يوناما د حقيقت موندلو له هيئت سره همکاري کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
دملګرو ملتوسازمان د معاونت د فتر يوناما د افغانستان د حکومت د حقيقت موندلو د هيئت د لارښوونو د اجراکولو غوښتنه وکړه چې د افغانستان په جيلونوکې دناوړه چلند په باب رپوټ ورکړى دى.
د باختراژانس د خبرله مخې: يوناما په دې وروستيو وختوکې يوه خبرپاڼه خپره کړې ده چې پکې  غوښتل شوى دى چې د افغانستان حکومت دې د حقيقت موندلو د هيئت لارښوونې اجرا کړي .
دغه  هيئت وروسته له هغه دحکومت له خوا په هيوادکې دجيلونو اوبنديانو دحالت په څيړنې مامور شو چې يوناماد جنوري په شلمه نيټه داسې رپوټ خپورکړچې په هغه کې له بنديانوسره ناوړه چلند او د افغانستان په جيلونو کې  دځورونې د شتون په باب خبرې پکې  وې .
موظف شوى هيئت په دې وروستيو وختو کې خپل رپوټ دهيواد جمهور رييس ته وړاندې کړ . دغه راز دوى په يوه خبري غونډه کې د خپلو څيړنوپه باب خبريالانو ته معلومات ورکړل.
دحقيقت موندلو د هيئت په رپوټ کې په دې ترڅ کې چې د افغانستان په جيلونو کې يو شمېر ستونزو ته اشاره شوې وه او له بنديانوسره د ناوړه چلند شتون  تر يوې اندازې پورې پکې تائيد شوى و.
د هيئت غړو په يوناما تور ولګاوه چې هغوى د رپوټ د برابرولو په لاره کې لازمې همکاري نه دې کړي.
اوس يوناما په دې ترڅ کې چې د دغه رپوټ له محتوا څخه خوښي څرگنده کړې ده، اعلام يې کړى دى چې له موظف هيئت سره  همکاري ته چتو دى.

back to top