09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې ګڼې مسئلې وڅيړل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دسنا مجلس درئيس فضل هادي مسلميار اود لومړى نايب محمدعلم ايزديار په مشري په دوو برخو کې د مشرانو جرګې په ننني غونډه کې دغړو له خوا دبيلا بيلو موضوعګانو په باب خبرې وشوې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په غونډه کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او پاتې کيدو په باب ددغه هيواد ضد اونقيض دريځونه يو ډول سياسي لوبه وبلل شوه او جدي انتقادونه پرې وشول او وويل شول چې ضد اونقيضې څرګندونې د خلکو په روحيې ناوړه اغيزه کوي او دغه هيواد دى بايد په دې باب مشخصه تګلاره  غوره کړي چې د افغا نستان خلک دخپلې راتلوونکي لپاره لازم تصميمو نه ونيسي.
دغه راز په هيواد کې دپراخې وزګارتيا او په کابل ښار کې دګرځنده پلورونکو دستونزو له پلوه انديښنه څرګنده شوه اوټينګار وشو چې مسول ارګانونه دى بايد په دې برخه کې چې ناوړه عواقب لري مشخصې پاليسي طرحه اوتطبيق کړي.
له ١٣٨٤ کال  راپه ديخوا دپکتيا ولايت دزرملي ولسوالۍ دروغتون په جوړولو کې نه پاملرنه اودعامې روغتيا وزارت له خوا دنورستان د ولايتي روغتون د ودانۍ د جوړولو د کار دپړاونو نه بشپړيدل او په خپله دولتي روغتونونو کې ددرملو له شتون سره سره په بستر کې دشاملو ناروغانو ددرملو دپيرودنې لپاره دروغتونونو سپارښتنه ،دبې کيفيته درملو واردول ، په دولتي مرکزونو کې داداري فساد شتون او په پستونو کې دبې کفايتو کسانو ټاکنې ،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دارشيف رياست درقابتي ازموينې د بهيرځنډول او په نيمروز ولايت کې دڅښاک داوبو کمښت د غونډې دغړو د خبرو وړ موارد و.
دغه راز انتقاد وشو چې په روان کال کې دصافي،کام اير اوداريانا هوايي شرکتونه غواړي ديوزرو درې سوه شلو ډالرو په بدل کې افغان حاجيان سعودي عربستان ته وليږدوي چې له معمولو بيو څخه زياته ده دغه راز دديني ،فرهنګي ،پوهنې اودلوړوزده کړو د چارو د کميسيون په غونډو کې دپوهنې دوزير دبيا بيا نه ګډون يادونه وشوه او وويل شول چې ټاکل شوې وه له ده سره ددرسي کتابونودچاپولودنواقصو ،تشکلاتي تنقيص ،دخيرخانې مينې دبي بي حوا د منځني ښوونځي دادارې دغير قانوني اجرااتو له امله ددغه ښوونځي د٢٧ تنو ښوونکو دشکايت ،دکتابونو دکمښت ، دپوهنې په وزارت کې ديوولسو زرو بستونو د زيا توالي او د هغو په ونډه ټا کنه  کې د نه انډول اود کابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دنجونو دښوونځي دستونزو اودځينو نورو مسئلو په باب پوښتنې طرحه شي خو دده نه ګډون ددې سبب شوى دى چې دغه پوښتنې بې ځوابه پاتې شي.
