25 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه د افغانستان د علمانو...

د هېواد د جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهادت جمهوررئیس غني سخت خواشینی کړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه تروریستانو د خپلو جنایتونو...

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره:

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
په ايران کې د افغانانو د اعدامونو دوام، نه يواځې د ايران د اسلامي جمهوريت په نسبت د افغانانو باور او اعتماد کموي؛ بلکې په اوږدمهال کې د دواړو هيوادونو په اړيکوکې  سيورى اچوي .
د باخترآژانس  مبصر ليکي :
افغانان په ايران کې د خپلو هيوادوالو د اعدامونو په دوام پورې اړوند خبرونه له  انديښنې سره تعقيبوي .
ددغو اعدامونو په وروستي موردکې د تخار د پنځو تنو اوسيدونکو مړي دغه ولايت ته وليږدول شول او د دوى په پلرنې اديره کې خاورو ته وسپارل شول. په ښکاره ددغو کسانو جرم چې تنګي ځوانان وو، د نشه يي توکو قاچاق بلل شوي دي.
دغه اعدامونه په داسې حال کې کيږي چې داسې ادعاګانې شته  چې په ايران کې يو زيات شمېر بندي افغانان دنشه يي توکو دقاچاقو او يا د نورو جنايي جرمونو په تور اعدام شوي دي او د صادرشوى حکم عملي کيدو ته سترګې په لاره دي .
د افغانستان خلک په هغه درناوى سره چې د ايران داسلامي جمهوريت قوانينو ته يې لري؛ په  جدي توګه غواړي چې ددغه ورور هيواد خلک په آرامه اوله ستونزو خلاصه فضا کې ژوند وکړي؛ په دې ټکى ټينګارکوي چې افغانستان او ايران ددوو هيوادونو په توګه چې ګډه ژبه، فرهنګ او تاريخ لري او د يوبل په خوشحالى اومصيبت پوهيږي، بايد داسې تګلورې غوره کړي چې مشترکات پياوړي شي او دمتقابلې همکارى اومرستې فضا زياته پراختيا ومومي او په يوه ګام کې دواړه د سوله ييز ګډ ژوندانه اصل ته په درناوى سره ژوند وکړي.
افغانان په جدي توګه په دي عقيده دي چې مجرم اوجنايتکار بايد دتړلتيا اوسليقو په پام کې نيولو پرته دخپلو عملونو سزا و ويني او نشو کولاى هغه افغانان چې په ايران کې قانون ترپښولاندې کوي او د جرم سبب کيږي؛ جلا وبولو.
افغانان په دې ترڅ کې چې په خپل هيواد او په نورو هيوادونوکې د مجرمينو او تورنوکسانو د حالت په نسبت په حقوقي څيړنې ټينګار کوي؛ دا کار په ډاګه  بيانوي چې بايد دهغو افغانانو په نسبت  چلند چې تورن اومجرم بلل کيږي؛  شفاف، څرگند او قانونمند وي .
له بده مرغه  دغه اصل  چې د نړۍ په ټولو هيوادونو کې منل شوى دى په ايران کې دافغانانو په نسبت کم رعايت شوى دى. په ايران کې دافغانانو محاکمه د ايران  او د نړۍ له  حقوقي معيارونو څخه لرې اجرا شوې ده. په ايران کې بندي افغانان ډير کم په مدافع وکيل اوپه نورو حقوقي امکاناتو برلاسي لري .
د بندي افغانانو لپاره حکم زياتره په خصوصي ډول د رسنيو ، د بنديانو دکورنيو ، مدافع وکيل او دافغانستان د سياسي نماينده ګانو له شتون پرته صادر شوى دى اوپه همدې ډول اجرا شوى دى .
افغانستان د ايران د يو ګاونډى هيواد او د ملګروملتو د سازمان د غړى په توګه د دې حق لري چې  په ايران او د نړۍ په نورو هيوادونو کې دخپل يو تبعه دبندي کيدو په څرنګوالې خبرشي. دهغه د محاکمې بهير تعقيب کړي اوپه پاى کې دهغه د حقوقو دفاع وکړي .
له بده مرغه په زياترو هغو پيـښوکې چې افغانان په ايران کې ورسره مخامخ کيږي؛ د افغانستان سياسي نمايندګۍ نه خبريږي .
دغه راز ايران په داسې حال کې په دغه هيوادکې د افغانانو اعدام ته دوام ورکوي  چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دمجرمينو دسپارلو سند موجود دى.
دغه راز ايراني دوستان افغانانو ته په عمري بند د اعدام  د حکم د تعديل په اړوند يولړ ژمنې لري چې بايد هغه رعايت کړي.
له بلې خوا، افغانستان په خپله د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند څرگند اوجدي قوانين  لري. که چيرې ايرانيان افغانستان  ته دنشه يي توکو دقاچاقو دمجرمينو په استرداد اقدام وکړي؛ ډاډمن  و اوسئ چې د هغوى په نسبت به بې پروايي ونه شي .
د افغانستان خلک په داسې حال کې چې په ايران کې دافغانانو د اعدام دوام په انديښنې سره تعقيبوي؛ په دې کار هيله لري چې ددغه بحران په  پاى ته رسولوکې دافغانستان د دولت ډيپلوماتيکي هلې ځلې  اغيزمنې وي.
په دې وروستيو وختو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دوزيرانو شورا په ايران کې دافغانانو د اعدام مسئله وڅيړله ا ودبهرنيو  چارو وزارت اودملي امنيت شورا ته يې دنده سپارلې ده چې له ايراني لورې سره اړيکې ونيسي او دغه ستونزه حل کړي.
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت غواړي چې په ايران کې افغان بنديانو ته دموافقو وکيلانو په استخدام کې مخکښ و اوسي. هيله ده چې دغه هلې ځلې محوسسې نتيجې ولري اوپه ايران کې د بندي افغانانو ستونزې د دواړو مسلمانو  هيوادونو ترمنځ دخبرو اوتفاهم له لارې حل شي چې د دواړو هيوادونو دخلکو ترمنځ د باور د اعتماد فضا چې د دوى  ګډې اوارزښتناکې وياړنې دي ؛ پراختيا ومومي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.