30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د کابل د امنيې...

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د سمنګانو په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسترې محکمې عا لي شورا دپوهاند عبد السلام عظيمي په مشري غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د سرطان ١١
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمي مخکې دافغانستان د اسلا مي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشري غونډه و کړه او په اجندا کې نيول شوي موضوعګانې يې وڅيړلې.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ، عالي شورا لو مړي دوست او ورور هيواد ترکيې ته ديوې ډلې افغان قاضيانو دسفر نتيجې چې دلسو ورځو لپاره دسترې محکمې او ددغه هيواد د عدليې وزارت ترمنځ دلاسليک شوي موافقه ليک له مخې دسازمان موندلو جرمونو اودتروريزم په لاره کې دروزنيزو پروګرامونو د زده کړې په مقصد شوى و مثبتې وبللې او دترکيې دقاضيانو او څارنوالانو اود قضايي ملي اکاډمۍ د همکارۍ او ښه هر کلي له ا مله يې مننه او قدرداني وکړه اود قضايه قوې د ادارې عمومي امريت ته يې لارښوونه وکړه چې له لاسليک شوي تفاهم ليک سره سم دې دراتلوونکو پرو ګرامو نو سمون کې لازم اجراات و کړي .
په غونډه کې لومړي دقضايي پلټنې درياست رپوټونه اود خوست ولايت د استيناف محکمې دښاري ابتدائيه محکمې اود ولسواليو دابتدائيه محکمو ، د نيمروز   ولايت دابتدائيه ښاري محکمې اود ولسواليو دابتدائيه محکمو دقضايي اجرا ا تو په اړوند تدقيقى نظريې او هم دلغمان ولايت د ښاري ابتدا ئيه محکمې د مدني اود عامه حقوقو دديوان داجرااتو په نسبت دعوا ديو تن خاوند دشکايت په باب دقضايي پلټنې رپوټ وڅيړل شول او په ټوليزه توګه په دغو محکمو پورې اړوند اتو تنوقاضيانوته دقضايي سرغړونو دڅيړنې دڅرنګوالي له مقررې سره سم دکسرمعاش ، اخطاراو توصيې په ګډون لازم تاديبي جزا ګانې تجويز شوې .
وروسته  يوشمير رسيدلو استهدا ګانو په باب غور وشو اود جمهوري رياست د عالي مقام دبخښنې له فرمانونو څخه دبنديانو اومحجوزينو له متعارف حد څخه د زياتې استفادې په برخه کې د لوى څارنوالي د حکمونو دتنفيذ  درياست استهدا ته په پاملرنې سره څرګنده شوه چې دبنديانو اومحجوزينو د مجازاتودبخښنې او تخفيف په باب د جمهوري رياست د عالي مقام دفرمانونو محتويات قانوني اعتبار لري او هم په يو کال کې له فرمانونو څخه د محکومينو اومحجوزينو د استفادې دقيد په باب دسترې محکمې دعالي شورا د١٣٨٧ کال د تلي د مياشتې د اووه ويشتمې نيټې د ٤٦٠ ګڼه مصوبې دريمه فقره .، يوا زې يوځل دصادرو شويو فرمانونو له روحيې سره موافقه لري او په هغه صورت کې چې د راتلوونکو فرمانونو په څرګند حکم سره  منتفي نه شي دتطبيق وړ دى اود هغو مخالفى مشورتي نظريې اعتبار نه لري .
دغه راز د کابل ولايت داستيناف محکمې د مدني اوشخصي احوالو دديوان د استهدايې په وړا ندې لارښوونه  وشوه که څه هم په مدني موضوعګانو کې دقاضي د اختياري او الزامي ډډې کولو موارد د مدني محاکماتو داحوالو دقانون په ٦٥_٦٦_٦٧ او٦٨ مادو کې په مشخص ډول ليکل شوي دي خو سربيره پردې څرګنديږي هغه قاضي چې په محکمه کې د تصدي په وخت کې دابتدا ئيه محکمې د پريکړې په نقض کې ګډون و لري په ا بتدا ئيه محکمه کې د قضيې په وروستي تصميم نيونه کې نشي کولاي ګډون و کړي .
په همدې ترتيب د هغو قضيو د جرم د پيل په اړوند چې دجمهوري رياست د مقام دمجازاتو د بخښنې اوتخفيف دفرمامونو له مفادو څخه مستثنا شوي دي د محکمو د قطعي او وروستيو حکمونو پرتطبيق باندې دڅارنې درياست د استهدايې په وړا ندې څرګنده شوه څرنګه چې په فرمان کې د جرم وصف طرحه دى له دې امله که  چيرې د مجازاتو د بخښنې اوتخفيف صادر شوي فرمانونه ، مشخص جرمونه مستثنا کوي دهغوى د جرم پيل او ترسره کول هم يوشان دى ، کوم توپير نه لري .
دغه راز دهغو تورنو کسانو د استينافي قضيو د څيړنې دڅرنګوالي په برخه کې چې دوسيې يې د ولايتونو دنظامي استيناف په محکمو کې دي او په خپله په مرکز کې بنديان دي ، د نظامي استيناف د محکمې درياست د استهدايې په وړاندې لارښوونه وشوه چې دستونزې حل دڅارنوالي په اجرااتو پورې اړه لري که چيرې دغه اداره اړوندو ولايتونو ته د بنديانو  دليږد ونې امکانات ونه لري کولاي شي دنظر وړ قضيو د محکمې بدلون پيشنهاد کړي سر بيره پردې د بياکتنې دپنځوغوښتنو او په مدني او جزايي موضوعګانو کې د محکمې د بدلون دشپاړسو غوښتنو څيړنه ددعوا د خا وندانودلوى څارنوالۍ د ادارې له خوا   طرحه شوې وې ، هم د اجندا يوه برخه وه چې د هرې موضوع په باب لازم تصميمو نه ونيول شول.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.