22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل –باختر دمرغومى ديارلسمه :
ټاکل شوې ده دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په نږدې راتلونکى کې ديو کارى سفر لپاره دامريکا متحده ايالاتو ته لاړ شي.
دغه سفر دامريکا دجمهور رييس بارک اوباما په بلنه ترسره کيږي چې په هغه کې به دامريکا له متحده ايالاتو سره دافغانستان داړيکو او دسيمه ييزو مسئلو په باب خبرې وشي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دامريکا متحده ايالاتو ته د حامد کرزي دسفر پروګرام دراتلونکي اوونۍ لپاره ټاکل شوى دى .
سياسي کارپوهانو امريکا ته دحامد کرزي نږدې راتلوونکي سفر دافغانستان دسياسي او اقتصادي راتلوونکي لپاره ارزښتناک بللى دى او داپه داسې حال کې ده چې افغانستان او امريکا دامنيتي همکاريو ديو سند دلاسليک کولو په مقصد په خبرو بوخت دي. مخکې له دې دامريکا متحده ايالاتو له افغانستان سره دستراتيژيکي همکاريو تړون لاسليک کړى دى او افغانستان يې خپل ستراتيژيک متحد هيواد بللى دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست ويندوى ويلي دي چې حامد کرزى به  په دې سفر کې دامريکا له جمهور رييس او له نورو امريکايي مقاماتو سره دامينتي همکاريو ،دامنيتي مسوليتونو دليږدونې په ګډون دمهمو مسئلو،سياسي او اقتصادي مسئلو ،دامنيتي ځواکونو دسمبالولو او پياوړتيا ،له ٢٠١٤ کال ورورسته کلونو ،دبدلون دلسيزې ددغې لسيزې دتمويلوونکو ،او دبدلون په لسيزې پورې داړوندو مالي مرستو دلارو چارو او څرنګوالى په باب خبرې وکړي.
دسياسي کارپوهانو په باور امنيتي همکارى اوله ٢٠١٤ کال ورورسته ديو شمير امريکايي عسکروپاتې کيدل په افغانستان کې دهغوى دشتون څرنګوالى ،اقتصادي مسئلې او له مخالفينو سره خبرې ددغو خبرو محور دى .
دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو ديو سند دتدوين په باب خبرې په داسې حال کې طرحه کيږي چې پخوا دغو دواړو هيوادونو له اوږدو او هراړخيزو خبرو وروسته دستراتيژيکي همکاريو سند لاسليک کړ.
په دې سند کې دافغانستان په وړاندې دبهرنيو لاس وهنو په اړوند دامريکا دريز مشخص شو خوافغانستان ونه کړى شول ددغه سند له مفادو څخه استفاده وکړي او دغه راز دبهرنيانو له څرګندو او پټو لاس و هنو څخه له رامنځته شويو ستونزو سره لاس او ګريوان و .
دا دافغانستان په دولت پورې اړه پيداکوي چې د امنيتي همکاريو دسند په لاسليک کولو کې تيرې تجربې په پام کې ولري ځکه بهرني لاس وهنې پراخې دي او دهمکارى هر راز سند دې بايد عملى او حقوقى اړخ پيدا کړي .
سياسي کارپوهان دحامد کرزي ددغه حرکت درناوى کوي چې دامريکا متحده ايالاتو ته له سفر مخکې يې له جهادي او سياسي شخصيتونو سره صلا مشورې کړي دي او دهغوى نظر يې او وړانديزونه له ځان سره لري.
له شک پرته دافغان مقاماتو خبرې او دهغوى دريز به دملي ګټو پربنسټ تکيه ولري. له بلې خوا په دغو خبرو کې دهيواد ددفاعى او امنيتي ځواکونو دسمبالولو مسئله طرحه کيږي هغه مسئله چې په تيرو لسو کلونو کې کمه پاملرنه ورته شوې ده اونن ورځ دفاعى او امنيتي مرکزونه سيمه ييز انډول نه لري. او دهوايي پوځ امکانات په ډيره ټيټه کچه کې دى.
دامريکا متحده ايالات ديو داسې هيواد په توګه چې په تيرو وختونو کې يې له افغانستان سره ډيرې زياتې مرستې کړي دي او ځاى دهيواد دامنيتي او دفاعى ځواکونو په سمبالولو ژمن بولى.
هيله کيږي چې دواشنګټن خبرې وکولاى شي دافغان امنيتي ځواکونو دسمبالولو بهير لا زيات ګړندى کړي.
په دغو خبرورکې بله موضوع دبدلون لسيزه ده ،دناټو مشرانو دامريکا په شيکاګو کې په خپلې وروستي غونډه کې ژمنه کړې ده چې په دغو لسو کلونو کې بايد له افغانستان سره داسې مرسته وشي چې دتيرو کلونو برياليتوبونه وساتل شي او په امنيتي او اقتصادي برخو کې په ځان د ډډې لګولو لپاره دافغانستان ظرفيت او ځواکمني لوړوالى پيدا کړي.
دغو هدفونو ته رسيدل مشخصو پروګرامونو او دنړيوالو پوځونو ملاټر ته اړتيا لري.
دواشنګټن په نږدې راتلوونکوخبرو کې دبدلون په لسيزه کې دکار په څرنګوالي باندې خبرې کيږي او په دې اړوند د دواړو لورو همکاري او دريځ مشخص کيږي .
دامريکا متحده ايالاتو ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دسفر پروګرام په داسې حال کې جوړ شو چې افغانستان دبهرنيو اړيکو پراختيا ته دخپل کار په سر کې ځاى ورکړى دى او په متقابل درک باندې ټينګار کوي اوله نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې په بشپړ صداقت سره دې دنړيوال هويت دلازيات تثبيت ،له تروريزم سره دمبارزې چې بهرني عوامل لري ،دامنيت دتامنيولو، له اداري فساد سره دمبارزې ،اقتصادي پراختيا او په بيلابيلو برخو کې په ځان د ډډې لګولو په لاره کې له دغه هيواد سره مرسته وکړي او دافغانانو او دنړيوالې ټولنې ترمنځ داعتماد او باور فضا پياوړې کړي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.