25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې درې ماين ښخوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په ننګرهار کې درې ماين ښخوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ دتلي ٤مه /باختر : په ننګرهار کې د ماين ...

په ننګرهار کې د داعش په برېدونوکې ويجاړ شوي کورونه بيا رغول کېږي

په ننګرهار کې د داعش په برېدونوکې ويجاړ شوي کورونه بيا رغول کېږي

کابل/ دتلي ٤مه /باختر : په ننګرهار کې د هغو کورونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس حامدکرزی د فنلند او ډنمارک له هېوادونو سره د اوږدمهالو همکاریو د سندونو د لاسلیک او د استونیا هېواد ته د رسمي سفر په موخه، اروپا ته روان شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل_باختر د ثور دمياشتې ٨:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د یو جګپوړى دولتي پلاوي په مشرۍ، نن غرمه د یو رسمی سفر لپاره د فنلند، استونیا او ډنمارک هېوادونو ته روان شو.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس د دفتر د ويندوى د دفتر له لوري باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوى دى:

د هېواد جمهوررئیس به سبا د فنلند له جمهوررئیس سوالي نینیستو او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان او فنلند ترمنځ د همکاریو موافقه لیک به د دغه هېواد له صدراعظم جیارکي کتینن سره لاسلیک کړي.

حامدکرزی به د فنلند له سفر وروسته د استونیا هېواد ته روان شي او هلته به د هغه هېواد له جمهوررئیس او صدراعظم سره وګوري او د افغانستان او استونیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.

د هېواد جمهوررئیس به د استونیا له سفر وروسته، د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک د لاسلیک لپاره د هغه هېواد پايتخت کوپنهاګن ته روان شي.

حامدکرزی به د دغه سفر په بهيرکې د ډنمارک د شاهي هېواد له ملکې او د دغه هېواد له صدراعظمې مېرمن هیلې تورننګ شمتت او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د فنلند، استونیا او د ډنمارک هېوادونو ته د هېواد له جمهوررئیس سره په سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار وزیر یحیی معروفي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریاست مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.