21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دعبرى سندونو داسترداد غوښتنه وکړ.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دمرغومې ١٩ :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون اسراييلو له خوا په عبرى ژبه دافغانستان دلرغونو سندونو پيرودل دنړيوالو کنوانسيونونو د اصولو او مصوبو او دهيوادونو دمعنوى شتمني مالکيت ته د درناوى پرخلاف اعلام کړل.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل چې د رارسيدلو خبرونو له مخې، اسراييلو په عبرى ژبه  په يوولسمې ميلادي پيړۍ پورې اړوند چې له پنځمې هجرى پيړۍ سره سمون خورى لرغونې سندونه چې دافغانستان په شمال کې له يوې سمڅې څخه دتاريخى آثارو دقاچاق وړونکو لاس ته ورغلي دي له قاچاق وړونکو څخه پيرودلې دي او ديونسکو سازمان څخه غوښتنه کوو چې ديونسکو د١٩٧٠ او ١٩٩٥ کنوانسيونونو دمصوبو له مخې له اسراييلو څخه افغانستان ته ددغو سندونو دبيرته ستنولو زمينه برابره کړي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.