22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

قاضي القضات : قضايه قوه له پخوا څخه په ښه حالت کې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر د چنګاښ ١٦ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي  القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفترکې دامريکا دکالورنيا ايالت له سناتور جنرال ګراهام اوپه افغانستان کې د ميشتو امريکايي قوتونو د ٤٣٥ قطعې له لوى قوماندان جنرال بالان عيارسره وکتل.

د سترې محکمې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ: په  پيل کې دواړو جنرالانو د سترې محکمې په وړاندې د وروستۍ  ځانمرګى پيښې او له دې امله د سر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په نسبت همدردي څرگنده کړه او د خپلې ډاډګيرنې مراتب د سترې محکمې مشرتابه هيئت او منسوبينو او د شهيدانو کورنيو او ټپيانو ته څرګندکړل.

وروسته د قانون په واکمنۍ پورې د اړوندو مسئلو په باب چې د امنيت د تامينولو ضمانت کوي؛ خبرې وشوې او قاضي القضات د قانون د ساتنې د ارګانونو د رول او رسالت په باب خبرې وکړې او په خاصه توګه يې د محکمو جوړښت، په قضايي نظام کې د ښځو د مشارکت کچه اوپه بېلابېلو اړخونوکې د قضايه قوې کړه وړه بيان کړل او زياته يې کړه چې قضايه قوه د پخوا په نسبت په ښه حالت کې ده او د عادلانه محاکمې د موازينو په رعايتولو سره د دوسيو په څيړنه کې د محکمو ظرفيت او واکمني لوړه شوې ده.

قاضي القضات دغه راز  زياته کړه: ستره محکمه لکه څنګه چې رسالت يې غوښتنه کوي، په مقطعي ډول عمل نه کوي، بلکې خلکوته د خدمتونو د ړاوندې کولو په خاطر د سالم قضايي نظام اساسات جوړ کړي دي او هم يې په بېلابېلو اړخونوکې په تېره بيا د قضايي تعليماتو او معلوماتو د مرکزونو او دکاري دفترونو دجوړولو په ساحه کې د قضايه قوې ملي لومړيتوب لرونکي پروګرامونه تدوين کړي دي چې دقضايه قوې نننيو  او راتلوونکو اړتياوو ته ځواب وايي .

دغه راز د دندو د ښه سمون په مقصد يې له اداري فساد سره په مبارزه کې د محکمو دامنيت دتامينولو په خاطر دقضايي پوليسو دفعاليت دپراختيا، دقضايي زده کړو او د قضايه قوې د نورو مادي او تخنيکي اړيتاوو د حل کولو په خاطر د قضايي پوليسو د فعاليت د پراختيا په لاره کې اغيزمن تدبيرونه نيولي دي چې له شک پرته هم په دفتري ساحه کې او هم د معلوماتي تکنالوجۍ په ساحه کې د تجهيزاتي خدمتونو په وړاندې کولوکې ځينو نړيوالو مرکزونو په تېره بيا د ٤٣٥ قطعې رول د مننې او قدر وړ دى.

وروسته سناتورګراهام او په افغانستان کې د ناټو د ٤٣٥ قطعې لوى قوماندان جنرال بالان عيار د محکمو د ظرفيت په لوړولوکې د مرستې په برخه کې د خپلو کاري پروګرامونو د بيانولو په ترڅ کې د قضايه قوې په ګډون، د قانون د ساتنې  دمرکزونو د فعاليت په ساحه کې پرمختګوزنه د قدروړ وبلل او تيارى يې څرگند کړ چې د پخوا په شان به دمحکمو د اړتياوو د لرې کولو او د قانون د زياتې واکمنۍ په مقصد خپلو مادي ، تخنيکي او تجهيزاتي مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.