19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بلخ کې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل / د وږي ۲۹ مه / باختر د ۲۰۹ شاهین...

دهرات پولیسو د دریو چاودنو مخه ونیوله .

هرات دوږي ۲۹ باختر د هرات پولیسو پرون مازیګر د دریو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکورنيو چارو وزير د يو رسمي سفر لپاره آذربايجان ته تللى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دسرطان ١٦
دکورنيو چارو وزير د يو جګپوړى هيئت په مشرۍ د آذربايجان له مقاماتو سره د ليده کاته اوخبرو اترو په مقصد دغه هيواد ته تللى دى.
د باخترآژانس دخبر له مخې: دکورنيو چارو وزيرسترپاسوال غلام مجتبى پتنګ د آذربايجان د جمهور رييس او ددغه هيواد د بهرنيو چارو اودکورنيو چارو دوزيرانو په بلنه دغه هيواد ته تللى دى.
دى به په باکوکې دخپلې څلور ورځنى استوګنې په بهير کې د آذربايجان له مقاماتو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د امنيتي همکاريو د پراختيا او د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړ تيا په باب خبرې وکړي.
دکورنيو چارو وزير په باکوکې دافغانستان د سفير شاکرکارګرپه ملګرتيا د آذربايجان د ملي مشر حيدر علي اوف په مزار او ددغه هيواد د آزادى د لارې د شهيدانو د ياد ګارۍ څلى ترڅنګ د ګلو ګيډې کيښودې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.