22 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ډاډګيرنې پيغام

د ډاډګيرنې پيغام

کابل/ د کب ٣مه/ باختر د لوړو زده کړو وزارت د...

په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيا رغاونې د کار پيل

په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيا رغاونې د کار پيل

کابل/ د کب ٣مه/ باختر په کونړکې د دوو سترو پلونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کونړ په نظامي عملیاتوکې د ملکي وګړودسردزيان د څیړنې هیاءت له جمهوررئیس حامدکرزي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په شلطن دره کې د وروستیو نظامي عملیاتو او په هغو کې د ملکي وګړودسردزيان د څیړنې هیاءت د خپلو څيړنودنتيجو رپوټ جمهوررئیس حامدکرزي ته وړاندې کړ.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.

د هیاءت د رپوټ له مخې  د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري پر ۱۷/۱۶نېټه د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو د دوو قوماندانانو قاري محمد حنیف او علي خان د نیولو په موخه عملیات پیل کړل خو کله چې دغو ځواکونو غوښتل له سیمې څخه و وځي په دوی د وسله والو مخالفینو لخوا د درندو او سپکو وسلو د ډزو په لړکې یو امریکایي سلاکار وژل کیږي. امریکایان د خپل مړي د انتقال لپاره د هوایي ملاتړ غوښتنه کوي چې د دوی د غوښتنې له مخې الوتکې سیمې ته راځي او پر کورونو د هدفونو له تثبیت وروسته په ساعتونو هوایي بمباري کوي.

هیاءت وویل: څرنګه چې د دغو کلیو کورونه له لرګیو او خټو څخه جوړ شوي دي د هوایي بریدونو دڅپو د فشار له امله نړیدلي او په خونه کې موجود۱۲ تنه ماشومان،۴ مېرمنې او سړی چې ټول"۱۷ تنه  شهیدان او د ماشومانو، ښځو او نارینه و په شمول ۱۲تنه نور ټپیان شوي دي.

حامدکرزي د موظف هیاءت د رپوټ له اوریدو وروسته وویل: په داسې حال کې چې رپوټونه په سیمه کې د وسله والو طالبانو شتون تاییدوي، او موږ د طالبانو لخوا د ملکي وګړو او د هغوی له کورونو څخه د ډال په توګه کاراخستل په کلکه غندو، خو د استوګنې پر سیمو باندې تر هرنامه لاندې او په هردلیل چې وي هوایي بمباري نه منو. ده وویل دا عمل د بشري حقوقو د رعایت او داستوګنې پر سیمو د هوایي بمبارۍ د نه غوښتلوپه اړه دجمهوري رياست د ٧٢٨٤ګڼه حکم څخه  دايساف دځواکونو سرغړونه ده  

همدا راز د هېواد جمهوررئیس د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا لوی رئیس ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر د دغې پیښې زیانمنو شویو کورنیو ته لازمې مرستې و رسوي.

د جمهوري ریاست د سلاکار شجاع الملک جلاله په مشرۍ دغه هیاءت چې د جمهوررئیس د حکم له مخې یې د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ  د شلطن درې ته سفر کړی و، څرګنده کړه چې دوی د ۷۵ تنو دیني عالمانو، مشرانو او مخورو په ملګرتیا د شلطن درې ته لاړل او له نږدې یې د آیساف دځواکونو د هوایي عملیاتو پیښه وڅیړله.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.