09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دحقاني شبکه دډيورند دکرښې په دواړو غاړو کې دپاکستان داستخباراتي دستګاه دګټوپه لټه کې دى له افغانستان څخه وړاندې دحقاني دشبکې ګواښ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
ديوامريکايي پوهنتون  استاداو دمنځني  ختيځ او اسيا دسياسي او امنيتي چارو کارپوه ستيفن تانکل  دحقاني دشبکې او له پاکستاني پوځيانو سره  دهغې داړيکو په باب د امريکا په فورين پاليسۍ  خپرونه کې دجهاد دسرچينې تر عنوان لاندې يوه مقاله ليکلې ده . ددغې مقالې له مخې دحقاني شبکه چې يو زيات شمير کسان هغه په افغانستان کې ډيره جنايتکاره  ياغي ډله بولي دامريکا په وړاندې  منفوره  ده خو دپاکستان  په زړه پورې  نيابت کوونکي  بلل کيږي .
دفورين پاليسي په ليکنه  په برياليتوب سره دالقاعده دمرکزيت  له منځه وړل  او په ٢٠١٤ کال کې  په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو کمښت  واشنګتن بايد دې ته اړ باسي  چې خپل زيات تمرکز له حقاني شبکې سره  دمبارزې په خاطر  واړوي . ځينې کسان په دې باور دي  چې دحقاني ډله به له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو له وتلو وروسته  امريکا ته  کوم ګواښ  نه وي . خو بايد ووايو چې دغه باور  هغه وخت تحقق  پيداکاوه  چې دحقاني شبکه  له يوې سيمه ئيزې  ډار اچوونکي ډلې  پرته  بل څه نه وي . خو  دهغه نوى کتاب له مخې چې  دواحد برون  ودان  رسلر له خوا ددغې ډلې په باب  ليکل شوى دى  دحقاني د ډلې په باب يې  يومفصل او بشپړ تصوير بيان کړى دى . ددغه کتاب له مخې پاکستاني پوځيان دحقاني په شان ډلو څخه دمشخصوسياسي او سيمه ئيزو  هدفونو لپاره  استفاده کوي او دغه ډله دهغوى لپاره  ښه وسيله ده .
دفورين پاليسي  په ليکنه  دحقاني شبکه  يوازې هغه  ډله نه ده چې له هغوى څخه  دپاکستان دملکي دولت پرخلاف  او دپاکستان  دپوځيانودقدرت دپيداکولو لپاره  ورڅخه استفاده کوي  . سره له دې چې  دحقاني ډله دپاکستان ددولت پرخلاف نه جنګيږي  دغه ډله  دپاکستان په صوبه سرحد ايالت کې  ددغه هيواد دپوځيانو دهدفونو لپاره  يوه ښه وسيله ده .
دمثال په ډول دغه ډله  دمجاهدينو دشورا په جوړولوکې چې افغان اوپاکستاني ياغيانو له  مشرانوڅخه جوړه شوې ده  په افغانستان  دبريدونو دتمرکز په لاره کې ستر رول ولوباوه . لنډه داچې دحقاني شبکه  د ډيورند دکرښې  په دواړو غاړو کې دپاکستان  داستخباراتي دستګاه دگټو په لټه کې ده .
په همدې حال کې کله چې دحقاني شبکې  دپاکستان دحکومت  ضد اړو دوړ سره  دخلکو دهمکاري  دمحدودولو لپاره  کار کاوه  دغه شبکه  دالقاعده  ، دپاکستاني طالبانو دتحريک  اودنورو ډلو لپاره دمرستې  مهم عامل و ،چې دحقاني دشبکې  په دغو مرستو کې روزنه سلامشوره  دمنابعو برابرول او هغه اعتبار  شامل دي چې په افغانستان کې په مشخصو عملياتو کې  ددغې شبکې دګډون زيږنده دى .
دفورين  پاليسي  ددغې مقالې له مخې دحقاني شبکې پرخلاف دزياتو اقداماتو دترسره کولو په خاطر دپاکستان ځواکمنۍ محدوده ده ځکه دغه هيواد دې ته اړتيا لري چې دغه شبکه په افغانستان او  صوبه سرحد کې  دخپلې  پانګي په توګه  وساتي او هم دجدي اقداماتو له ويرې ددغې شبکې پرخلاف  عمل نه کوي .  ځکه داکار به  دغه هيواد ته  ناوړه عواقب  په ځان پسې ولري .
ليکوال زياتوي چې دحقاني ډلې چې خپل زيات بريدونه په افغانستان کې زيات متمرکز  کړي دي  ددې مانانه لري چې دغه ډله يوازې  دافغانستان لپاره ګواښ دى  بلکې  ګواښ يې  له افغانستان څخه وړاندې  دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.