24 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دالمان جمهور رييس په افغانستان کې ددغه هيواد دميشتو پوځيانو قرارګاه وکتله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
دالمان جمهور رييس ديو سفر په ترڅ کې چې نه و اعلام شوى  افغانستان ته راورسيد او په مزارشريف ښار کې  يې دخپل هيواد له  ميشتو پوځيانو سره وکتل .
يواخيم ګاوک ددغه سفر په بهيرکې له الماني پوځيانو سره دافغان پوځيانو دروزنې او سمبالولو دبهير او هغوى ته دامنيتي مسووليتونو دسپارلو او په افغانستان کې د امنيتي حالاتو په باب خبرې کړې دي .
دالمان جمهور رييس دخپل هيواد دپوځيانو دهڅو او هاند له امله چې دده په خبره په افغانستان کې دسولې د ټينګښت، دموکراسي او سوکالي په لاره کې  ميړانه ښيئ قدرداني وکړه .
ده په دې کتنه کې دافغانستان دبيا جوړولو او دافغان پوځيانو دروزنې اوسمبالولو لپاره دخپل هيواد دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دالمان جمهور رييس يواخيم ګاوک اوميرمن يې دانيلاشات پرون دمزارشريف ښار ته ورسيدل او دخپل هيواد دپوځيانو په قرارګاه کې يې په ماښامنيو مراسمو کې ګډون کړي دي .
دا دويم جګپوړي الماني مقام دى چې په وروستيو شپږو مياشتو کې مزارشريف ته سفر کوي .
مخکې له دې دالمان صدراعظمې په يونه اعلام شوي سفر کې دغه ښار ته سفر وکړ او دخپل هيواد له پوځيانو او افغان سيمه ئيزو مقاماتو سره يې دامنيتي حالاتو ، دبيا جوړولو دبهير او دافغان پوځيانو دچمتو کولو په باره کې خبرې وکړې .
المان له امريکا او انګلستان وروسته په افغانستان کې زيات شمير پوځيان لري .
له افغانستان څخه دبهرنيو پوځيانو دوتلو زماني جدول ته درانږدې کيدو په درشل کې المان دافغان پوځيانو دروزنې اوسمبالولو په لاره کې خپلې هلې ځلې چټکى کړى دى .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.