25 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمدکريم خليلي دميرمن پارک جون هي دلوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دويم مرستيال محمدکريم  خليلي  نن دجنوبي کوريا دمنتخبې جمهورې رييسې پارک جون هى دلوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې:
په  دغو مراسمو کې چې ديو زيات شمير  بهرنيو ميلمنو اوپه سيول کې دبهرنيو هيوادونو دسفيرانو په ګډون پرځاى شول   دترانسپورت او هوايي چلند وزير داودعلي نجفي اوپه سيول کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت لوى سفير محمديونس فرمان هم ګډون کړي و.
دجمهوري رياست دويم مرستيال اوملګرو يې په هغې ماښامني ميلمستيا کې برخه  واخيسته چې دکوريا دنوى جمهورې رييسې له خوا جوړه شوې وه.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.