20 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه له مرکز څخه ديو تروريست نيول کيدل

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د فراه پوليسو تيره...

د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د شبرغان- مزارشريف لويه...

په ننګرهار کې دملکي وګړو دتلفاتو په اړوند ضد ونقيض ادعاوې

جلال آباد / باختر/ د وږي٢٩مه : په ننګرهارکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ښځو ته دخبرو اترو د فرصت او د سياسي مشارکت د ودې پروګرام پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
دبريتانيا دنړيوالۍ پرمختيا ادارې آسيايي بنسټ او دانتخاباتو خپلواک کميسيون په افغانستان کې  د ښځو لپاره دسياسي مشارکت او خبرو د فرصت
د ودې پروګرام پيل کړ.
دغه  پروګرام به  دانتخاباتو په بهير کې د ښځو د زيات ګډون  لپاره  د زميني د برابرولو او په دې کار کې د دولت ، دمدني ټولنې دبنسټونو او دسياسي ګوندونو او سازمانونو دملاتړو ترلاسه کولو په مقصد په هيواد کې د دريو کلونو لپاره دوام وکړي.
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې  :   د دغه  پروګرام دپيل په مراسمو کې دانتخاباتود خپلواک کميسيون  رييس ډاکتراحمد يوسف نورستاني وويل :
په دې کې کوم ترديد نشته چې په انتخاباتو کې دخلکو پراخ ګډون يو مهم او قانوني اصل دى ، خو زموږ د هيواد لپاره چې له يوه نازک تاريخي پړاو څخه بل پړاو ته  تيريږي .
په انتخاباتو کې دخکو ګډون او د رايې د ورکولو صندوقونو ته دښحو پراخ  ورتګ د راتلوونکې دولت او حکومت  دثبات او مشروعيت لپاره دټاکونکې عنصر د پياوړتيا سبب کيږي .
په دغو مراسمو کې دانتخاباتو دخپلواک کمسيون د دارالانشا رييس ضيا الحق امرخيل، دښځو د چارو  وزارت مسلکي معينې مژګان مصطفوي، په ولسي جرګه کې دخلکو استازې شکريې بارکزى ، د آسيايي بنسټ رييس مارکوزيد او دکابل دولايتي شورا غړې مريم احمدي دښځو دپراخ ګډون د ارزښت اوپه انتخاباتو کې دښځو دبرخې اخستنې د زمينې د برابرولو په باره کې خبرې وکړې.

Last modified on Wednesday, 28 August 2013 13:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.