09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دروسيې او قزاقستان جمهورو رييسانو دافغانستان دحالاتو په باره کې خبرې وکړې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

الماتا  باختر د چنګاښ اوولسمه :
  دروسيې او قزاقستان جمهورو رييسانو پرون دافغانستان دحالاتو په باره کې خبرې وکړې .
دولاديمير پوتين او دنورسلطان نظر بايف  خبرې داحتمالي نا امنيو په باب متمرکزې وې چې ښايي  په ٢٠١٤ کال کې دنړيوالو پوځونو له وتلو وروسته رامنځته شي .
باختراژانس دايتار تاس دخبري اژانس له خولې  خبر راکړ چې دروسيې جمهور رييس چې د ډله ئيز امنيت دتړون دمشرانو په غونډه کې دګډون لپاره قزاقستان ته تللى دى خپل قزاقي سيال ته وويل چې له افغانستان څخه دنړيوالو پوځونو له وتلو وروسته به دافغانستان حالت يوه ډيره جدي موضوع وي .
ولاديمير پوتين وويل چې په دې اړوند يو لړ ستونزې شته چې په حل کولو به يې اقدام وشي .
مخکې  له دې هم روسيې  اودمرکزي اسيا څو نورو هيوادونو خبر دارى ورکړى و چې ښايي له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته ددغه هيواد حالات ګډوډ شي خو امريکا او دناټو متحدين وايي چې خپل يوشمير غير محارب  عسکر په افغانستان کې ساتې چې دامنيت په تامينولو کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.