09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

قطر د سولې د بهیر په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئیس حامد کرزي، قطر ته د خپل سفر په لړ کې، نن له غرمې مخکې د دغه هېواد له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني سره په امیري دیوان کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي په دې کتنه کې د قطر له امیر والاحضرت حمد بن خلیفه آل ثاني څخه مننه وکړه چې د مخکیني سفر د پریکړو د عملي کولو لپاره یې د قطري پانګه والو ځانګړی هیات یې کابل ته را واستاوه.
په دې کتنه کې د هېواد جمهوررئیس د قطر امیر ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.
د قطر امیر والا حضرت حمد بن خلیفه آل ثاني کابل ته د دغه هېواد د پانګه والو او سوداګرو د هیات له سفر او په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره د هغوی د چمتووالي له امله خوښي څرګنده کړه.
ده، وویل چې افغانانو د څو لسیزو جګړو له امله ډیر کړاوونه ګاللى دي او د قطر دولت د هغوی حالت درک کوي. د قطر خلک افغانانو ته ځانګړی احترام لري.
والاحضرت حمد بن خلیفه آل ثاني زیاته کړه چې د قطر دولت د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د دغې کتنې په پای کې د قطر امیر د حامدکرزي د هغې بلنې له امله چې والا حضرت حمد بن خلیفه آل ثاني دې کابل ته سفر وکړي، مننه وکړه، وې ویل چې زړه یې  ډیر غواړي چې له افغانستان ته سفر وکړي او په یوه مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن سهار په دوحه کې په خپل استوګنځي کې د بروکنګز انستیتوت له مشرتابه هیات او د قطر د سوداګرو د اتحادیي له مرستیال شیخ علي بن عبدالله آل ثاني سره په جلا جلا ډول وکتل او د علاقې وړ موضوع ګانو په باب یې ورسره خبرې وکړې.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.