09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا .
ګرانو هيوادوالو ، خويندو او ورونو !
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاتو .
دروژې مبارکه مياشت پيل شوه ، ددغې مياشتې له امله ټولو مسلمانانو او په تيره بيا ګرانو هيوادوالو ته مبارکي وايم هيله لرم زموږ مسلمان خلک دغه مبارکه مياشت دسولې او صفا په فضا کې په عباداتو ،خير اوعافيت کې تيره کړي .
ګرانو هيوادوالو !
  دروژې مبارکه مياشت دخير ، برکت ، فضيلتونو اوعباداتو مياشت ده له نورو سره مرسته اوهمکاري په هر وخت  اوزمان کې يو نيک عمل دى خو دروژې  په مبارکه مياشت کې  له بي وزلو او اړو کسانو سره مرسته او دهغوى داحوالو پوښتنه دديني ارشاداتو او دانساني عواطفو زيږنده ده او ددغې مبارکې مياشتې خصوصيتونه او فضيلتونه دي موږ په خپلو کليو اوښارونوکې داسې هيوادوال لرو چې په خپل ورځني ژوندانه کې له زياتو اقتصادي ستونزو سره لاس اوګريوان دي او آن په لازمه توګه دخپلو ماشومانو اوکورنۍ نقفه نه شي برابرولى په ټنګسيا او بي وزلۍ سره روژه نيسي او الهي اوامر پرځاى کوي ټولو هيوادوالو په تيره بيا شتمنو کسانو ته لازمه ده چې له خپلو اړو اوبي وزلو هيوادوالو سره مرسته وکړي چې دتاسو عزيزانوله مرستو او صدقې څخه په استفادې سره زموږ اړ هيوادوال دخپلې روژه ماتې لپاره يوه مړى  ډوډۍ برابره کړي .
دغه راز خيريه موسسې هم  دنده لري چې دبل هر وخت په نسبت په دې مبارکه مياشت کې خپلې زياتې اوښې مرستې  مستحقو کسانو ته ورسوي هيله لرم سږ کال هم دنورو کلونو په شان دخيريه موسسو  اومرکزونو له خوا په ښارونو او جوماتونوکې اړو او بي وزلو روژه تيانو ته دروژه ماتې ترتيبات  برابر شوي وي .
ګرانو سوداګرو او پلورونکو !
زياتره ليدل کيږي چې دروژې په مبارکه مياشت کې دپيردونکو په غوښتنه په بازارونوکې دلومړنيو اړتيا وړ توکو بيې لوړيږي او زموږ روژه تي خلک تل له دې پلوه سرټکوي  ، زه دهيواد له ټولو سوداګرو او پلورونو څخه غواړم چې دمناسبې ګټې په ترلاسه کولو سره دې دبيو دلوړيدوپه تيره بيا په دې مبارکه مياشت کې دلومړنيو اړتيا وړ توکو دبيې دلوړيدو مخه ونسي او په دې ترتيب  له روژه تي هيوادوالو سره  مرسته وکړي او ددغې مبارکې مياشتې له فضيلتونو او اجر څخه ګټه واخلي .
ګرانو ميندو او پلرونو !
ددغې اوونۍ دخبرو په پاى کې ميندو اوپلرونو په تيره بيا دکورنيو ميندو ته هم يادونه کوم څرنګه چې ددوبى په موسم کې هوا توده او لمر سوځنده دى له دې امله د ماشومانو لوبې او تګ راتګ بايد دکورنيو تر نظر لاندې وي ځکه که چيرې  ماشومان له اندازې زيات ترسوځنده لمر لاندې لوبې وکړي او يا هم تګ راتګ وکړي دلمر وړانګې دهغوى پوستکې ته زيان رسوي او دبدن اوبه يې هم کميږي دغه دوه عوامل زيادتره دتودخې په موسم کې دناروغۍ سبب کيږي  په تيره بيا زموږ ميندې دې دتودوخې  او دوبى په موسم کې دخپلو ماشومانو خوراک او څښاک ته ځير وي هغوى ته دې  پاکې اوبه ورکړي او دغير روغتيايي خوراک او څښاک مخه دې ونيسي .
ترراتلونکو خبرو پورې خداى پامان ښاد او روغ واوسئ .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.