08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

څلور پوليسان په قندهار کې  د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

څلور پوليسان په قندهار کې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: ٤ پوليسان په قندهار کې د...

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو  کار دوام لري

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو کار دوام لري

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: په پنجشير کې د دوو ټولګټو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

قاسيميار دافغانستان لپاره داروپا داستازي څرګندونې دده شخصي نطر وباله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

.کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :
  دسولې دعالي شورا دنړيوالو چارو سلاکار دافغانستان دسولې دبهير په اړوند دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې داستازي وروستى څرګندونې ، دده شخصي نظر وباله .
دافغانستان  لپاره داروپا داتحاديې  ځانګړى استازى چې په دې وروستيو وختو کې دى دژينو ښار دامنيتي پاليسۍ په مرکز کې خبرې کولې ويلي دي چې دافغانستان دسولې خبرې به تر ٢٠١٥ کال پورې کومه نتيجه ونه لري او داروپا اتحاديه دپخلاينې  او روغې جوړې په مقصد دافغانانو  په مشرۍ دخبرو له هرې لارې چې دوى انتخاب کړي ملاتړ کوي خوتر ٢٠١٥ کال پورې سولې ته رسيدل ناشونې دى  خو دسولې دعالي شورا دنړيوالو چارو سلاکار محمد اسمعيل قاسميار دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې دځانګړي  استازي څرګندونې دده شخصي نظر بولي .
دباختراژانس دخبر له مخې، قاسميار پرون وويل باور لري چې ددولت وسله وال مخالفين به ددغې شورا غوښتنو ته پاملرنه وکړي .
ده وويل  دافغانستان دسولې عالي شورا خپلو رواغوښتنو ته په پاملرنې سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هيله ده  چې وسله وال مخالفين  زموږ دبلنې په ريښتولۍ  په پوهيدو سره سولې ته غاړه کيږدي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.