23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمشرانو جرګې درييسانوکميټې غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل - باختر دوري څوارلسمه :
دمشرانو جرګې درييسانو کميټې دسنا مجلس درييس فضل هادي مسلميارپه مشرۍ غونډه وکړه .
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې دعمومي غونډو داجندا په ټاکنې او دکميسيونونو دکاري چارو په تنظيم سربيره دلوګر ولايت  داذرې  ولسوالۍ دامنيه قوماندان له  خوا ددندې دنه پيل کيدو په باب خبرې وشوې او تينګار وشو چې دکورنيو چارو وزارت دې دده په معرفي کولو کې قانوني اقدام وکړي .
دغه راز دسنامجلس  رييس فضل هادي مسلميار دبدخشان ، تخار او دکندز دولايتونو دولايتي شوراګانو له يو شمير استازو سره وکتل .
په دې کتنه کې يو تن دنوروپه استازيتوب دځينو سړکونو دنه جوړيدو ،دمسلکي ښوونکو دکمښت او دروغتيايي کلينيکونو دنشتوالي په برخه کې خپلې سيمه ئيزې ستونزې طرحه کړې او دهغو دحل کولو غوښتنه يې وکړه او څرګنده يې کړه چې په زياترو ولايتونوکې دولايتي شوراګانو غړي دسيمه ئيزو ادارو دکاري اجرااتو دڅرنګوالي له امله نا خوښ دي او دولايتي شوراګانو دقانون دځينو مادو دتعديل غوښتنه يې وکړه او زياته يې کړه چې دولايتي شوراګانو غړو ته دې هم دڅارنو حق ورکړى شي .
  دمشرانو جرګې رييس دطرحه شويو ستونزو له اوريدو وروسته وويل چې دسنا مجلس تل دولايتي شوراګانو ترڅنګ ولاړ دى  او ستاسو غوښتنې به دولايتي شوراګانو دکميسيون  او دنورو کميسيونونو له لارې وڅيړل شي او څرګنده يې کړه چې دولايتي شوراګانو دامتيازونو او صلاحيتونو دقانون مسودې طرحه دې داساسي قانون په رڼا کې  برابره او پړاونه يې بشپړ شي .
دغه راز دمشرانوجرګې لومړى نايب محمد علم ايزديار نن په ايران کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت له تجارتي اتشه عبدالهادي فرهنګي سره وکتل .
په دې کتنه کې عبدالهادي فرهنګي دخپلوفعاليتونو په باب معلومات ورکړل اوويې ويل چې دده  دهلوځلو له امله  په يو مليون ټنه ښه کيفيت لرونکي تيل هيواد ته وارد شي چې کولاي شي دسون دموادو دبيو دلوړيدو مخه ونيسي .
دمشرانو جرګې لومړي نايب په تهران کې  دافغانستان دسفارت دکړنو دستاينې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې هغوى دخپلو دندوپه ترسره کولو کې جدي هلې ځلې وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.