17 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ په وياړ د ورزشي  نندارې جوړول

په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ په وياړ د ورزشي نندارې جوړول

پل علم / باختر\ د زمري٢٦مه د هېواد د خپلواکۍ د...

په پروان کې د طالبانو د درېيو مهمو غړو نيول کېدل

په پروان کې د طالبانو د درېيو مهمو غړو نيول کېدل

چاريکار / باختر\ د زمري٢٦مه د وسله والو طالبانو درې مهم...

په بغلان کې د دوو طالبانو نيول کېدل

په بغلان کې د دوو طالبانو نيول کېدل

پلخمري / باختر\ د زمري٢٦مه د بغلان پوليسو نن دوه طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د فلسطین د غړیتوب له امله محمود عباس ته مبارکي وویله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر دليندي دولسمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د څارونکي په توګه د فلسطین غړیتوب له امله خوښي څرګنده کړه او محمود عباس ته  یې مبارکي وویله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
حامدکرزي د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس ته یو لیک استولی او په هغه کې یې ویلي دي: په خوښۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو په اسمبله کې په څرګند اکثریت، د فلسطین دوست دولت ته په دغه سازمان کې د څارونکي په توګه مثبته رایه ورکړه چې له شکه پرته دغه ستره بریا د فلسطین د خلکو او حکومت د پرله پسې او ګټورو هلو ځلو نتیجه ده.
حامدکرزي په دغه لیک کې ویلي دي: اجازه راکړی له دې لارې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د فلسطین د خلکو د دغې سترې بریا له امله د خپلې مبارکۍ مراتب تاسو او ستاسو له لارې د فلسطین ورور ولس ته وړاندې کړم.
د هېواد جمهوررئیس هیله کړې چې دغه بریا د فلسطین د ځوریدلي او مقاوم ملت لپاره د خپلې خاورې د ګټلو او بشپړې خپلواکۍ پیلامه وي.#
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.