22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره:

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دسرطان ٨
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلې وروستۍ ويناکې ټينګاروکړ چى موږ سوله غواړو او د هغه د ټينګښت په خاطر هڅه اوهاند  کوو، خوهيجا ته د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ له سوله ييزو هڅو او هيلو څخه ناوړه استفاده وکړي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په خپلې وروستۍ ويناکې په هيوادکې د سولې د بهير او د قطر په دوحه ښارکې طالبانو ته د دفتر له جوړولو سره اړيکې ونيولې.
حامد کرزي په خپلې ويناکې دافغانستان د دولت او خلکو د سوله ييزو هڅو سابقه بيان کړه او وې ويل: دهغوترخو خاطرواوشيبو په پام کې نيولو سره چې دافغانستان خلک يې له جګړې، ورور وژنې اود خپل هيواد له ويجاړولو څخه لري؛ له هرڅه څخه زيات سولې ته اړتيا لري اود هغې د تامينولو لپاره هڅه اوهاند کوي او په دې لاره کې يې زياتې قرباني زغملي دي.
يو زيات شمېر ديني عالمان، قومي او سياسي مشران، عام خلک او ميړنې امنيتي منسوبين په دې لاره کې شهيدان شوي دي، خو د سولې غږ په دې هيواد کې غلى نه شو، بلکې لاپسې پياوړى شو او په پاى کې په هيوادکې د سولې عالي شوراجوړه شوه او زموږ خلکو تل دا غوښتنه کړې ده او کوي يې چې طالبان بايد د پرديو د هدفونو دتحقق لپاره خپل هيواد ويجاړ نه کړي اوځان او خپل ورونه ونه وژنې. خپل بچيان او نور هيواد وال د زده کړې له نعمت څخه چې يو ديني ارشاد دى؛ بې برخې نه کړي دافغانانو مدني او سياسي حقوق له خطر سره مخامخ نه کړي.
جمهور رييس حامدکرزي په خپلې وروستۍ ويناکى په ډاګه کړه چې موږ له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل او د هغوى د دفتر د پرا نيستلو په خاطر په دغوشرايطو اوضمانتونو سره چې د امريکا حکومت ورکړى و؛ موافقه وکړه. خو کله چې دفتر پرانيستل شو؛ موضوع د موافقې اوضمانتونو پر خلاف وه چې موږ ته را کړ شوي و. موږ ددغه عمل په وړاندې ودريدو او د خلکو په غوڅ ملاتړ مو دغه دسيسه شنډه کړه.
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ټينګارکوي چې موږ سولې ته اړتيا لرو او دهغې د ټينګښت په خاطر هڅه اوهاند کوو. خو هيچاته اجازه  نه ورکوو چې زموږ له سوله ييزو هڅو او هيلو څخه ناوړه استفاده وکړي.
حامدکرزي په دې وينا کې  هغو وسله والو طالبانو او مخالفينو ته چې ځان افغانان بولي، څرګند پيغام  درلود.
دى وايي چې پردي په دې لټه کې دي چې د خپلو هدفونو د تحقق په خاطر افغانستان کمزورى کړي او ملوک الطوايفي پرې وتپي.
د افغانستان جمهور رييس ټينګارکوي چې موږ د پرديو عملونه او هلې ځلې له نږدې څارو او د هغو په وړاندې ويښ او هوښياريو.
حامدکرزي له هغو طالبانو څخه چې ځان افغانان او هيوادپال بولي؛ غواړي چې له خپلو وروڼو سره دې د خبرو او تفاهم لاره غوره کړي او مسئلې دې په ګډ تفاهم اونظر سره حل کړي او خپله خاوره دې د پرديو له دسيسو څخه وژغوري.
ددغو خبرو هدف بين الا فغاني تفاهم دى، ځکه په دغه شان حالت کې به دوه طرفه درک موجود وي او د ملي ګټو تامينول به په لومړيتوب کې ځاى ولري.
افغانان د افغانستان د پايښت او د دې هيواد د خلکو د روا حقوقو د تامينولو لپاره فکر کوي. په داسې حال کې چې بهرنيان د خپلو مفکورو اومقصدونو لپاره پروګرامونه جوړه وي او دغو مقصدونو ته د رسيدو لپاره زموږ خلک او هيواد وسيله ګرځوي.
د پيښو تګلوري يوځل بيا ثابته کړه چې زموږ د خلکو او هيواد پرخلاف زياتې توطيې ترلاس لا ندې دي چې وروستى يې په دوحه کې د اسلامي امارت په نامه د يوه دفتر جوړول و.هغه توطيه چې د افغانستان د دولت او خلکو په کلکې ارادې او غوڅوالى سره شنډه شوه. خو زموږ خلک دې هيرنه کړي چې په دوحه کې د طالبانو په نامه د دفتر جوړول يوه لومړۍ او وروستۍ توطيه نه ده. د دې هيواد دښمنان به د خپلو افغاني ضدمقصدونو لپاره نورې ناوړې توطيې او پروګرامونه هم طرحه کړي چې ددغه شان دسيسو شنډول او په اوبو لاهوکول دافغانانو په ملي اوپياوړي ارادې پورې تړاو لري.
اوسني حالات او شرايط زموږ له خلکو څخه غواړي چې لاپسې يو موټى شي او پرې نږدي چې کاذبې خبرې او پروګرامونه د دوى او د را تلوونکو نسلونو برخليک په خپل لاس کې ونيسي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.