19 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د کابل پوهنتون په وړاندې...

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

ـ کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه په داسې حال کې چې...

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د پروان پولیسو د ډایاک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نړیوالو اړیکو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي سلاکار وزیر ډاکټر یحیی معروفی، نن مازیګر د پاکستان د اسلامي جمهوریت له ایالتي وزیر انجنیر شوکت الله سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل -باختر دليندي دولسمه:
په نړیوالو اړیکو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت  د جمهور رئیس حامد کرزي سلاکار وزیر  ډاکټر یحیی معروفی، نن مازیګر د  پاکستان د اسلامي جمهوریت له ایالتي وزیر انجنیر شوکت الله سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغان مهاجرینو  پر داوطلبانه بیا راستنیدو او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په باب خبرې اترې وکړې.
ښاغلي معروفي پاکستاني پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس حامد کرزي نیک هیلې وړاندې کړې او په داوطلبانه ډول یې د افغان ګډوالو د راستنیدو په  برخه کې له پاکستان سره د هر ډول همکارۍ،  ژمنه وکړه. 
ښاغلي معروفي د افغان ګډوالو د بیا راستنیدو لپاره پر اغېزمنې لارې باندې د ټینګار په ترڅ کې د پاکستان له هېواد او ولس نه مننه وکړه چې د کوربه هېواد په توګه یې د اوږدې مودې لپاره له افغان ګډوالو څخه صادقانه میلمه پالنه وکړه او دوی ته یې په خپل هېواد کې د اوسیدو شته امکانات برابر کړل.
د پاکستان ایالتي وزیر او د پاکستاني پلاوي مشر ښاغلي شوکت الله هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د حکومت په همکارۍ او هڅونې له پاکستان څخه ګڼ شمېر افغان ګډوال په داوطلبانه توګه بیرته افغانستان ته راشي او د خپل هېواد  د پرمختیا او بیارغاونې په بهیر کې ونډه واخلي.
سلاکار وزیر یحیی معروفي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته اشاره وکړه، وې ویل: افغانستان او پاکستان له یو بل سره کلتوري، تاریخي او ژبني پیوندونه او اړیکي لري او د افغان ګډوالو د بیا راستنیدو مساله د دوو وروڼو هېوادونو تر منځ یوه ګډه مساله ده چې د حل لپاره یې باید د اړوندو نړیوالو سازمانونو په ملاتړ او مرسته  عملي لارې چارې ولټول شي.
 

Last modified on Monday, 03 December 2012 04:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.