13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اسپانیا علاقه لري چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرغومي دويمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن سهار د اسپانیا هېواد له صدراعظم    (ماریانو راخوی) سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې  کتنه کې چې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په باب پکې خبرې وشوې، د اسپانیا صدراعظم د دغه هېواد د دباچا ښې هیلې او سلامونه حامدکرزي ته و رسول، وې ویل چې اسپانیا علاقه لري چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي او له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د اسپانیا صدراعظم وویل په تېرو لسو کلونوکې چې په افغانستان کې حضور لرو هڅه مو کړې ده چې د هرات او بادغیس ولایت له خلکو سره مرسته وکړو ترڅو هغوي ښه ژوند ولري.
د اسپانیا صدراعظم همدا راز وویل چې هېواد یې علاقه لري چې د لمریزې انرژۍ، د اوبو سکټور، ودانولو چارو، د اوسپنې پټلۍ او په نورو برخوکې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ده وویل چې اسپانیا هغه هېواد دی چې په دې برخه کې لازم تخصص لري او کولای شي له افغانستان سره په دې لاره کې ښې همکارۍ وکړي.
حامدکرزي په تېرو لسو کلونوکې د افغانستان له خلکو سره د اسپانیا د مرستو او همکاریو  له امله د مننې په ترڅ کې په افغانستان کې د هغه هېواد پانګې اچونې ته هرکلی ووایه ، وې ویل موږ د اسپانیا پانګه والو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې به له خپلې پانګونې څخه ښه ګټه ترلاسه کړي.
د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته اشاره وکړه، وې ویل دغه شرکتونه په افغانستان کې د پانګې اچونې ښې بېلګې دي چې اوس مهال اتلس میلیونه مشترکین لري او په تېرو لسو کلونوکې یې په هېواد کې له خپلې پانګې اچونې څخه ښه ګټه ترلاسه کړې ده.
حامدکرزي همدا راز په افغانستان کې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د انتخابوتو له ترسره کېدو ډاډ ورکړ، وې ویل چې د افغانستان حکومت به په ټول توان هڅه وکړي چې د افغانستان خلک په بشپړ مصونیت سره د رایو ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او له هر راز  فشار او بهرني نفوذ پرته د خپلې خوښې وړ جمهوررئیس وټاکې.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.