31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

دوه شپانه بدخشان کې  په يوه چاودنه کې  ووژل شول

دوه شپانه بدخشان کې په يوه چاودنه کې ووژل شول

فيض اباد / د غبرګولي ١١ مه/ باختر دوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دناټو په غونډه کې دافغانستان دموضوع په باب خبرې کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بروکسل – باختر دليندۍ ديارلسمه
ټاکل شوې ده دناټو دغړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران سبا په بروکسل کې غونډه وکړي او دافغانستان ،دموضوع په ګډون ديو لړ مهمو نړيوالو موضوعګانو په باب خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به ددغې مسلې په باب هم خبرې وشي چې له ٢٠١٤ م کال وروسته له افغان امنيتي ځواکونو سره په کال کې د ژمنه شويو څلورو ملياردو ډالروڅخه څه ډول اداره او تنظيم شي.
دناټو يو ديپلو مات وويل چې  دافغانستان حکومت غواړي چې ددغو پيسو لګښت په خپله په لاس کې ولرلي خو په افغانستان کې دپراخ فشار دشتون په باب به دلويديځ انديښنې ددې سبب شي چې ناټو په خپله له ٢٠١٤ کال وروسته له افغان ځواکونو سره دنړيوالو مرستو په تنظيم کې مهم رول په لاس کې ولري.
ټاکل شوې ده دافغانستان دبهرنيو چارو  وزير ډاکتر زلمى رسول دناټو دسبا اوبل سبا په غونډو کې دافغانستان دحکومت استازيتوب وکړي په لويديڅ کې کورني فشارونه دافغانستان دجګړې دپاى ته رسيدو لپاره زيات شوي دي.
دهمدې خبر له مخې، دپاکستان دبهرنيو چارو وزيره به هم دناټو په دغو غونډوکې ګډون وکړي، ټاکل شوې ده دناټو دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په راتلونکي غونډه کې دروسيې او امريکا دبهرنيو چارو وزيران له يوبل سره وکوري او دافغانستان دموضوع په ګډون ديولړ دوه اړخيزو موضوعګانو په باب خبرې وکړي چې دناټو دويندوى دڅرګندونو له مخې، ددغې کتنې هدف دروسيې داړيکو پياوړتيا اود سوريې په موضوع کې ددغه هيواد په همکارى او دغه راز له افغانستان څخه دناټو دځواکونو وتلو ته داسانتياو برابرول دي.
ډامريکا دبهرنيو چارو وزيره ميرمن هيلرى کلنتن دناټو په غونډه کې دګډون په مقصد اروپاته سفر کړى دى.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.