09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهيواد دجهادي مشرانو اوسياسي شخصيتونو مشورتي غونډې له امريکا سره دامنيتي موافقه ليک په باب دخبرو دبيا پيل څرنګوالي وڅيړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دهيواد له جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونو سره مشورتي غونډې دافغانستان او امريکا ترمنځ  په امنيتي موافقه ليک پورې اړوند دافغانستان  دريځ وڅيړه .
دجمهور رييس  دويندوى دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ په دې غونډه کې چې دهيواد له جهادي مشرانو اوسياسي شخصيتونو  سره دمشورتي غونډو په لړکې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه ، دافغانستان اوامريکا ترمنځ  دامنيتي موافقه ليک په باب له هراړخيزو خبرو وروسته ، دامنيتي موافقه ليک په باب دنويو خبرو دپيل لپاره  دافغانستان په شرايطو باندې خبرې وشوې .
  په مشورتي غونډه کې ټينګار وشو چې د دوه اړخيز امنيتي موافقه ليک  په باب ددواړو هيوادونو د خبرو څلورم پړاو چې دروان کال دغبرګولي دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه په قطر کې دطالبانو ددفتر دپرانستلو دڅرنګوالي په اړوند دافغانستان ددولت داعتراض په نتيجه کې  وځنډول شو کيداي شي دافغانستان دسولې دعالي شورا او دطالبانو ترمنځ دسولې دخبرو له پيل کيدو سره جوخت شروع شي .
  دغه راز ټينګار وشو چې دوه اړخيز امنيتي  قرارداد يې بايد سولې او ثبات ته درسيدو، دهوايي  پوځ په ګډون  دافغانستان ددفاعي او امنيتي ځواکونو دپياوړتيا او سمبالولو او دهيواد داقتصادي  ودې سبب شي .
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې دافغانستان پرخلاف دبهرني ګواښ په صورت کې  دى دامريکا  دمتحده ايالاتو دولت ددواړو  هيوادونو ترمنځ  دهغوموافقه ليکونو له مخې چې دستراتيژيکي همکاريو دقرارداد ددريمې برخې په نهه  ماده کې يې يادونه شوې ده عمل وکړي .
  دستراتيژيکي  همکاريو دموافقه ليک  ددريمې برخي په نهه ماده کې ويل شوي دي
  ( په دې باندې په پوهيدو سره چې دافغانستان ثبات دجنوبي  اومرکزي اسيا په ترقي اوثبات کې  رول لري دامريکا متحده ايالات ټينګارکوي چې دافغانستان پرخلاف  هر راز بهرني  تيري دخپلې ژورې  انديښنې سبب بولى ددغه شان  پيښې درامنځته  کيدو په صورت کې  دواړه لوري بايد ډير ژر په خپلو کې په سلامشورو سره ددواړو لورو په موافقه او دخپلو اساسي قوانينو له حکمونوسره سم دسياسي  ، ديپلوماتيکي ، اقتصادي اونظامي اقداماتو په ګډون مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي )
دهيواد دجهادي مشرانو  اوسياسي شخصيتونو غونډې دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دلاسليک  په باب وروستۍ  تصميم دافغانستان دخلکو په ارادې پورې اړوندوباله .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.