دکوز کونړ مشرانو او عالمانو په انتخاباتوکې دګډون تيارى څرګندکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دکوز کونړ ولسوالۍ دبيلابيلو قومونو عالمانو او روحانيونو ديوې غونډې  په ترڅ کې دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو په راتلونکو  ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل تيارى  څرګند کړ .
دباخترآژانس خبريال دننګرهار له ولايت  څخه خبر راکړ :   په دې  غونډه کې برخه والو د  آزادو،  شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو ټينګار وکړ او  له خلکو څخه يې  وغوښتل چې درايې ورکولو دکارتونو په ترلاسه کولو سره دخپل راتلونکي مشر  په ټاکلو کې  فعال  رول  ولوبوي .
دغونډې برخه والو دغه راز ټينګار وکړ چې دنشه يي توکو دکرکيلې پرخلاف اقدام وکړي او دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي په لاره کې خپل هر راز تيارۍ څرګندکړ .
دکوزکونړ ولسوال محمد عظيم زمري دسيمي له خلکو وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي دسولې اوثبات او امنيت په تامينولوکې هر اړخيزه همکارى وکړي .
دغونډې په پاى کې په  شفافو اوعادلانه انتخاباتو ، دکوکنارو کرکيلي د له منځه وړلو او دملي وحدت په باب په شپږو مادو کې يو پريکړه ليک صادرکړ او دغونډې برخه والو په دې برخه کې خپله  هر اړخيزه  همکاري څرګنده کړه .

back to top