09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مارشال محمد قسيم فهيم دبغلان ولايت دبيلابيلو ولسواليو له مشرانو او سپين ږيروسره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته دبغلان ولايت دبيلابيلوولسواليو له يو شميرمشرانو او منورينو سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې کتنه کې  دخبرو په ترڅ کې په بغلان ولايت کې دامنيت او ثبات دتامينولومسئلې ته اشاره وکړه  او ويې ويل چې امنيت ديو ټولنيز نظام دجوړولو اساسي رکن دى او له دې امله له تاسو څخه غواړم چې دامنيت  داعاده کولو په لاره کې دهيواد دامنيتي ځواکونو تر څنګ همکاري وکړئ .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې خلک په ټولو ټولنيزو نظامونوکې دهغو جوړونکي دي او له دې امله دولتونو ته مشروعيت وربخښي .
په همدې دليل  هم دبغلان دخلکو ملاتړ اوهمکاري دافغانستان اسلامي جمهوريت ته زيات ارزښت لري .
وروسته په ولسي جرګه کې دبغلان  ولايت دخلکو استازي ډاکتر محي الدين مهدي او ددغه ولايت څو تنو نورو مشرانوخبرې وکړې او هغه ستونزې او ناخوالې يې په ګوټه کړې چې ورسره مخامخ  دي .
  دبغلان ولايت مشرانو امنيتي ستونزې او دڅو ولسواليو ترمنځ دمواصلاتي لارو نشتوالى ددغو سيمو د اوسيدونکو ډيرې مهمې ستونزې وبللې او غوښتنه يې  وکړه چې دولت ددغو ستونزو دلرې کولو لپاره دهغوى غوښتنې عملي کړي او په حل کولو يې لاس پورې کړي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دبغلان ولايت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې دهغوى هره وړاندې شوې غوښتنه او وړانديز به وڅيړل شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.