09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامريکا داردو لوى درستيز: له طالبانو سره دسولې په خبرو کې دې بايد له احتياط څخه کار واخستل شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

واشنګتن باختر د چنګاښ اوولسمه :
  دامريکا داردو لوى درستيز جنرال مارتين ديمپسي سپارښتنه کوي چې له طآلبانو سره دسولې په خبرو کې دې بايدله زيات اختياط  او دقت څخه کار واخستل شي .
په داسې  حال کې چې امريکا په پام کې لري له طالبانو سره خبرې وکړي، جنرال مارتين ديمپسي له سي- ان -ان تلويزيون سره په مرکه کې وويل،  دسر دهغو زيانونو په پام کې نيولو سره چې موږ زغملي دي ، دا ډيره سخته ده چې فکر وشي  موږ په يو پړاو کې له طالبانو سره پخلاينه وکړو خو زه په دې واقعيت پوهيږم چې ټولې جګړې په سياسي پخلاينې  سره پاى ته رسيږي  او له همدې لارې جګړې په پاى کې پاى ته رسيږي .
ده په خپلې دغه مرکه کې وويل چې طالبان څو ډلې دي چې له ځينو سره يې پخلاينه شونې  ده خو له ځينو نورو سره يې امکان نه لري چې پخلاينه وشي .
باختراژانس دفرانسې دخبري اژانس له خولې خبر راکړ چې په افغانستان کې په يوولس کلنه جګړه کې  درې زرو دوه سوه تنه امريکايي پوځيان وژل شوي دي اوس چې امريکا او دناټو انډيوالان هلې ځلې کوي چې خپل محاربوي عسکر د ٢٠١٤ کال ترپايه پورې له افغانستان څخه وباسي ، دوى هلې ځلې کوي چې  دافغانستان دجمهور رييس حامدکرزي دحکومت او دطالبانو ترمنځ دپخلاينې زمينه برابره کړي .
جنرال مارتين ديمپسي داومنله چې دى له طالبانو سره دهغو خبروپه باب انديښنه لري چې په افغانستان کې يې مرګانۍ اړو دوړ  پيل کړى دى .
دامريکا لوى درستيز په خپلې دغې مرکه کې يادونه وکړه ،کله چې دحربي پوهنتون په وروستيو کلونوکې يې زده کړه کوله ، تيارى درلود چې دجګړې لپاره ويتنام ته لاړ شي  خو دى په دې وروستيو  وختو کې په واشنګتن کې دخپل ويتنامي انډول کوربه و .
دفرانسې دخبري اژانس په خبرکې زياته شوې ده هغه خبرې چې ټاکل شوې وه تيره مياشت په قطر کې  دطالبانو د دفتر له پرانستل کيدو وروسته دامريکا اوطالبانو ترمنځ ترسره شي ونه شوې  .
جنرال مارتين ديمپسي په دې مرکه کې  وويل چې دى باور لري چې دافغانستان امنيتي ځواکونه به په څو راتلوونکو مياشتو کې يوه داسې پړاو ته ورسيږي چې دخپل هيواد په ګوټ ګوټ  کې امنيت تامين کړي  خو ده وويل چې دحکومت نور اړخونه سياسي وي اوکه اقتصادي نه شي کولاي په دغه شان خوشبينى سره خبرې وکړي دوى بايد ځان يوخيل کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.