09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د سفارت سرپرست وروغوښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دجوزا٢٥
دبهرنيو چارو وزارت دلومړى سياسي رياست مرستيال نن سهارد توپونو او د هاوان د هغو بريدونو په باب چې د ډيورنډ له کرښې اخوا د لوى بند له سيمې څخه دقندهار ولايت دمعروف ولسوالۍ په کاريزک سيمه کې د افغان سرحدي پوليسو په يوې پوستې وشول؛ په کابل کې د پاکستان دسفارت له سرپرست څخه توضيحات وغوښتل.
بابه خان اسلمي په کلکه ددغه بريد د غندلو په ترڅ کې چې له امله يې يوسرحدي پوليس شهيد شو او دوه تنه نورسرتيري ټپيان شول، د پاکستان دسفارت سرپرست جان بهادر ته وويل چې ددغه شان حرکاتو تکرار د افغانستان دولت اوخلکو ته دهيڅ صورت د منلو وړ نه دي او هرراز دوام يې کولاى شي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې په جدي توګه اغيزمنې کړي.
دقندهار او ننګرهار د ولايتونو په ګډون، د هيواد په ختيځو ولايتونو د ډيورنډ له کرښې اخوا جنوبي ولايتونو ته د توپونو د بريدونو پراختيا د افغانستان د دولت د ژورې انديښنې سبب ده .
اسلمي د پاکستان دسفارت سرپرست ته وويل چې د افغانستان دولت کولاى شي دغه شان بريدونو ته ځوا ب ووايي، خو هغه دليل چې په دې اقدام لاس نه پورې کوي؛ دا دى چې د ډيورنډ له کرښې اخوا خلک هم په خپله زموږ خلک دي اوموږ نه غواړو چې هغوى ته زيان ورسيږي. خو زياته يې کړه چې د ډيورنډ له کرښې اخوا د ورته بريدونو د تکرار په صورت کې به افغان امنيتي ځواکونه د پاکستان په پوځي پوستو د ورته ځواب حق ولري.
په مقابل کې ښاغلى بهادر په دې پيښې د بې خبرى دڅرګندونو په ترڅ کې هغه وغندله او ويې ويل چې دغه شان بريدونه کولاى شي د دواړو لورو ترمنځ دوستانه اړيکې زيانمنې کړي.
ده ژمنه وکړه چې دموضوع په باب په ډيرلنډ ممکن وخت کې خپل متبوع دولت ته خبر ورکوي او د نتيجې په باب به د افغانستان دولت ته معلومات ورکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.