په غزني په تيره بيا د هغه په څلورو ولسواليو کې دناامنيو زياتوالي ،دننګر هارپه ولسواليو په تيره بيا د تورخم _ جلال اباد په مواصلا تي لاره کې د امنيتي حالت خرابوالي چې دبټي کوت په سيمه کې طالبان په ښکاره دسپرليو اولارويانو په  وژنې لاس پورې کوي خو دمقاماتو له خوا د خيريت راپور ورکول کيږي چې په دغو سترا تيژيکي سيمو کې د طالبانو نفوذ ډير خطر ناک دي اودغه راز دقندهار ولايت په تخته پل او سپين بولدک ولسواليو اونورستان کې دسيمه ييزو پوليسو د جوړولو اړتيا ،دبادغيس ولايت په جويند ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو د اجرااتو ستاينه او له منکراتو سره په تيره بيادروژې په مبارکه مياشت کې جدي مبارزه او د اسلامي بانکوالي په سيستم د بانکونو دعيارولو وړانديز هغه موارد وچې دغړو له خوا طرحه شول .
دغه راز په غونډه کې دروژې د مبارکې مياشتې له رارسيدو سره جوخت دلومړنيو اړتيا وړ توکو د بيو د لوړ والي اودافغاني دبيې دکمښت له ا مله انديښنه څرګنده شوه او نيوکه وشوه چې مسولين په دغو برخو کې عملي اواغيزمن اقدام نه کوي.
په غونډه کې دغه راز ځينو سناتورانو د ملي شورا ددوبنيو رخصتيو په ورځو کې دلوى جرګې د جوړولو له امله خپله انديښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې بايد هر راز لويه جرګه دې له اساسي قانون سره سم جوړه شي او هم دقانوني پړاونو له بشپړولو پرته دهيواد ديوتن ورځپاڼه ليکونکي عزيز الرحمن سخي زاده نيول کيدل له قانون څخه سرغړونه وبلل شوه او انتقاد وشو اوټينګار وشوچې اړونده مراجع دې دده په خلاصون اقدام و کړي.
سناتورانو دځينو هغو پروژو د کاردځنډيدو چې دپي ارټي ګانو له خوا تمويلې دې يادونه و کړه او وپتيل شوه چې داړوندو مراجعو په نا مه دې ليکونه وليږل شي چې په ولايتونو کې دى پروژې دپي ارټي ګانو له خوا بشپړې شي .
په پکتيا کې د جهادي مشرانو په تيره بيا د سولې دشهيد استاد برهان الدين رباني اود ولسي جرګې دغړي استاد عبدالرب رسول سياف دتصويرونو څيرل چې د مجلس ديو غړي اودځينو نورو کسانو دڅرګندونو له مخې دا کاردپکتيا د والي جمعه خان همدرد دګومارل شويو کسا نو له خوا ترسره شوي دي وغندل شول او ټينګار وشو چې مسول مراجع دى دغه موضوع په جدي تو ګه تعقيب کړي
دغه راز په غونډه کې د پروان ولايت د اوسيدونکى په مولوي صاحب خطيب مشهور دارواښاد مولوي نور احمد پاک روح ته دعا وشوه او دده مړينه دهيواد په علمي ټولنه کې يوه ضايعه وبلل شوه .
مولوي نوراحمد دپروان ولايت د سنا تور مولوي ميرحمد الله منيب په ګډون دديني علومو دسلګونو تنو طالبانو دفضيلت پګړى تړلې وې اود پروان د خلکو دخير اوشر په مراسمو کې يې فعاله ونډه لرله اود ګاونډيو ولايتونو دديني عالمانو ترمنځ يې دخاص درنا وي وړ و، اروادې ښاده وي .
دغه راز ښځينه سناتورانې دانتخاباتو دقانون له متن څخه ددواړو مجلسونودمختلط هيئت له خوا په ولايتي اود ولسواليو په شورا ګانو کې دښځو په سلو کې د٢٥ ونډې دحذف په نسبت داعتراض په دود له ننني غونډې څخه ووتلې او په دغه قانون کې يې دښځو د زيا تې فيصدي ونډې غوښتنه و کړه .
دموضوعګانو په جمعه بندي کې دغونډې رئيس دغه موضوعګانې اداري هيئت ، اړوندو کميسيونونو اود مشرانو جرګې دارالانشا ته دڅيړنې په مقصد وسپارلې

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.