09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي دايران دنوى جمهور رييس په توګه دحسن روحاني دټاکنې له امله مبارکي وويله .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دايران دنوى جمهور رييس په توګه دحسن روحاني دټاکل کيدو له امله ددوست او ورور هيواد ايران خلکو ته مبارکي وويله .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دويندوى ددفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي حامدکرزي دايران داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دانتخاباتو دنتيجو داعلام دخبر په اوريدو سره ، دځان له خوا او دافغانستان دخلکو په استازيتوب دايران داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په توګه دحسن روحاني دبرياليتوب له امله ددغه هيواد مشرتابه ، دولت اوخلکو ته مبارکي وويله
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې ترڅ کې چې دايران نوى جمهوررييس ته دنيکمرغى اوبرياليتوب غوښتنه وکړه ، هيله وکړه چې دافغانستان او ايران ترمنځ اړيکې لازياتې پراختيا ومومي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.