25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصـــــره :

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل\  باخترد  وري  دمياشتې  ٢٥ :

دافغانستان خلک په هېوادکې سوله اوټکاو يوه جدي اړتيا بولي اوهيله لري چې له موجودو امکاناتو څخه ددغه بهير د لازياتې بډاينې په لاره کې معقوله ، هدفمنده او رغنده استفاده وشي .

د باختر آژانس مبصر ليکي :

په دې ور وستيو وختوکې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې يوخبرخپورکړ چې ګنې طالبان د قطر په دوحه کې د خپل دفتر په  جوړولو سره د اميرانو د استوګنې په دغه هېوادکې يواځې د ژوندانه له اسانتياو څخه ګټه اخلي او له دوى څخه کوم بل کار نشي ترسره کيداى .

نيويارک په داسې حال کې ددغه شان يو رپوټ په خپرولو لاس پورې کوي چې افغانانو په قطرکې د طالبانو د دفتر جوړول مخ په وړاندې يو ګام وباله او هغه يې  په خپل هيوادکې د سولې او ټيکاو لپاره يو نيک فال وباله، ځکه ددغه شان يو دفتر په جوړيدو سره طالبان د يوې مشخصې پتې خاوندان شول او د افغانستان دولت د دې امکان پيدا کړ چې دخپلو وسله والو مخالفينو له اصلي اړخ سره رسمي د استخباراتي سازمانونو له سياستونو او تکتيکونوڅخه لرې په خبروکې ورګډشي. بين الافغاني درک، زغم او ديالوګ پياوړي شي. په پاى کې په هيوادکې سوله تامين شي، خو هغه څه چې نيويارک ټايمز ليکلي دي؛ د قضيې عکس دى چې کيداى شي د انديښنې سبب وي .

دغې امريکايي ورځپاڼې په ډاگه کړې ده چې دطالبانو استازي د امريکايي الوتکو په واسطه د سولې د خبرو د ترسره کولو په مقصد، قطر ته وليږدول شول.

امريکايانو په دې کار هيله لرله چې طالبان به د سولې په بهيرکې همکاري وکړي، خو نن ورځ ددغې همکاري کومه نښه نښانه نه  ليدل کيږي. دطالبانو استازي په قطرکې ژوند کوي، دوى د اميرانو د استوګنې په دغه هيواد له هغوکورونوڅخه چې په ايرکنډيشن  سمبال دي؛ استفاده کوي. له ډيرو مفشنو وسايطو څخه کار اخلي. له ډول ډول خوړو څخه استفاده کوي، خو د سولې لپاره يې کوم کارنه دى کړى.

په دې ترڅ کې دغي ورځپاڼې ليکلي دي: هغه کسان چې په دې  دفترکې دطالبانو استازيتوب کوي؛ دطالبانو د ډلې مهم افراد نه دي. سياسي کارپوهان په دې باور دي، هغه څه چې نيويارک ټايمز ليکلي دي؛ ددکار څرگندوى دى چې طالبان په قطرکې د دفتر له جوړولوڅخه زياتره  دسياسي ګټې اخيستنې په لټه کې دي او هلې ځلي کوي چې د هيواد په سياسي ډگرکې خپل شتون اغيزمن وښيي. په داسې حال کې چې هغه کسان چې د استازى په توګه دغه دفتر ته معرفي شوي دي؛ دومره صلاحيت نه لري اولا تراوسه پورې هم د دوى د تصميم نيونې مرجع دکويټې او پيښور شوراګانې دي چې د سيمې د استخباراتي سازمانونو ترنظرلاندې کارکوي؛ که نه په قطرکې د طالبانو دفتر به اوس د سولې د خبرو دبهير په ګړندي کولوکې خپله اغيزه په ډاګه کوله .

د هغه څه ترڅنګ چې ويل شوي دي، دغه انديښنه هم شته چې دقطر دفتر زياتره دمعاملې لپاره وکارول شي، ځکه دطالبانو ليږدونه هغه هم د امريکايي الوتکو په واسطه، په خپله يوه پوښتنه ده چې بايدطالبان دغې پوښتنې ته په دقيق ډول ځواب ووايي.

په تېرووختونوکې هم له امريکايانو او له نورو لويديځو هيوادونو سره دطالبانو دخبروپه باب ځينې مطالب بيان شوي دي او د نړۍ په بېلابېلو سيموکې له لويديځوکړيو سره د دغې ډلې د استازو له غونډو څخه پرده پورته کړې شوې ده.

له دغو خبرو څخه داسې بريښي چې طالبان له خپلو هيوادوالو سره په سوله کې دومره رښتيني نه دي او دا کار هغوطالبانو ته چې ځان افغانان، مسلمانان او هيوادپال بولي؛ ښه خبره نه ده.

ښه به وي، هغه کسان چې ملي او اسلامي فکر کوي او د اسلام د مقدس دين لپاره  هڅه اوهاند کوي؛ له هغوکسانو څخه خپله لاره جلاکړي چې اسلامي هيواد خبرې اوتفاهم دخپلو مقصدونو لپاره وسيله بولي. دخپلو خلکو د سوکالۍ اونيکمرغۍ او په خپل هيوادکې د سولې او ټيکاو په خاطر د لوى خداى (ج ) رضايت پکې نغښتى دى؛ ګام واخلي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.