14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهنددبهرنيو چارووزير : په افغانستان کې دهند سياست ، دوتلو سياست نه دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

1_ دهنددبهرنيو چارووزير :  دافغانستان له خاورې څخه بهر دتروريستانو خوندي  پټنځايونه  او ټاټوبې بايد دړې وړې شي .

٢_  دهنددبهرنيو چارووزير :  په افغانستان کې دهند سياست ،  دوتلو سياست نه دى . 

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
دهنددبهرنيوچارووزير تروريزم  دافغانستان او سيمې سولې او ثبات ته متوجه  ډير مهم  ګواښ بولي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې دامنيت تامينول دسيمې  دهيوادونو او دټولې  نړيوالې ټولنې په ګټه  دى .
  دى  وايي (  دې ته اړتيا چې  په ګډو هلوځلو سره  دافغانستان له خاورې  څخه بهر  دتروريستانو خوندي  ټاټوبې او پټنځايونه دړې  وړې شي . او له تروريستانو سره مالي او تکتيکي  ملاتړ بايد پاى ته ورسول شي .
دهنددبهرنيو چارووزير  چې داسيان په نامه  په سيمه ئيزه ټولنه کې خبرې کولې وويل  موږ بايد  ديو باثباته  دموکراتيک او پراخ بنسټه دولت په لور ديون لپاره دافغانستان دهڅو او هاند ملاتړ وکړو .  نړيواله ټولنه بايد  دانتقال او بدلون ددورو په بهير کې  له دغه هيواد سره  دانکشافي او امنيتي مرستو په وړاندې  په خپلوژمنو  ولاړ ه پاتې شي موږ دوسله والو مخالفينو له ډلو سره  دسولې دخبرو  لپاره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دحکومت  دهڅو او هاند ملاتړ کوو .
ده دغه راز زياته کړه چې دسولې بهير  بايد دافغانانو په رهبري  اومالکيت  وي اودافغانستان داساسي قانون او دهغو سرو  کرښو په چوکاټ کې  ترسره شي  چې  دنړيوالې ټولنې له خوا  ټاکلي شوي دي .
دهنددبهرنيوچارووزير وويل  چې په دغوخبرو کې بايد  دافغاني ټولنې  ټول قشرونه  او دطالبانو په شمول  مخالفې  وسله والې ډلې شاملې  شي .  دسولې او روغې جوړې  بهير  بايد  دافغانستان ددولت  اوحکومت  مشروعيت  اويا  هغه سياسي  ټولنيز  او اقتصادي  برياليتوبونه چې افغانستان دتيرې  يوې لسيزې  په بهيرکې  دنړيوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي دي کمزوري نه کړي . 
  دهنددبهرنيوچارووزير په ټينګار سره وويل چې  دافغانستان په وړاندې دهند سياست  له دغه هيواد څخه  دوتلو سياست نه دى  .  هند دافغانستان په بيا جوړولو کې  مهم رول لوبولى دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.