09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي دتاجکستان ،ازبکستان او قرغزستان دهيوادونو دملي ورځو له امله مبارکي وويله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږې دمياشتې ١٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  دتاجکستان دجمهور رييس امام علي رحمن په نامه  ديو پيغام په ليږلوسره ددغه هيواد دملي ورحې له امله مبارکي وويله .
په پيغام کې ويل شوي دي :
خوښ يم  چې  زموږ دهيوادونو دخلکو ترمنځ اوسني  ورورګلويزې اړيکې دهرې ورځې په تيريدوسره لا زيات ټينګښت اوپراختيا مومي .
په پيغام کې ويل شوي دي  دا يو واقعيت دى چې  زموږ دخلکو برخليلک له يوبل سره پيوند خوړلى دى له دې امله  دافغانستان دولت   له افغانستان سره دګډې پولې د امنيت په باب د دوست هيواد  تاجکستان په انديښنې په  بشپړه توګه پوهيږي . له ترديد پرته  زموږ ديو هيواد دګټو پرخلاف هر راز ګواښ کيداى شي  په بل هيواد  ناوړه اغيزه ولري او دافغانستان دولت د دغو ګواښونو دله منځه وړلو په باب به  د ورور هيواد تاجکستان  نږدي همکار وي.
سربيره پردې د همکاريو پراختيا او دګډو اقتصادي پروژو ترسره کول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي .
دغه راز حامدکرزي  د ازبکستان د جمهور رييس  اسلام کريموف په نامه  د ورته پيغام په ليږلوسره ويلي دي  چې په سيمه ييزو  سازمانونو کې زموږ د هيوادونو غړيتوب ، ګاونډيتوب او ديني او فرهنګي مشترکاتو  د افغانستان داسلامي جمهوريت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د دوستانه اړيکو د لازياتې  پياوړتيا لپاره زمينې برابرې کړي دي .
افغانستان تل له  ورور هيواد ازبکستان سره د دوستانه اړيکو د لازيات ټينګښت غوښتوونکى دى .
په هغه جلا پيغام کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس له خوا دقرغزستان د جمهوررييس الماس بيګ  اتم بايف په نامه  ليږل شوى دى  ددغه هيواد دملي  ورځي له امله مبارکي ويل شوې ده .
دافغانستان  خلک دافغانستان او د دوست هيواد قرغزستان ترمنځ  اوسنيو دوستانه اړيکو ته  زيات ارزښت ورکوي .
افغانستان او قرغزستان دشانګهاى دهمکاريو په سازمان  او دمتقابلو همکاريو او دآسيا داعتماد جوړولو دتدبيرونو  په سازمان ( سيکا )  کې په شموليت سره  ددغو دواړو هيوادونو  دخلکو دسوکالۍ لپاره  دګډو اړيکو  او هلو ځلو دلازياتې پياوړتيالپاره زيات فرصتونه ترلاسه کړي دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.