08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

څلور پوليسان په قندهار کې  د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

څلور پوليسان په قندهار کې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: ٤ پوليسان په قندهار کې د...

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو  کار دوام لري

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو کار دوام لري

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: په پنجشير کې د دوو ټولګټو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ نولسمه :

دوزيرانو شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې دنورومهمو مسئلو تر څنګ دبريښنا او داوبو دبندونو څو پروژې وڅيړلې او امنيتي مرکزونو ته يې دنده وسپارله چې د بنسټيزو پروژو او په تيره بيا داوبو دبندونو دامنيت په تامينولو کې زياتې هڅې وکړي .

 دباختراژانس مبصر ليکي : په داسې حال کې چې دافغانستان دولت له هر موجود امکان څخه استفاده کوي چې دبنسټيزوپروژو په عملي کولو سره هيواد مطلوب اقتصادي تګلوري ته برابر کړي ، بهرنۍ لاسوهنې او دکورنيوناپوهو اوجاهلو کسانو کړنې ددغو پروژو دعملي کولوپه لاره کې سترخنډ بلل کيږي .

 افغانستان سره له دې چې داوبو سترې سرچينې او څپانده سيندونه لري خو هيڅکله په دې نه دى بريالى شوى چې له هغو څخه په اغيزمنه توګه ګټه واخلي .

 دافغانستان دځمکې پرمخ او تر ځمکې لاندې اوبه شپږ څلويښت مليارده متره مکعب اټکل کيږي خو دهيواد په دننه کې له هغوڅخه داستفادې فيصدي ډيره کمه ده او دافغانستان ډيرې زياتې اوبه له استفادې پرته له هيواد څخه بهر ته بهيږي .

 دشهيد سردار محمد داودخان په زمانه کې دهيواد له اوبو څخه داستفادې په اړوند يو لړ پروګرامونه جوړ شول خو له ١٣٥٧ کال څخه وروسته پيښې ددغه پروګرام  دتطبيق په لاره کې ستر خنډ دى .

 په افغانستان کې دلنډ مهالې ادارې په رامنځته کيدو اوپه پاى کې دنظام په جوړيدو سره دولت داوبو او بريښنا دبندونو او دلويو لارو جوړول ، په کانونوکې پانګونه، داوسپنې پټليو غځول  اودځينو نورو پروژو عملي کول د بنسټيزو پروژو په توګه په پام کې ونيول او تمرکز پرې وشو ، په  اوس وخت کې دانرژى اواوبو وزارت د اوبو دمنابعو دپرمختيا ملي پروګرام ترلاس لاندې لري چې دبريښنااو داوبو دڅو بندونو جوړول پکې شامليږي .

 ددغه وزارت مسوولين وايي چې دوى له څلور سوه څخه تر پنځه سوه پورې کوچني او ستر ذخيروي بندونه تر مطالعې لاندې نيولي دي او داوبو دشلو سترو بندونو په جوړولو کار دوام لري .

 په هرات کې دسلما بند ، په کابل کې دشاه او عروس بند، په فارياب کې دالمار بند ، په نيمروز کې دکمال خان بند ، په پکتيا کې دمچلغو بند ، په فراه کې دبخش آباد بند او نور په هيوادکې دسترو بنسټيزو پروژو له جملې څخه  ده چې يا کار يې پيل شوى دى  اويادکار دپرانستلو په درشل کې دي خو داسې ستونزې شته چې ددغو پروګرامونو دتحقق مخه نيسي.

 دانرژى اواوبو وزارت مقامات بهرنۍ لاسوهنې او امنيتي ستونزې ددغوپروژو دتطبيق په لاره کې ستر خنډ بولي لکه څنګه چې دانرژي اواوبو وزير  دوزيرانو شورا په وروستۍ غونډه  کې په ځينو دغو پروژو کې امنيتي ستونزې طرحه کړې او په ډاګه يې کړه چې په دې وروستيو وختو کې دجوړيدو په حال کې په پرمختيايي پروژو په بيلابيلو نومونو يو لړ بريدونه کيږي دغه بريدونه په بشپړو وضاحت سره دافغانستان دخلکو دپيژندل شويودښمنانوله خوا چې دپرمختيايي پروژو په جوړيدو اوبشپړيدو سره خپلې ګټې په خطر کې ويني ، طرحه او عملي کيږي سره له دې چې دوزيرانوشورا ددغه شان توطيو او دسيسو دشنډولو په باب امنيتي ارګانونوته مشخص لارښوونې وکړې خو ددغو پروژو  په ساتنه کې دخلکو رول ډير ستر دى .

 هغه څه چې په هيواد کې دملي پروژو په نامه جوړيږي دخلکو په ژوندانه باندې مستقيمې اغيزې لري او دهيواد پرمختيا دبيت المال يوه برخه بلل کيږي ، خلک په تيره بيا دهغوسيمواوسيدونکي چې دغه پروژې پکې عملي کيږي ، ساتنه يې  خپله ملي وجيبه وبولي او ددفاعي مرکزونوپه جوړولو سره دى دهغو دساتنې په لاره کې  هڅه او هاندوکړي او هره توطيه او دسيسه چې بهرنيان يې دخپلو ګټو دتامينولو او دافغانستان دودې  او پرمختيا دمخنيوي لپاره طرحه کوي شنډ کړي . له بلې خوا داسې اطلاعات او سندونه ترلاسه شوي  دي چې يوشمير وسله وال مخالف قوماندانان په مشخصه توګه دځينو ګاونډيو هيوادونو له خوا دعمراني پروژو د ړنګولو په مقصد لارښوونه ترلاسه کوي او سمباليږي .

 دغه قوماندان له بده مرغه دبنسټيزوپروژو دړې وړې کول هم په اصطلاح دخپل جهاد يوه برخه بولي په داسې حال کې چې لوى خداى (ج )  خلق الله ته خدمت اود هيواد ابادي او سمسورتيا خوښوي اوخپل بنده ګانو ته دکار اوکسب امر کوي .

 دهيواد دجوړولو لپاره کار او هيوادته خدمت ښکلي اومقبول جهاد دى چې وسله وال مخالف  قوماندانان بايد هغه هير نه کړي بلکې دخپلو ملي پروژو دساتنې  لپاره ځان مسوول اوبنسټ  ايښودونکى وبولي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.