15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوزيرانو شورا په نوبتي غونډه کې يو لړ مسلې وڅيړل شوې او تصميمونه ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٧ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهوررييس  حامدکرزي په مشري د وزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه.
دچارو دادارې او دوزيرانوشورا ددارلانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې دوزيرانوشورا  له بهرنيو  مرستو  څخه داستفادې دڅرنګوالې په باب خبرې وکړې او دبهرنيو چارو او دماليې وزارتونه يې موظف کړل  چې  دخپلو همغږي دغونډو په ترڅ کې دې له دونرونو سره  تفاهم وکړي   چې خپلې مرستې  دې دافغانستان دملي واکمني اصل  او دنړيوالو کنفرانسونو اوغونډو په ترڅ کې  خپلو  ژمنو ته په پاملرنې سره  دملي بودجې له لارې ولګوي .
په همدې ترتيب ټول دولتي ارګانونه موظف کړاي شول چې تمويلوونکو هيوادونو او دنړيوالو سازمانونو دمرستو جذب اولګښت دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې وزارت له لارې ترسره کړي  اوله بهرنيو  تمويلوونکو سره  له مستقيمو خبرو څخه دې ډډه وکړي.
وروسته دوزيرانو شورا ، دبهرنيو چارو وزارت اود جمهوري رياست دمقام  دملي امنيت  سلاکار موظف کړل  چې دايران په اسلامي جمهوريت کې د شپږوتنو افغانانو  داعدام اودهيواد دهغو اتباعو موضوع چې ددغه هيواد په جيلونو کې  شپې سباکوي  اوداعدام  اويا داوږد بند په مجازاتو محکوم دي  دايران داسلامي جمهوريت له لورى سره دديپلوماتيکي لارې طرحه کړي اوپه حل کولو کې دې ټولې ممکنې هلې ځلې وکاروي .
وروسته دوزيرانو شورا  په پښتو او دري ژبو ددکتورا دپروګرام دجوړولو په باب دلوړو زده کړو دوزارت  دوړانديز هرکلي وکړ او دغه وزارت ته يې دنده وسپارله  چې په دغو پروګرامونو کې دې  نوى  اکاډميک اوڅيړنيز پروګرامونه په پام کې ونيسي او عملي يې کړي.
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ ، لوړو زده کړو او دپوهنې وزارتونه موظف کړاي شول  چې دملي او تاريخي  وجيبې په پام کې نيولو سره دې   اړونده وزيران  او  متبوع مرکزونه يې  دملي ژبو  دلهجو ، خصوصيت  اوهويت ، اصالت  وساتي  او احيايې کړي ، په تيره بيا دراډيو ګانو او تلويزيونونو په خپرونو کې دې دملي  ژبو اصيلو لهجو ته خاصه پاملرنه وکړي  او دغير معياري لهجو ، نامانوسو کلمو له  خپرونو او له پرديو  ژبو او لهجو  څخه له استفادې څخه دې په کلکه ډډه وکړي .
له اجنداسره سم  دلوړو  زده کړو وزير دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو دڅيړنې نتيجې غونډې ته داسې طرحه کړې :
دغه څيړنه  دهغو موسسو دمعياري کولو په باب چې  دتقنيني سندونو اود هيواد دلوړوزده کړو دپاليسو پرخلاف فعاليت کوي  اويا دهغوى دلوست  کيفيت معياري نه دي  دافغانستان داسلامي جمهوريت د  جمهوررييس د ١٣٩١ کال  دزمري دمياشتې د پنځمې  نيټې د  ٤٥ ګڼه فرمان له مخې  ترسره شوې ده . ددغې څيړنې په نتيجه کې دخصوصي لوړو زده کړو موسسې  د
( عالي ، ښه  ، قناعت بخښونکي او کمزوري ) په سويو  په څلورو ګټه ګوريو ويشلي شوي دي . چې له دې جملې څخه  دکابل ، بلخ ، هرات ، ننګرهار ، تخار ، سمنګانو ، کندز ، فارياب ،  جوزجان  اوبغلان په ولايتونو کې  دخصوصي لوړو زده کړو   د دوه شپيتو  فعالو موسسو له جملې څخه  دلوړو زده کړو څوارلس موسسې  په ښه  کټګوري کې ، څلورديرش په قناعت بخښونکي کټګوري کې   او څوارلس نورې په   کمزوري کټګوري کې بللي شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دښې درجې لپاره  تشويقي زمينې  اودقناعت بخښونکواو  کمزورو درجو لپاره  په هغه صورت کې چې  تر نورو دوو مياشتو پورې  په توصيه شويو اصلاحاتو  لاس  پورې نه کړي  ، تاديبي  مويدات په پام کې نيول شوي دي .
دوزيرانوشورا دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو دڅيړنې طرحه تصويب کړه او دلوړو زده کړو وزارت يې  ددغو موسسو په دايمي څيړنې اوتطبيق  موظف کړ.
