09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامد کرزي په کویټه کې د نجونو محصلینو پر موټر چاودنه په کلکه وغندله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٥:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه چادونه په کلکه وغندله چې نن په کویټه کې د بولان طبي پوهنتون د نجونو محصلینو په یوه بس کې وشوه.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د ويندوى ددفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د رسنیو د راپورونو پر اساس د دغه پوهنتون د محصلینو په مربوط بس کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودلو له امله یوولسو ښځینه محصلینو او استادانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۲۰ نورې ټپي شوې.
حامد کرزي دغه تروریستي عمل په ډېرو شدیدو الفاظو وغانده او زیاته یې کړه چې د انسانیت او اسلامیت خلاف دا ډول اعمال چې په افغانستان او پاکستان کې تر سره کیږي ددغو دواړو هېوادونو خلک تورتم او بدبختیو ته ورټیل وهي.
د هېواد جمهور رئیس وویل دا چاودنې د هغو کسانو له خوا تر سره کیږي چې د انسانیت دښمنانو ته خدمت کوي او سیمه د یوه ناورین خواته بیایي.
ده زیاته کړه، د افغانستان خلک د پاکستان له خلکو سره په دې درد کې ځان شریک بولي، ځکه په افغانستان کې هم هره ورځ ښځې، نارینه، نجونې او هلکان د تروریزم قرباني کیږي او د تعلیم او تحصیل مخه یې نیول کیږي.
د افغانستان جمهور رئیس یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د دې مصیبت د ټولو اړخونو په درک کولو سره په پوره اخلاص او صداقت د افغانستان سره په مشترکه توګه له تروریزم سره مقابله وکړي.
حامد کرزی د لوی خدای له درباره د شهیدانو لپاره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتيا غوښتنه کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.