13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فضل هادى مسلميار دپکتيا ولايت له يو شمير سپين ږيرو او دولايتي شورا له غړو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
دملي شورا دمشرانو جرګې رييس فضل هادى مسلميار نن دپکتيا ولايت له يو شمير سپين ږيرو او دپکتيا دښاري شورا له غړو سره وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې  ددغې شورا رييس ددغه ولايت دخلکودمهمو ستونزو دجوتولو په ترڅ کې  تر ګرديز پورې دډنډ پټان دترانزيتي لارې دکار دپيل په باب چې داوارولو کار يې بشپړ  شوى خو دپخولو کار يې په نامعلومو دلايلو دفوايد عامې وزارت له خوا ځنډول شوى دى او هم دصنعتي پارکونو د جوړولودکار د نه پيليدو په اړوند چې خلکو دسيمه ئيزې روغتياساتنې په خاطر خپلې شخصي ځمکې وقف کړي دي په پکتيا پوهنتون کې دمسلکي کاردونودکمښت ، دجمهوري رياست پارلماني او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دراي ورکوونکو دکارتونو دويشل دڅرنګوالي او درايو ورکولو دسيمو د ټاکنې او دنورو مسئلو په باب يو لړ وړانديزونه طرحه کړل او دمشرانو جرګې له مشرتابه څخه يې په دغو برخو کې دهمکاري غوښتنه وکړه .
دمشرانو جرګې رييس ژمنه وکړه چې دخپلو قانوني واکونو په چوکاټ کې به دهغوى ستونزې او وړانديزونه حل کړي او هم به دولس ګونو کميسيونونو ته لارښوونه وشي چې دغه وړانديزونه له حکومتي مسوولينوسره طرحه کړي او دحل لارې چارې يې  ولټوي .
دغه راز دمشرانو جرګې رييس دپارلمان دکندک سمونوال محمد عارف ابراهيم خيل ، ددغه کندک ددريم ټولګي  دقوماندان لومړى  څارن محمد اغا او دپارلمان دمحافظت  دتولي  دمرستيال  لومړى څارن پرديس  دنه ستړې کيدونکو خدمتونو په درناوي دمشرانو جرګې ستاين ليکونه دوى ته ورکړل او دهغوى دلازياتو برياليوبونو هيله يې وکړه .
ديوبل خبر له مخې، دسناتور محمد امين صافي په مشري د مشرانوجرګې ددفاعي چارو دکميسيون هيئت پرون دملي دفاع وزارت دځمکنيو قوتونو عمومي قوماندانۍ وکتله .
  په دې کتنه کې دځمکنيو قوتونو لوى قوماندان جنرال مراد علي مراد او نورو مسوولينو ددغې قوماندانۍ دکاري استقامتونو په باب معلومات ورکړ او ويې ويل چې دملي اردو ځواکونه دځمکنيو قوتونو ، هوايي پوځ او کوماندو د ځواکونو په چوکاټ کې په اړوندو فعاليتونوبوخت دي او هلې ځلې کيږي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي په مستقل ډول دهيواد او دهغه دګټو دفاع ته چمتو شي او هرراز کورنيواوبهرنيوګواښونو ته ځواب ووايي .
  دځمکنيو  قوتونو لوى قوماندان زياته کړه چې داحتمالي دښمن او دهغه دتعرض تحليل او څيړنه  په افغانستان کې دژيوپولتيک او ستراتيژيک حالت په پام کې نيولو سره دى له دې امله له  ٢٠١٤ کال وروسته دمستقلانه دفاع لپاره دملي اردو پرمختيا ، سمبالولو او تمويلول  يو ضرورت دى او وړانديز يې  وکړ چې دافغانستان دوسله والو ځواکونو دلازياتې ځواکمني په خاطر دى ، نړيواله ټولنه په خپلو  ژمنو عمل وکړي او دستراتيژيکي تړون په لاسليک کولو کې دى دې کار ته لازمه پاملرنه وشي .
وروسته دمشرانو جرګې ددفاع چارو دکميسيون رييس محمد امين صافي دهيئت په استازيتوب له وسله وال دښمن  سره دمبارزې په ګډون په بيلابيلو برخوکې دافغانستان د ځمکنيو خدمتونو دپرسونل دفعاليتونو په باب وويل چې دافغانستان خلک په خپل ملي اردو وياړي او په هغوى باور لري او دافغانستان دخلکو يوازنۍ هيله ددوى ملي اردو ده .
ده دملي اردوجنرالان او افسران صداقت، ښه کار او دملي او ديني ارزښتونو ساتنې ته وهڅول او په پاى کې دغه هيئت دځمکنيو قوتونو داوپراتيفي سوق او ادارې دارتباط عمومي مرکز او دعمومي قوماندانۍ بيلابيلې برخې وکتلې .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.