وروسته  دبيا   جوړولو  دولايتي ټيمونو دړنګولو  چوکاټ دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي ادارې  درييس له خوا  غونډې ته طرحه  او څرگنده شوه چې  د٤٥ ګڼه فرمان لارښوونې په رڼا کې  دغه  طرحه داقتصاد ، ماليې  او دکورنيو  چارو دوزارتونو  اودنورو اړوندو  مرکزونو  په  همکاري برابره شوې ده  چې مهم هدفونه يې   دسيمې په کچه  دامنيتي او پرمختيايي برياليتوبونو ساتنه  ، دبيا جوړولو دولايتي ټيمونو  له وتلو وروسته  دستونزو  دنه رامنځته کيدو په باب  دډاډ  ترلاسه کول  ، په دايمي  حکومتي  جوړښتونو ددغو سيستمونو بدلون   اوپه هغو ولايتي پروژو کې  دوزارتونو درول   مشخص کول  دي  چې دبنسټيزو پروژو ،دساتنې او څارنې او لوژستيک په برخه کې  دملاتړ ، تخنيکي  ملاتړونو   او دبيا  جوړولو دولايتي ټيمونو دوسايلو اواډو دليږدونې په ګډون  په څلورو   مهمو فعاليتونو متمرکز د ي .
دوزيرانو شورا دبيا جوړولو دولايتي ټيمونو دړنګولو د چوکاټ طرحه تصويب کړه  او دماليې اوداقتصاد وزارتونه  اودسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي ادارې لوى رياست يې دهغې په تطبيق موظف کړل .
وروسته   دوزيرانو شورا  داقتصادي  کميټې ١٩ _ ٢٠   او ٢١ ګڼه پريکړې په دې ډول غونډې ته طرحه شوې .
په پيل کې  دښار جوړولو دچارو وزير دکابل  ، هرات ، باميانو، جلال اباد، مزارشريف ، کندز  اودقندهار دښارونو ماسترپلان غونډې ته طرحه کړ  .
دوزيرانو شورا دماسترپلانونو طرحه او تطبيق دهيواد دراتلوونکي نسل  داقتصادي اوټولنيزې ودې لپاره مهمه  زمينه وبلله او دغه وزارت يې موظف کړ   چې دماسترپلانونو اساسي اړخونه  لکه  دشنو ساحو ساتنه پارکونه  ، دتجارتي او داستوګنې دساحو تفکيک  ، ترانسپورتي سيستمونه  ، کاناليزاسيون  ، اوبو رسول ، بريښنا په اوږدمهال کې د وګړو  وده ،  دتاريخي  اثارو ساتنه ،  دلوړ پوړيزو څرنګوالي اودخصوصي ښارګوټو شمير په ښاري ماسترپلانونو کې  مشخص کړي  او دهغو دارزښت په دليل خپلې طرحې دې  دوزيرانو شورا فوق العاده غونډې ته چې په راتلوونکي اوونۍ کې به جوړه شي ، وړاندې کړي .
وروسته  داقتصاد وزير  دروان  کال په نهو مياشتو کې دپرمختيايي پروژو دتطبيق څرنګوالي  غونډې ته داسې طرحه کړ  :
په  ١٣٩١ کال  کې  د اووه اويا  نويو پروژو او د څلور څلويښتو انتقالي پروژو په  ګډون  پنځه سوه شل پروژې   دشپږسوه شپږويشت اعشاريه  مليونو ډالرو اختياري بودجې  اود يوزرو څلور سوه اته پنځوس اعشاريه اوو  مليونو ډالرو  غيراختياري بودجې  په ګډون د دوه زره پنځه اتيا اعشاريه پنځومليونو ډالرو په پرمختيايي  بودجې په سرجمع چې  ډيره زياته پانګونه  دبنسټونو اودطبيعي منابعو اوکرکيلي اودکليو دپرمختيا په سکتورونو کې شوې ده ، طرحه  او برابرې شوي دي .
دروان کال دنهو مياشتو په بهيرکې  له ټولې پرمختيايي بودجې څخه يو زروپنځه
پنځوس اعشاريه  نهه مليونه ډالره يا له دريو برخو څخه دوه برخې بودجه دوزارتونو او ادارو  په پرمخيتايي پروژو کې لګول شوې ده   چې دپنځه ديرشو پروژو کار بشپړشوي دي   اود درې سوه نولسو پروژو کار دوام لري  او ديوسلو نهه ديرشو  پروژو کاردلازمو سندونو دنه بشپړيدو په نسبت تراوسه پورې نه دى پيل شوى  او اووه ويشت پروژې په هغو پروژو کې شاملې دي  چې په ١٣٩٠ کال کې بشپړې شوي دي خو مالي تصفيه يې دروان کال له بودجې څخه شوې ده .
له  ١٣٨٧ کال څخه تر ١٣٩١ کال پورې  دپرمختيايي بودجې لګښتونو صعودي تګلوري درلود چې دپروژو په تطبيق کې دظرفيتونو دلوړيدو اوپه دې برخه کې دادارو  دجدي پاملرنې څرگندوى دى .
