلې ټولې دندې او مسووليتونه په عادي ډول ترسره کړي.
هغه له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کړې ده چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او له هرې لارې چې کولاى شي، خپل اطلاعات او مسايل ده ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پايتخت اوسېدونکي له شوکمارۍ، وسله والوغلاوو، انسان تښتونو او هدفي وژنو څخه سر ټکوي.
په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او د وسله والو غلاوو د زياتوالي له شکايتونو وروسته، د کورنيو چارو وزارت سرپرست پر مجرمانو د ډزو لارښوونه وکړه.
امرالله صالح د هېواد د کورنيو چارو وزارت د څو اوونيزې سرپرستۍ په وخت کې ښه کارونه ترسره کړل چې يو يې پوليسو ته د ډزو د صلاحيت ورکول و چې د مجرمانو او جنايتکارانو د نيولو او تعقيب لپاره، د اړتیا په صورت کې ډزې وکړي.
دغه راز هغه د لومړي ځل لپاره تر تعقيب لاندې جنايتکارانو نوملړ په ډاګه کړ.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.