08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

څلور پوليسان په قندهار کې  د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

څلور پوليسان په قندهار کې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: ٤ پوليسان په قندهار کې د...

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو  کار دوام لري

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو کار دوام لري

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: په پنجشير کې د دوو ټولګټو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې دانتخاباتو دقانون په طرحه کې تعديلونه تصويب شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دسرطان ٩
دفضل هادي مسلم يار په مشري د مشرانو جرګې په ننني غونډه کې د انتخا باتو دقانون په طرحه کې وارد شوي تعديلونه له پنځوسمې مادې څخه تر٦٦ مادې پورې تصويب شول .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
ددغې طرحې مادې دسناتورانو غلام محي الدين منصف، محمدحسن هوتک اودحاجي عبدالله له خوا غونډې ته وړاندې شوه اود غړو له خواديو لړ نظريو له وړاندې کيدو ووسته درايو په اکثريت تصويب شوه . د انتخا باتو دقانون طرحه چې ټول ١٦ فصلونه او ٧٩ مادې لري نن پنځلس مادې يې تصويب شوې او په سبا غونډه کې به ددغه قانون د طرحې پاتې مادې تصويب شي .
دسنا مجلس د لومړي نايب محمدعلم ايزديار په مشري دغونډې په بله برخه کې سناتورانو ازادې خبرې وکړې او له اعتراض کوونکو سره د تخارولايت دسيمه ييزو مقاماتو دچلند له امله چې درې تنه پکې ووژل شول او يو شميرنورټپيان شول، انديښنه څرګنده شوه او وويل شول چې دلازمو تدبيرونو دنه نيولو په صورت کې ښايي اړو دوړو دوام ومومي او ان نورو ولايتونو ته خپور شي چې عواقب يې ښه نه دى په همدې ملحوظ له حکومت څخه وغوښتل شول د هغومصلحتونو مخه ونيسي چې دټولنيز بحران د پراختيا سبب کيږي او وپتيل شوه چې د مشرانو جرګې هيئت دې ددغې موضوع دڅيړنې لپاره د تخار ولايت ته واستول شي اود اړودوړودپاى ته رسولو  ته دې حکومت ته سلامشوره ورکړي .
په دغو خبرو کې دځينو هغو هيوادونو دهلو ځلو دغندلو په باب چې غواړي افغانستان ملوک الطوايفي اوټوټې ټوټې کيدو په لور راوکاږي دهيواد د جمهور رئيس ددريځ ملاتړ وشو او ټينګار وشو چې د افغانستان ملت به پرديو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو دغه شان نا وړ و هدفونو ته ورسيږي .
يوشمير سناتورانو دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د بندولو دقانون دطرحې د نه تصويبيدو په خاطر دملي اردو او پوليسو دمعاشونو اوتجهيزاتو دبندولو په باب دځينو بهرنيو هيوادونو په وروستي دريځ هم نيوکه وکړه اودغه شان شرطونه يې د افغانستان اود نړيوالې ټولنې ترمنځ دلاسليک شويو موافقه ليکونو پرخلاف و بلل
په ازادو خبرو کې دغه راز دهيواد دامنيتي حالت په تيره بيادپکتيا ولايت په پټان ولسوالۍ کې ددوو قومونو ځاځيو اومنګلو دخلکو ترمنځ دجګړې ،ددغه ولايت په سرحدي ولسواليو کې دپاکستاني پوځيانو له خوا دسپکو اودرندو وسلو دځاى پرځاى کيدو ، دانتخاباتو د خپلواک کميسيون دسندونو اووسايلو په ګدام کې داورلګيدنې په باب د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د نه ځواب ، په هيواد کې په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کولو دټينګار، دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د زيا توالي په تيره بيا دپروان ولايت په ګډون دځينو زبرځواکو له خوا دښځو دتښتولو يادونه وشوه او په دغو برخو کې يې داړوندو مراجعو دڅيړنې غوښتنه وشوه .
دغونډې دکار په دوام دامريکا د يونظارتي مرکزڅرګندونې چې ويلي يې دي افغان هوائي پوځونه له هغوالوتکو څخه داستفادې لپاره چې د ا مريکا د متحده ايالاتو له خوا له روسيې څخه پيرودل کيږي کافي مهارت نه لري اوڅرګنده شوه چې د افغانستان د هوايي ځواکونو ظرفيت کرار کراردپراختيا په حال کې دى او ددغو ځواکونو دروزنې بهير هم په منظم ډول روان دى او هوايي پوځ له دغو الو تکو څخه د کاراخيستلو ځوا کمني لري .
دغه راز دغونډې رئيس اړوندو کميسيونونو ته د طرحه شويوموضوعګانو دسپارلو په ترڅ کې د انتخاباتو دقانون په طرحه کې دسياسي ګوندونو ونډې ته اشاره وشوه او وويل شول چې سياسي ګوندونه کولي شي په پارلمان کې په خپل شتون سره ددموکراسي د پراخ بنسټه کولو ،ملي کولو اوپياوړ تيا په لور ګام واخلي

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.