18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې وروسته دهرات ولايت دفرسي ولسوالۍ له يوشمېرمشرانو، سپين ږيرو او جهادي قوماندانانو سره د صدارت دګلخانې په ماڼۍکې وکتل.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ١٥ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې وروسته دهرات ولايت دفرسي ولسوالۍ له يوشمېرمشرانو، سپين ږيرو او جهادي قوماندانانو سره د صدارت دګلخانې په ماڼۍکې وکتل.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړۍ د هرات د ولايتي شوراغړى شيرزادي د نورو په استازيتوب  خبرې وکړې، ددغې ولسوالۍدخلکو يولړستونزې يې بيان کړې.
ده وويل: دفرسي ولسوالۍ دهرات يوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې په دغې ولسوالۍ کې د بيارغاونې او پرمختيايي پروګرامونو تحقق ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
ده ددغې ولسوالۍ  د مواصلاتي لارې د امنيت دتامينولو او د پل، سړک، روغتون  جوړل، د مسلکي ښوونکو کمښت، دښوونځيو د ودانيو جوړول او وزګارتيا دخلکو له مهمو ستونزو څخه وبلل او دهغو دحل کولو غوښتنه يې وکړه.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د خبرو په ترڅ کې دافغانستان دخلکو په جهادکې د فرسي د ولسوالۍ دخلکو دهلوځلو اومشارکت له امله  قدرداني وکړه؛ ويې ويل چې ددغې ولسوالۍ خلک دافغانستان اوخلکو د آزادى په  لاره کې زيات زيارونه ګالي دي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ددغې ولسوالۍ له مشرانو او سپين ږيرو سره ژمنه وکړه چې د دوى ستونزې به د اړوندو مراجعو له لارې وڅيړل شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.