له بلې خوا  له پرمختيايي بودجې څخه د زياتې استفادې په مقصد   دجمهوري رياست د حکم موظف کميسيون ، يولړمشخص پيشنهادونه برابرکړي دي چې  له  اوږدو خبرو وروسته  تائيد شول .
دغونډې دکار په دوام دماليې وزير له اقتصادي جرمونوسره دمبارزې  طرحه  غونډې ته وړاندې کړه او څرگنده يې کړه چې دغه طرحه دهغي ستراتيژي مسوده ده چې  دهغي په رڼاکې به افغانستان ددې وس ولري  چې  دپيچلو اقتصادي جرمونو دکشف  ، مخنيوي ، تحقيق  اوڅارنې ځواکمني پيداکړي.
ديادونې وړ ده  چې  په پيچلو اقتصادي  جرمونو کې بانکي تقلب ، دپيسو دله منځه وړلو اختلاس  ،  دمالياتو اود ګمرکي محصول له ورکړې څخه تيښته ، غير مجازه سوداګرۍ ، دتروريزم دتمويل  ،  اداري فساد او نورشامل دي .
دوزيرانوشورا له  اقتصادي  جرمونوسره دمبارزې طرحه تصويب کړه او دماليې وزارت يې موظف کړ چې دغه طرحه  دې  دکاري ډلې په همکاري تطبيق کړي.
ورپسې  کابل ښاروال  دپلورنې په وخت کې  دمکروريانونو داپارتمانونو دپلورنې په سلو کې   ديوې افغانۍ  اخيستل  غونډې ته طرحه کړل  چې دکافي قانوني دلايلو  دنه شتون په نسبت   دتصويب وړ ونه گرځيدل .
وروسته دعدليې وزير  دښاري خدمتونو دمحصول داخيستلو  پرځاى دتجارتي مالونو دګمرکي تعرفي په سلو کې  دصفر اعشاريه  پنځه ويشت زياتوالي  دبيا څيړنې په باب دموظف کميسيون نظر  غونډې ته طرحه کړ او زياته يې کړه  چې  دښاري خدمتونو دمحصول پرځاى  دګمرکي تعرفي په سلو کې دصفر اعشاريه پنځه ويشت  ټاکل دښاري خدمتونو دمحصولاتو له قانون سره سمون نه لري  له  دې امله ښاروالۍ کولاي شي  ددغه قانون له صراحت سره سم خپل محصول اوتهجايي په دې شرط چې   تجارتي مالونه  په اړوندو ښارونو کې يې خالي شي  ، واخلي .
ديادوني وړ ده  چې ښاروالۍ  له خپلو ښارونو څخه دترانزيتي مالونو دمحصول  داخيستلو  حق نه لري او کابل ښاروالۍ  موظفه ده  چې دښاروالۍ محصول  دکابل ښار په څلورو دروازو کې دښاروالۍ دکارکوونکو له لارې راټول کړي  اوله افرادو اواشخاصو سره  دهغو له قرارداد څخه ډډه وکړي.
دوزيرانوشورا  دښاري خدمتونو دمحصولاتو له قانون سره سم دښارواليو
دمحصول اوتهجايي داخيستلو په باب  دموظف کميسيون  نظر تصويب کړ 
اودمرکز اوولايتونو ښاروالۍ يې دکميسيون دنظر په تطبيق موظفي کړې.
وروسته  دمکروريانونو  ددوکانونو دمياشتني کرايې دبيې  دورکولو تثبيت  دکابل ښاروال له خوا غونډې ته داسې طرحه شو.
دغه دوکانونه له  ١٣٤٨ کال څخه تر ١٣٨٣ کال پورې  دداودطلبي  اودمزايدې له مخې دمستاجرينو په  واک کې و  خو  دمستاجرينو دزياتو عريضو په دليل داوطلبي وځنډول شوه او کرارکرار موضوع په يوې پيچلي شخړې بدله شوې ده . خوپه دې وروستيو وختو کې دسترې محکمې دعالي شور ا له پريکړې او دوزيرانو شورا د  ١٣٩٠ کال د مرغومي دمياشتې دپنځمې نيټې  د  ٣٨ ګڼه مصوبې له مخې  ددوکانونو دکرايې تثبيت   دمماثلو او ګاونډيو دوکانونوله مخې په دريو کټګوريو کې تثبيت  او مياشتني کرايه  ديومتر مربع ملکيت له مخې دمستاجرينو تراستفادې لاندې اټکل شوي دي. خو نوي بيې بيا هم د مستاجرينو له خوا غير عادلانه بللي شوي دي او څرگنده کړى يې ده چې دورکولو توان يې نه لري .
دوزيرانو شورا دمکروريانونو ددوکانونو په باب  دافغانستان داسلامي  جمهوريت دسترې محکمې تدقيقي نظر تائيد کړ او دعدليې  اوماليې  وزارتونه او کابل ښاروالۍ يې موظف کړل  چې تثبيت شوي کرايه  بيا وڅيړي  او د ١٣٩١ کال له پيل څخه دې   په تطبيق اقدام وکړي .
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير  له خوا  دوه مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول  چې دتصويب وړ و گر.ځيدل .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.