26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ولسي جرګې د اداري هيئت د ډاډګيرنې پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_  باختر دزمري شلمه :
د ولسي جرګې د اداري هيئت د ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې يوجهادي شخصيت او د ولسي جرګې دکوچيانو، مهاجرينو، او بې ځايه شويوکسانو د چارو دکميسيون د رييس محمد نذيراحمدزي پلار الحاج محمد سنګين خان احمدزى وفات شوى دى.
  الحاج محمدسنګين خان احمدزى د جهادي شخصيتونو او د قومي مشرانو له جملې څخه و چې خپل ګران عمر يې دين او هيواد ته د خدمت په لاره کې تير کړ .
د ولسي جرګې اداري هيئت په دې ترڅ کې چې د خپلې ډاډګيرنې اوهمدردۍ  پيغام د ارواښاد کورنۍ ته څرګندوي؛ د ده مړينه يوه ضايعه بولي او دلوى خداى (ج )  له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوي .
د ارواښادفاتحه دروان کال دزمري دمياشتې په يو ويشتمه نيټه د دوشنبې دورځې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بچې پورې دعيدګاه په جامع جومات کې اخيستل کيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.