18 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

- کابل / د وږي ٢٨مه / باختر په ننګرهار کې...

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د وسله والو طالبانو...

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د ترلاسه شويو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د میدان وردګو ولایت د ولسونو او د ولایتي شورا پریکړه لیک

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب ٨مه
د میدان وردګو ولایت خلک: د ملي دفاع او دکورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت لوی ریاست دې د میدان وردګو ولایت دمرکز او د ټولو ولسوالیو بشپړ امنیت ته جدي پاملرنه وکړي
۱ـ موږ د مرکز میدان، نرخ، جلریز او چک ولسوالیو ټول ولسي خلک د امریکا د ځانګړو ځواکونو یا سپیشل فورس له خوا په ملکي خلکو شوي ظلمونه، د خلکو وژل، وهل ، ټکول، ځورول او په خپل سر د خلکو د کورونو لټول  په کلکه غندو .
۲ـ مونږ د هغو ۹ تنو چې د سپیشل فورس لخوا د نرخ پوځي مرکز ته  بيول شوی دي او لا تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم، د هغو د ژوندیو او یا مړیو غوښتونکي یو.
۳ـ موږ له هغو کسانو څخه چې زموږ بې ګناه خلک یې شهیدان کړي، د خلکو موټر یې له منځه وړي، ملکي وګړي یې وهلي او ټپیان کړي یې دی، دمحاکمې او خسارې غوښتونکي یو.
۴ـ موږ د هېواد د جمهورریس او د ملي امنیت شورا د پریکړې ملاتړ کوو او د هغې د پلې کېدو غوښتونکي یو.
۵ـ مونږ د ملي دفاع او دکورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت له لوی ریاست څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د میدان وردګو ولایت مرکز او دټولو ولسوالیو بشپړ امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
۶ـ که چیرې زموږ روا غوښتنې د میدان وردګو د والي اوجمهور رييس ونه منل شي موږ به خپلو سوله ایيزو احتجاجي مظاهرو ته دوام ورکړو.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.