09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي دفاع وزير: تر دريو ورځو پورې د ټولو پوځي عملياتو رهبري ملي اردو ته سپارل کيږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دغبرګولي ٢٥ :
دملي دفاع وزير  وايي: تر دريو ورځو پورې د پوځي عملياتو بشپړمسووليتونه افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي .
دباخترآژانس دخبرله مخې: دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي چې نن يې دکابل په نظامي تعليمي مرکزکې د درې زره تنو افسرانو، ساتنمنانو او سرتيرو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې؛ ددغه خبر د اعلامولو په ترڅ کې په بشپړ ډاډ سره  وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د هيواد د دفاع توان لري .
افغان ځواکونه ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو خبر په داسې حال کې اعلاميږي  چې له  ٢٠١٤ کال وروسته چې له هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وخت دى؛ د ځينو افغاني او بهرنيو ټولنو ترمنځ  د حالت  د خرابوالى په باب انديښنو زور اخيستي دي  .
خو جنرال بسم الله محمدي  د امنيتي مسووليتونومنل دافغانستان دخلکو اساسي  غوښتنې وبللې او وويل: د امنيتي مسووليتونو د سپارلو د پنځم پړاو په پيل سره زموږ خلک خپلې يوې بلې هيلې ته نږدې شوي دي .
دغه راز دملي دفاع وزير د ځوانو افسرانو، ساتنمنانو اوسرتيرو دفراغت په مراسمو کې وويل: ډاډ لري چې دوى خپلې دندې لکه  څنګه چې ملي ګټې غوښتنه کوي او د افغانستان خلک هيله لري؛ ترسره کړي او ددغه شان ځوانانو په شتون کې د افغانستان خلک په هيوادکې سوله اوثبات حتمي بولي.
هغو افسرانو، ساتنمنانو او سرتيرو چې نن يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل؛ دوه مياشتې دکابل په تعليمي مرکزکې دوه مياشتنى مسلکي اوتخنيکي زده کړې کړې دي .
دملي دفاع وزارت مقامات ددغو پوځيانو فراغت د ملي اردو دکمي اوکيفي پرمختيا په لاره کې يوبل ګام بولي او ټينګار کوي: لکه څنګه چې دملي اردو دکمي ودې په باب فکرشوى دى؛ د هغې د سمبالولو په  لاره کې هم اقدامات شوي دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.